منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نشه يي توکو روږدي کسان د پيسو ترلاسه کولو لپاره کتابونه غلا کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

شبرغان (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٤): شبرغان ښار کې په نشه يي توکو روږدي کسان ګران بيه کتابونه غلا کوي او له هغو څخه په ترلاسه شويو پيسو باندې نشه يي توکي پېري، چې د هغوى دغه کار يو فرهنګي ګوزار بلل کېږي.

د جوزجان مرکز شبرغان ښار په بخدي پارک کې لسګونه روږدي کسان شپې او ورځې سبا کوي او هر څه چې په لاس ورځي نو غلا کوي يې، تر دې پورې چې د دغه ولايت عامه کتابتون هم له دوى خوندي نه دى.

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عظيم الله رحمانيار وايي، چې يادو کسانو تر اوسه پورې له عامه کتابتون څخه ٨٥ جلده کتابونه غلا کړي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو غلا شويو اثارو له ډلې، د پخوانۍ نقاشۍ خطي نسخې، شبرغان د تاريخي طلاتپې پورې اړونده کتابونه او د پخوانيو او اوسنيو ليکوالانو شعرونه شامل دي.

رحمانيار زياتوي، چې روږدو کسانو دغه راز د عامه کتابتون مېز، څوکۍ او المارۍ هم ماتې کړې او د هغو ماتې ټوټې يې له ځانونو سره وړې دي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه، چې ډېرى دغه اثار د هغو کسانو له لوري غلا شوي، چې خپلې شپې او ورځې له عامه کتابتون سره په نږدې د بخدي په پارک کې تېروي.

هغه  وايي، چې له دې غلاو وروسته يې امنيتي چارواکو او ولايت ته مکتوبونه لېږلي چې اوسمهال غوره تدابير نيول شوي او په کتابتون کې اوسپنيزي دروازې او فلزي پنجرې جوړې شوې، څو د ګران بيو فرهنګي او تاريخي غلاو مخه ونيول شي.
د رحمانيار په وينا، د جوزجان په عامه کتابتون کې پخوا له پنځه زره زيات بېلابېل ډوله جلده کتابونه موجود دي او هره ورځ پکې د کتابونو لېواله کسان مطالعه کوي.

د جوزجان عامه کتابتون چې د سيمې په کچه له غوره کتابتونونو بلل کېده او تر ډېره پکې غوره او ښه علمي، ادبي، ټولنيز او ديني کتابونه ترلاسه کېدل؛ په ١٣٧٦ لمريز کال کې د طالبانو له لوري وسوځول شو او د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال بيا رامنځته شو.

د کتاب د لوستلو يو لېوال عبدالرشيد وايي، چې له کتابتون څخه د اثارو غلا يو فرهنګي ګوزار دى او دا ډول بايد نه وى شوي.

هغه زياته کړه، چې کېداى شي خلکو دغه ګران بيه او کم پيدا کتابونه له يادو کسانو څخه د کمو پيسو په بدل کې ترلاسه کړي وي.

دغه ځوان له چارواکو وغوښتل چې د کتابونو په ساتلو کې ډېر پام وکړي او که چېرې امکان ولري نو غلا شوي کتابونه بايد بيرته ياد کتابتون ته راوړل شي، څو د کتابتون غني کېدو ته د زيان له اوښتو ډډه وشي.

خو په نشه يي توکو يوه روږدي کس جمعه الدين وويل، هر چېرته يې چې مراجعه وکړه، څو درملنه يې وشي او يا هم د کار زمينه ورته برابره شي، خو چا ورته پام ونه کړ او له همدې امله اړ دى چې غلا وکړي.

هغه وويل: "موږ په خپلو کورونو کې هم ځاى نه لرو او اړ يو چې کتاب او يا هر شى چې پلورل کېږي؛ هغه پټ کړو او په پيسو يې پوډر واخلو او يا خپله خېټه مړه کړو."

جمعه الدين زياتوي، چې په ايران کې شپاړس کاله وړاندې په هيرويينو روږدى شوى او تر اوسه پورې دولت د درملنې په موخه روږدي کسان نه دي ټول کړي، څو له دې کار بېغمه شي.

شبرغان کې د روږدو کسانو ٥٠ بستريز روغتون مسوول عبدالغفار خوشيوال وويل، چې تر اوسه پورې کومه سروې نه ده تر سره شوې، خو د دوى د معلوماتو پر بنسټ؛ تېر کال په دغه ولايت کې ١٥٠٠ روږدو کسانو شتون درلود، چې اوس يې شمېر له دوه تر درى برابره پورې لوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ټاکل شوې سږ کال سروې تر سره شي او د روږدو کسانو کره شمېر معلوم شي.

خوشيوال زياتوي چې دغه روغتون څلور کاله وړاندې د عامې روغتيا په چوکاټ کې رامنځته شوى او تر اوسه پورې پکې د سلګونه روږدو کسانو درملنه شوې ده.

سرچينې وويل، چې اوسمهال په دغه روغتون کې د ٢٨ ښځو په ګډون ٦٠ روږدي کسان چې د څلوېښتو ورځو لپاره تر درملنې لاندې وي، له هغه وروسته يې هم درملنه کېږي، څو يو ځل بيا نشې ته مخه نه کړي.

د جوزجان د صوفيانو او روښانفکرې شورا مشر محمد رسول اخندزاده وايي، چې پخپله امنيتي ارګانونه د نشه يي توکو د پلور لپاره زمينه برابروي.

د هغه په وينا، يو شمېر امنيتي چارواکي پېژني چې د نشه يي توکو په پلور کې لاس لري او له همدې امله د روږدو کسانو مخه نه نيول کېږي، د دوى نه يوازې درملنه نه کېږي، بلکې ګران بيه اثار او د عامه کتابتون کتابونه هم غلا کوي.

خو د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خوشيوال په دغه کار کې د امنيتي ارګانونو لاس لرل رد کړل او وايي، چې دوى له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې جدي دي او سږ کال يې يوه ډله کسان چې پر روږدو کسانو به يې نشه يي توکي پلورل؛ نيولي دي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور