منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.و
۶°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جاپان د کرنې ودې لپاره کابو ١٣،٥ ميليونه ډالره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٤): جاپان  د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره د اوبو لګونې د سيستم ښه والي په برخه کې څه باندې ١٣،٥ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کوي.

د دې پروژې تړون نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير او په کابل کې د جاپان شارژدافير ياسوناري مورينو(Yasunari Morino)، په افغانستان کې د جاپان د نړيوالو همکاريو(جايکا) ادارې لوړپوړي استازي ايچيرو چو (Eiichiro Cho) او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې نړيوال سازمان (FAO) استازي توميوشيچيري (Tomio Shichiri) ترمنځ لاسليک شو.

اسدالله ضمير وويل چې په دې پروژه کې به د کندوز، تخار او بغلان د اوبو لګولو سيستم کې ښه والى راشي، څو په دې ولايتونو کې د وريجو په توليد کې زياتوالى راشي.

هغه  زياته کړه چې د دې پروژې له لارې له ويروس نه پرته د کچالو اصلاح شوي تخمونو ترلاسه کولو لپاره موکه برابرېږي او د باميانو او بدخشان پر کروندګرو وېشل کېږي.

د کرنې وزير وايي، د کرني وزارت کارکوونکو د وړتيا لوړول او په يادو ولايتونو کې د کرنيزو افتونو په وړاندې مبارزه هم په دې پروژه کې شامل پروګرامونه دي.

کابل کې مېشت د جاپان سفارت شارژدافير وويل چې دا پروژه به د افغانستان کرنې پراختيا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د هغه په وينا، د افغانستان د کرنې له سکتور څخه ملاتړ، د دې هېواد پرمختګ او پراختيا په برخه کې يو مهم عنصر بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو خوراک او کرنې نړيوال سازمان استازي توميو شيچيري د افغانستان له کرنې سکتور څخه د جاپان دوامداره ملاتړ نه د مننې ترڅنګ وويل، چې افغانستان کې وريجې او کچالو له غنمو څخه وروسته مهم نباتات دي.

د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، جاپان له ٢٠٠١ کال راهيسې تر اوسه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ٥،٧ ميليارده امريکايي ډالره مرستې کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه