مزارشريف (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۴): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د خبريالۍ د اخلاقو په اړه د شمال زون د خبريالانو تر منځ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د ليندۍ په ۱۹مه د نی دفتر له خوا برابره شوې وه، په کې د شمال زون د ځينو ولايتونو د خبريالانو له خوا پر هغې مسوده خبرې اترې وشوې چې ياد دفتر د خبريالۍ د اخلاقو په اړه برابره کړې وه.
په مزارشريف کې د نی دفتر سيمه ييز مسوول نوراغا شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د خبريالانو له خوا د خبريالۍ د اخلاقو د مسودې نشتوالی حس کېږي.
نوموړي زياته کړه چې نی دفتر په همدې تړاو د خبريالۍ د اخلاقو په اړه يوه مسوده برابره کړې ده چې په کې د خبريال او د رسنۍ د مسوول اخلاقي مسووليتونه په ګوته شوي دي.
د هغه په وينا، نی دفتر په پام کې لري چې دغه مسوده د ټول هېواد له خبريالانو سره شريکه کړي، د هغوی نظريات پرې واخلي او بيا يې د افغان خبريالانو د اخلاقي اصولو په توګه وړاندې کړي.
شريفي وويل، نن په همدې تړاو د شمال زون د ځينو ولايتونو خبريالان د نی دفتر له خوا د همدې مسودې په تړاو نظر ورکولو ته بلل شوي دي.
په شمال کې د ازادۍ راديو خبريال مجيب الرحمن حبيبزي پژواک اژانس ته وويل چې د خبريالۍ اخلاقو له مراعتولو پرته خبريالي ناشوني ده.
نوموړي د دې غونډې په اړه وويل چې د خبريالۍ اخلاق تر ډېره مسلکي چلند دی او د خبريالانو له خوا يې ټاکل دومره زورور اړخ نه ښکاري.
د هغه په وينا، ښه به وي چې خبريالانو د خبريالۍ د اخلاقو په تړاو خپلې مشورې له يو بل سره شريکې کړي نه دا چې يو بل ته سرې کرښې کش کړي.
په بلخ کې د کابل پوسټ ورځپاڼې خبريال نجيب الله پژواک ته وويل، اړتيا ده چې د خبريالۍ د اخلاقو په تړاو ډېر څه واوري.
نوموړي زياته کړه چې نن يې هغه مسوده ترلاسه کړه چې نی د خبريالۍ د اخلاقو په تړاو جوړه کړې ده.
د هغه په وينا، نوي څه په کې نه و، بلکې په عمومي توګه د خبريالۍ د هغو اخلاقو په اړه په کې ټينګار شوی و چې بايد يو خبريال پرې پوه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن