منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۹ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لښکرګاه کې د يوې لويې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۴): د هلمند د مرکز لښکرګاه د کرنې په څېړنيز فارم کې د بيارغونې د يوې لويې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه ولايت دکرنې رييس حفيظ الله شاه نوري د لېندۍ په ۲۶مه د بولان په څېړنيز فارم کې د دې پروژې د کارونو د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل چې په دې پروژه کې د مېوو پر ساتلو او پروسس سر بېره د نيالګيو، سبو او تخمونو د اصلا ح پروژې شاملې دي.

هغه زياته کړه‌ چې د يادې پروژې لګښت ۳۵ ميليونه افغانۍ دى چې د نړيوال بانګ له خوا ورکول کېږي او  د کرنې وزارت يې  پلې کوي.

نوري وايي چې په دې پروژه کې د اداري چارو، د ورکشاف د وسايلو، د مېوو ساتلو او د تخمونو د اصلاح لپاره پنځه ودانۍ شاملې دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د مېوو د پروسس لپاره هم يو زېرمتون او تر څنګ يې د اوبو يو لوی حوض په پام کې نيول شوی دی.

د کرنې رييس وويل چې دغه راز د دې ودانيو تر څنګ د بولان فارم د ۲۸۳ جريبه ځمکې دېوال جوړېدل، يوه لويه د اوبو ژوره څاه او په فارم کې څلور کانالونه، ۳۰ د اوبو دروازې او په فارم کې دننه په اساسي ډول د ټولو لارو جوړل او جغل اچول شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې ياده پروژه به د يوه کال په موده کې بشپړه شي.

دى وايي چې ددې پروژې برياليتوب سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د هغه په وينا چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به دوى ته د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت نور وسايل هم ورکړل شي.

د بولان دفارم مسوول حاجي عطا‌ءالرحمن پژواک ته وويل چې دغه فارم د ولايت لپاره ډېر مهم دی ، ۵۲ کاله وړاندې جوړ شوی، په ۲۶ جريبه کې اوس مهال ډول ـ ډول باغونه دي او پاتې يې د غنمو او نورو تخمونو د تحقيق لپاره کار وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه