منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناامني او زورواکي په بدخشان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت خنډ دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): د بشري حقونو ساحوي کمېسيون په بدخشان کې د تاوتريخوالو په ځانګړي ډول د وسله والو مخالفينو له خوا د ښځو وژنې د قضيو په اړه اندېښنه څرګندوي او نا امني يو له هغو عمده لاملونو بولي چې د تاوتريخوالي د کره شمېرو د ثبت مخنيوى کوي.

دې کمېسيون سږ کال د تاوتريخوالي ٢٩ موارد ثبت کړي چې په کې د بېلېدو غوښتلو اووه، د نفقې د نه ورکړې شپږ، د خاوند او د خاوند کورنۍ له خوا د تاوتريخوالي ١٣، د کوژدې فسخ کولو يو، د زور واده يو او همدارنګه د طلاق يو مورد شامل دي.

د کمېسيون شمېرې څرګندوي چې تېر کال د ښځو سره د تاوتريخوالي ٣٧ موارد موجود وو چې ٢٠ يې د کورني تاوتريخوالي او پاتې يې وهل ډبول او د نفقې د نه ورکولو قضيې وې.

په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې عارفه نويد وايي چې دې شمېرو ته په پام سره د تاوتريخوالي کچه ښکته ده، خو داسې نه ده، بلکې په روان کال کې د جګړو او نا امنيو سختوالى د دې سبب شوى چې دوى په نا امنو کې د تاوتريخوالو قضيې په کره توګه ثبت نه شي کړلى.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د وردوج، کران ومنجان، يمکان او جرم او ځينو لرې پرتو ولسواليو لکه راغستان، کوهستان، ياوان او دروازه ها ښځې نه دي توانېدلې چې خپله ستونزه له کميسيون سره شريکه کړي، شايد ددې وضعيت په سبب د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې درې ښځې د وسله والو مخالفينو او يوه ښځه د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوې ده.

د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشرې ددې وژنو پخلى کوي، خو وايي:((موږ نا امنو سيمو ته لاس رسى نه لرو، څو دا وژنې مستندې کړو، خو هر ډول تاوتريخوالى غندو او د عاملانو د نيولو او مجازات غوښتنه يې کوو.))

د امنيتي چارواکو په حواله د پژواک د راپورونو له مخې، په شهدا او وردج ولسواليو کې درې ښځې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې دي.

وسله والو مخالفينو د لړم مياشتې په لومړيو کې د شپې له خوا د وردوج ولسوالۍ په محله کلي کې د ٣٨ کلنې مسلمې په کور بريد وکړ او نوموړې يې ووژله.

شل کلنه مريم چې د مور د ژغورنې لپاره يې پر هغې ځان اچولى، څو ويې ژغوري، خو څو مرمۍ لګېدلې ده.

مور او لور ميندوارې وې، د مريم په ګېده کې ماشوم د بدخشان ولايتي روغتون کې بستر او سالم دى، خو د مريم د مور په ګېډه کې ماشوم له منځه تللى دى.

د پوليسو په خبره، مسلمه ځکه د طالبانو له خوا ووژل شوه چې خاوند يې سيمه ييز پوليس و. طالبانو ورته ګواښ کړى و چې پوليس پرېږدي او کور ته را ستون شي، خو هغه يې خبره نه وه منلې.

د روان کال په زمري مياشت کې وسله والو مخالفينو په شهدا ولسوالۍ کې يو ملي پوليس د خپلې مېرمنې او ماشومانو په مخکې ووژلو.

بريدګر د شپې له خوا په لب دره کلي کې د پوليس کور ته ور ننوتل، لومړى يې دى او مېرمن يې مومنه د پارچې په ګوزارونو ټپيان کړل او بيايې په ډزو ووژل.

دا سرتېرى نورالرحمن نومېده او د شهدا امنيه قوماندانۍ کې يې د ملي پوليس په توګه دنده اجرا کوله. له دوى دواړو درې ماشومان پاتې شول.

همدارنګه د روان کال په ترڅ کې يوه ٣٠ کلنه مېرمن د ناروا اړيکو له امله په وردج ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا په ډزو ووژل شوه.

خو طالبانو په دې وژنو کې خپله ښکېلتيا رد کړې او ويلي دي چې که چېرته دا ښځې د شخصي دښمنۍ او سيمه ييزو ستونزو په سبب هم وژل شوې وي، دولت يې په طالبانو پورې تړي.

ښځې د خپلو خپلوانو له خوا هم مرمۍ پورې تړل کېږي.

د روان کال په اوړي کې هم ١٨ کلنه ګلالۍ چې د بدخشان د محکمې له لوري يې له يوه هلک سره نکاح کړې وه، په بهارک ولسوالۍ کې د خپل تره له خوا په ډزو ووژل شوه او قاتل يې د طالبانو سره يو ځاى شو. ددې جوړې له واده څخه درې مياشتې تېرې شوې وې.

د ويلو ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون سږ کال د ښځو سره د تاوتريخوالي شاوخوا ٢٦٠٠ قضيې چې ١٩٠ وژنې دي، د هېواد په کچه ثبت کړې چې د اکثرو عاملان تښتېدلي چې بايد بندي او مجازات شي.

دا وژنې د خاوند، د خاوند کورنۍ، خپلوانو او وسله والو مخالفينو له خوا شوې دي.

په بدخشان کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشر وويل چې په ټوله کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه زيات دي چې يو يې د ښځو د حقونو په اړه د ټولنې نه خبرتيا ده، که چېرته ښځې او نارينه خپل بنسټيز اسلامي حقوق وپېژني، نو هېڅکله به تاوتريخوالي ونه کړي.

ځينې ښځې وايي چې مېړونه يې بې مسووليته دي، له همدې امله طلاق غواړي.

د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکې زيبا وايي:((اوه کاله وړاندې مې له يوه کس سره واده وکړ، د واده ثمره مو يو زوى دى، خو خاوند مې له واده نه د څو ورځو په تېرېدو له ما لرې شو او زما پوښتنه يې نه کوله.))

دا مېرمن چې د خپل پلار په کور کې اوسېږي، زياتوي چې په دې اوو کلونو کې يې خاوند دې او زوى ته نفقه نه ده ورکړې، دواړه يې په سختو ستونزو کې پرېښې دي.))

زيبا وايي چې اوس يې عدليې رياست ته د طلاق اخيستلو لپاره مراجعه کړې، خو خاوند يې راغلى او مخالفت کوي. غواړي چې له خپل خاوند طلاق واخلي او نوي ژوند پيل کړيو خو د ښځو د حقونو مدافع موسساتو ورسره د دوسيې په نهايي کېدو ډېره مرسته کړې.

ښځې د افغان ښځو لپاره په نوم د يوه دفتر مشرې مريم امواج وايي چې د بدخشان په محکمو کې يې د ښځو سره د تاوتريخوالي ٥٥ قضيې نهايي کړې دي.

هغې زياته کړه چې په دې قضيو کې د طلاق، له کوره تېښته او نورو تاوتريخوالي شامل دي چې مېرمنو ته يې مدافع وکيل نيولى او دوسيې په عدلي او قضايي ارګانونو کې نايي کړې، څو حقوق يې تر پښو لاندې نه شي.

امواج وايي چې په ٢٠١٤ کال کې د تاوتريخوالي څه باندې ٢٦٠ قضيې موجودې وې چې په ٢٠١٥ کال کې دا شمېره ١٤٠ ته راکمه شوه چې لامل يې ددې ولايت نا امنۍ دي.

سرچينې زياته کړه :((په اکثره ولسواليو کې د ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې د نا امنۍ، اداري فساد او زور واکو د لاسوهنې په سبب نه تعقيب کېږي.))

د بدخشان د ښځو چارو مشره ذوفنون حسام ناطق وايي چې د ښځو سره د تاوتريخوالي د سږ کال کره شمېرو راپور نه دى ورکړل شوى. دا شمېرې يې دهغو راپورونو پر بنسټ دى چې د افغان ښځو لپاره د ښځو دفتر او عدلي او قضايي ارګانونو څخه دې رياست ته رسېدلي دي.

خو هغې زياته کړه چې د روان کال په اوږدو کې په اکثرو ولسواليو کې د نا امنيو له امله د تاوتريخوالي شمېرې پټې پاتې کېږي.

ناطق وويل:((دا چې په نا امنو سيمو کې د ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې نه ثبت کېږي او ښځې په کې عدلي او قضايي ارګانونو ته لاس رسى نه لري، ځکه خو نه شي ويل کېدلى چې د تاوتريخوالي کچه لوړه که ټيټه شوې ده، خو ويلى شم چې ښځې له نا امنۍ نه ډېر زيامنې شوې او امکان لري چې د تاوتريخوالو شمېره لوړه وي.))

د ښځوچارو مشره وايي چې د ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي او د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په موخه يې په بهارک، ارګو، يفتل پايان، کشم و خاش ولسواليو کې د پوهاوي کمپاينونه پيل کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه