کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د معلوماتي ټيکنالوجۍ په ډګر کې د ښځو د کم ګډون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د هېواد ٥٠ سلنه نفوس ښځې تشکيلوي، خو د کار په بازار کې د ښځو ګډون يوازې ٢٩ سلنه دى.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل نن په کابل کې د "ښځو لپاره معلوماتي ټيکنالوجۍ" په ناسته کې وويل چې ډېره کمه سلنه ښځې له معلوماتي ټيکنالوجۍ ګټه اخلي چې دا کار د اندېښنې وړ دى.
نوموړې، ښځې د ټولنې مهم قشر وباله او زياته يې کړه چې که چېرې ښځو ته پام ونه شي په دې معنا دى چې د هېواد پنځوس سلنه نفوس ته پام نه دى شوى.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې زياته کړه چې ښځې د عمل ازادي نه لري او له ډېرو ټولنيزو خنډونو او ګواښونو سره مخ دي.
مېرمن اورياخېل وويل: "په کورونو کې هم تعصب شتون لري، يو هلک ښکلى او انټرنېټ لرونکى ټيلېفون لري، خو د همدې کورنۍ نجلۍ ټيلېفون، کمپيوټر او انټرنېټ ته لاسرسى نه لري."
هغې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د معلوماتي ټيکنالوجۍ په ګډون په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو ونډه زياته شي او که چېرې د دوى ګډون په پام کې ونه نيول شي نو د هېواد اقتصاد به وده ونه کړي. بايد هڅه وشي، څو ښځې وړتيا ترلاسه کړي سياسي مشارکت ولري او خپله سوداګرۍ پلې او د ټولنې په وده کې ونډه واخلي.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې وويل چې د ښځو چارو وزارت په همکارۍ په پام کې لري چې په راتلونکو ٥ تر ١٠ کلونو پورې د ټول هېواد تر سل زره ډېرو ښځو ته د ټيکنالوجۍ په برخه کې روزنه ورکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي په دې ناسته کې چې د پوهنتونونو لسګونه نجونو هم په کې ګډون درلود، وويل چې له هر هغه ګام او نوښت څخه چې د معلوماتي ټيکنالوجۍ او له هغې څخه د ګټې پورته کولو او رواجولو په ډګر کې د هېوادوالو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه، ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې اوسمهال د ټيکنالوجۍ په سکټور کې د هېواد په کچه په مستقيم او غير مستقيم ډول شا وخوا ٣٠٠ زره کسان ونډه لري چې يوه برخه يې د ښځو له لوري هم ترسره کېږي.
د وحيدي په وينا، د مخابراتو وزارت په همکارۍ د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې څېړنه ښيي چې اوسمهال په هېواد کې ٤٨ سلنه ښځې په مستقيمه او ٣٢ سلنه يې په غير مستقيمه توګه ټيلېفوني خدمتونو ته لاسرسى لري.
د مخابراتو وزير زياته کړه چې د انټرنېټ د ټولو څلور ميليون ګټه پورته کوونکو له ډلې يې، ٣٦ سلنه ښځې تشکيلوي.
وحيدي زياته کړه، دې ته اړتيا ده چې په هر سکټور کې د جنسيت توازن او وړتيا په پام کې ونيول شي او دغه راز ښځو ته هم ونډه ورکړي چې د مخابراتو وزارت يې عملي کولو ته ژمن دى.
د ولسمشر مېرمنې رولا غني په دې ناسته کې وويل چې ښځې په ډېره کمه موده کې توانېدلې چې د معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي، له دې سره-سره چې دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو بيا يې هم د معلوماتي ټيکنالوجۍ خدمتونو ته لاسرسى ډېر دى او بايد له دې ډېر لاسرسى ورته ولري.
نوموړې د ښځو د ژوند په وضعيت کې د ښه والي لپاره د معلوماتي ټيکنالوجۍ خدمتونه مهم وبلل او زياته يې کړه: "معلوماتي ټيکنالوجۍ نه يوازې د ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کوي، بلکې دوى ته به د دې وړتيا ورکړي چې د هېواد په پرمختګ او بياروغونه کې رول ولوبوي."
د ښځو لپاره د معلوماتي ټيکنالوجۍ شبکې "TECH WOMEN" مسوولې شبانې منصوري وويل چې له دغه پروګرام څخه موخه، په معلوماتي ټيکنالوژۍ او سوداګرۍ کې د وړتيا پيدا کول او د دوى د ګډون ډېرښت دى.
هغې زياته کړه چې اوسمهال معلوماتي ټيکنالوجۍ ته د ښځو لاسرسى په ټيټه کچه کې دى او دوى هڅه کوي چې د ښځو د لاسرسي کچه لوړه شي، څو د کورنيو د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناکه رول ولوبوي.
مېرمن منصوري څرګنده کړه چې د کار له پيل څخه يې تر اوسه د معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخو کې په کابل، ننګرهار، بلخ او هرات ولايتونو کې سلګونه ښځينه فارغينې ورکړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










