منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک د ګردېز- خوست سړک پر جوړېدو خوښ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): د خوست- ګردېز د لويې لارې مسافر د دې لارې پر جوړېدو خوښي څرګندوي، خو د خوست چارواکي پرې له دې امله نيوکه لري چې ګواکې چارې يې نيمګړتياوې لري.

د خوست- ګردېز سړک په ټوليز ډول ۱۰۱ کيلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو چارې يې په څلورو بېلابېلو پړاوونو کې د (USAID ) له لوري د ۲۳۲ ميليونه ډالرو په لګښت بشپړې شوې.

په وروستي پړاو کې ۲۵ کيلومتره سړک د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې قير شو او تېره اوونۍ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د فوايد عامې وزارت له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست- کابل لويې لارې يوه ټکسي چلوونکي سيداکبر له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې د اقتصادي ګټې تر څنګ د ډېرو ټولنيزو ستونزو د هواري لامل شوی دی.

هغه وويل: ((مخکې د خوست-کابل لاره اووه ساعته وه، اوس دری نيمو ساعتونو ته راښکته شوه. مخکې مو په مياشت کې څو ځلې خپل موټر مستري ته دراوه، اوس يې دريو مياشتو کې هم مستري نه دروو.))

د دې لارې يو مسافر شېرخان وويل چې تر جوړېدو مخکې د دې لارې د خرابوالي له امله ټول مسافرين په ځانګړي ډول ناروغان او بهرنيو هېوادونو ته تلونکي خوستوال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه پژواک ته وويل: ((د دغه سړک جوړېدو اته کاله وخت ونيو، خو بالاخره پوخ شو. زموږ خلک ډېر ورسره په تکليف وو. ناروغان او بهرنيو هېوادونو ته تلونکي مسافرين ډېر ورسره ځورېدل.))

نوموړي د امريکا له نړيوالې پرمختيايي ادارې د مننې تر څنګ له نورو خيريه سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان د ولسونو د ستونزو په هواري کې د زړه له تله خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د خوست د ولايتي شورا غړي قديم افغان له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې لارې جوړېدل د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د خوست د خلکو لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله.

قديم افغان وويل چې د وروستي څلورم پړاو سړک د قيرکولو چارې په ډېر ښه کيفيت سره ترسره شوې، خو د شرکت له مسوولينو يې وغوښتل، چې ترافيک نښې نښانو او ځينو استنادي دېوالونو ته هم پاملرنه وکړي.

بل لور ته د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، مخکې له دې چې چارې يې بشپړې او نيمګړتياوې يې په نظر کې ونيول شي، د فوايد عامې وزارت له لوري په کابل کې په خپلسري ډول ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.

هغه د تېرې جمعې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د سړک د جوړېدو چارې نه دې بشپړې شوې او دغه راز د کيفيت له پلوه ستونزې او نيمګړتياوې لري چې بايد له قرارداد سره سم بشپړې شي.

والي حبيبي زياته کړه: ((د سړک ساختماني چارې بې کيفيته او نيمګړې دي. د پلان، نقشې او معيارونو سره برابر نه دی جوړ شوی.))

نوموړي دغه راز وويل، هغه پلونه او استنادي دېوالونه چې د همدې قرارداد پر بنسټ تر کار لاندې دي، له معيارونو سره برابر بشپړ نه شي، سړک د خوست ولايتي ادارې او خلکو ته د منلو وړ نه دی.

که څه هم پژواک خبرى اژانس د فوايد عامې وزارت غبرګون ترلاسه نه شو کړای، خو د ياد سړک د جوړوونکي ساختماني شرکت يوه مسوول د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د پخېدو چارې يې ټولې بشپړې شوې دي.

سرچينې وويل، په ځينو هغو سيمو کې چې لوی پلونه جوړ شوي، يواځې د سړک د پاکولو چارې څه ناڅه پاتې دي چې په نږدې ورځو کې به په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه