منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر ٩٤ کې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

پل علم(پژواک،١٧ليندۍ٩٤): د لوګر ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ١٣٦  ميليونه افغانيو په لګښت ٩٤ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني وويل چې د دې پروژو د رغونې چارې د روان کال په لومړيو کې پيل او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دى وايي چې د ملي پيوستون دغه ٩٤ پروژې په مرکز پل علم، خروار، خوښۍ، څرخ، بره کي برک، محمد اغې او ازرې ولسواليو کې پلې شوې دي.

ده وويل چې پر يادو پروژو ١٣٦ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې د کليو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام له لوري ورکول شوى دى.

د درانې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د ځمکو د خړوبولو کانالونه، استنادي ديوالونه، پولکوټي، د لارو پخولو، ټولنيز مرکزونه، د څښاک اوبو څاګانې او د برېښنا د وړو بندونو جوړول شامل دي.

هغه وويل په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې په دغه ولايت کې په لويو پروژو پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې د ملي پيوستون يادې پروژې د خلکو په خوښه پلي شوي او ګټورې هم دي.

خو فدايي وايي چې تېرو ١٤کلونو کې د دغه ولايت پراختيايي برخې ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې دې ولايت ته پوره پاملرنه وکړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مشر سيد قريب الله سادات هم وويل چې په دغه ولايت کې د رغونې برخې ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

د هغه په اند، دغه شان پروژې کولى شي د خلکو او حکومت ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم په لوګر ولايت کې د ملي پيوستون ٩٥ پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه