ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې سږ د جګړو له امله زعفران نه دي کرل شوي

په کندوز کې سږ د جګړو له امله زعفران نه دي کرل شوي

author avatar
17 Dec 2015 - 15:27
په کندوز کې سږ د جګړو له امله زعفران نه دي کرل شوي
author avatar
17 Dec 2015 - 15:27

کندوز (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د کندوز جګړې د نورو زيانونو تر څنګ پر کرنيزو چارو هم منفي اغېز کړى چې له امله يې سږ کال کروندګر د زعفرانو له کښته پاتې شوي دي.

طالبانو د کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د دريو ورځو لپاره ونيو چې د جګړې له امله يې ملکي او دولتي عامه تاسيساتو ته ډېر زيانونه واوښتل.

د کندوز د کرنې رياست چارواکي وايي چې د کندوز ښار د سقوط او نا امنۍ په سبب کروندګر د دغه ګران بيه بوټي له کښته پاتې شوي دي.

د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر عبدالبصيرفقيري پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې سږ کال شاوخوا څلور ټنه د زعفرانو پياز (تخم) څه باندې ٤٠ زره کروندګرو ته ووېشل شي، خو د کښت وخت يې تېر شوى و.

فقيري زياته کړه چې په يو جريب ځمکه کې له ٨٠٠ تر زر کيلوګرامه زعفران کرل کېږي چې د کښت نېټه يې د تلې مياشت او د حاصل وخت يې د پسرلي موسم دى.

زعفران چې ډېر ګټور حاصل لري، داسې يو بوټى دى چې په نيمه تودو سيمو کې چې نرم ژمى، تود او وچ اوړى ولري، ښه وده کوي.

دا بوټى ګڼې درمليزې ځانګړتياوې لري چې د درمل جوړولو، د خوړو خوند موندنې او تودو څښاک توکو کې کارول کېږي.

زعفران هر کال د تلې په مياشت کې په جوزجان کې کرل کېږي او تر دريو مياشتو پورې پر حاصل راځي. حاصل يې په معمولي ډول د سهار او له لمر ختلو وړاندې اخيستل کېږي.

کروندګر وايي چې په تېرو کلونو کې يې د زعفرانو د کښت له اړخه ډېره ګټه کړې، خو سږ کال يې ځمکې بې کښته پاتې دي.

د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي غلام حيدر چې د زعفرانو کار کوي، وويل: ((وړم کال مې په يو جريب ځمکه کې يو کيلو د زعفرانو تخم کرلى و، دری سوه ګرامه حاصل مې ترلاسه کړ.))

هغه زياته کړه چې يو ګرام زعفران په ٣٠٠ افغانۍ پلورل کېږي او دا چې سږ کال د زعفرانو پياز نه دي ور وېشل شوي، له دې اړخه يې زيان کړى دى.

د زعفرانو کاروباريان د بازار نشتوالى خپله عمده ستونزه بولي او د کرنې له چارواکو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.