منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۴): په هلمند ولايت کې د بېلابېلو کرنيز توکو يو ورځنى نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د تخنیکي وسایلو تر څنګ جوار، غنم، نیالګي، له سویابینو څخه جوړ خوراکي توکي، شات، انار، تازه سابه، د سبو اومېوو بېلابېل تخمونه او نور کرنيز حاصلات نندارۍ ته وړاندې شول.

په یاد نندارتون کې د هلمند والي میرزا خان رحیمي وویل چې له دغه نندارتون څخه اساسي موخه د کروندګرو کرنيزو حاصلاتو ته بازارموندنه ده.

د رحيمي په وينا، يو شمېر پروژې تر لاس لاندې دي چې له مخې به يې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، صنعتي پارک به جوړ کړي او د کروندګرو د کرنيز حاصلاتو د خرڅلاو لپاره به مارکېټونه جوړ کړي.

نوموړي له کروندګرو غوښتنه وکړه چې د کوکنارو پر ځای په خپلو ځمکو کې حلال کښتونه وکري.

دغه راز د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس حفیظ الله شاه نوري هم پژواک ته وويل چې له دغه نندارتون څخه اساسي موخه د کروندګرو تشويق او توکو ته يې بازارموندنه ده.

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې يواځې د کرنې په برخه کې زر پروژې پلان شوي چې په تدریج به پلي شي.

د هلمند د بزګرانو ټولنې مشر عبدالرحیم رحیمي وویل چې په هلمند کې د نورو کښتونو تر څنګ سږ کال سویابينو ښه حاصلات کړي دي.

ده وويل چې سږ کال به شاوخوا ٦ سوه کروندګرو ته د سویابينو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.

ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د سویابينو د پروسس يوه فابريکه جوړه کړي.

په دغه نندارتون کې د اروزګان د کروندګرو ټولنې مشر عبدالباري پژواک ته وويل: ((ما هم ځيني توکي نندارې ته وړاندې کړي دي خو له دولت نه غواړو چې زموږ انځرو، جوارو، کروتو او نورو حاصلاتو ته مارکېټ پيدا کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې لسګونو کروندګرو خپل کرنيز حاصلات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ښايسته خان په نوم يوه کروندګر پژواک ته وويل: ((دغه شان نندارتونونه يواځې نمايشي بڼه لري، امتيازات يې چارواکي اخلي، کروندګرو ته هېڅ نه رسېږي.))

د نندارتون ګډونوالو له حکومته غوښتنه کوله چې د دوى حاصلاتو ته دې په کور دننه او بهر کې د خرڅلاو بازار پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه