کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٤): "يو شمېر رسنۍ قانون له پامه غورځوي او په بحراني حالت کې اور ته لمن وهي، چې دا حالت د خلکو پر رواني وضعيت منفي اغېز اچوي؛ اړتيا شته چې د جګړې ادبياتو ځاى د سولې ادبيات ونيسي."
دا مطلب، نن "د ټولنيز امنيت او سولې په برخه کې د رسنيو نقش او دريځ" تر نوم لاندې نن دوه ورځني ملي کنفرانس کې چې کابل کې جوړ شوى و، په ډاګه شو.
د کليد ګروپ عمومي مشرې نجيبې ايوبي دې کنفرانس کې د خبرو پرمهال وويل چې رسنې د عامو خلکو اذهانو ته ناسم سمت او جهت ورکوي، چې د دوو څنډو لرونکې تيغ په څېر کولى شي د يوې ټولنې په ګټه او مخالفت کې دريځ غوره کړي.
نوموړې په دې کنفرانس کې چې شاوخوا ٨٠ د رسنيو مديرانو او خبريالانو له کابل او ولايتونو څخه په کې برخه اخيستې وه، زياته کړه: "په کومه ټولنه کې چې ژوند کوو، د نيمګړتياوو له منځه وړلو په تړاو يې مسووليت لرو، څو هڅه او هاند وکړو، ځکه په ټولنه کې انسانان ژوند کوي، بايد ټولنيز ثبات موجود وي."
د کليد ګروپ عمومي مشرې خبريالانو ته په خطاب کې وويل، بايد په رسنيز کار کې ډېر ځير واوسي، رسنۍ بايد د هغو کسانو په ټپونو پټۍ کېږدي، چې له تېرو درېيو لسيزو څخه د هغوى په وجودونو کې پاتې دي.
مېرمن ايوبي زياته کړه: "موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې جګړو زموږ معنوي ارزښتونه زيانمن کړي دي، نو ځکه يو بل نه شوى زغملى."
د هغې په وينا، په ډېرو مواردو کې رسنۍ د خلکو اوازونه دي، د جګړې له ډګرونو څخه خبريالي او د دولتي چارواکو رسوا کول د يوه بامسووليته خبريال دنده ده.
د کليد ګروپ مشرې په دې کنفرانس کې چې د افغانستان ميډيوټېک دفتر له لوري جوړ شوى و، وويل: "افغانستان داسې هېواد دى چې د امنيت ټينګښت په برخه کې رسنيو ته اړتيا لري، خبريالان بايد د سولې استازي وي چې په دې ډګر کې د رسنيو نقش مهم او ښکاره دى."
د افغانستان ميډيوټيک دفتر همغږي کوونکي عبدالحميد ځاځى وويل، د خبريالانو ښاري حق دا ايجابوي چې د مسلک په رڼا کې ټولنيزې ناخوالې، قانوني سرغړونې او بې عدالتي د خلکو مخ ته کېږدي.
هغه زياته کړه: "د ټولنيزي سولې ټينګښت لپاره د رسنيو نقش ښکاره دى، په هېواد کې جګړه، وژل او ترور کول دوام لري، رسنۍ دې نه يواځې د دې پېښو راپورونه خپاره کړي، بلکې عوامل او ځاى دې هم افشا کړي، له حقونو نه د دفاع او عدالت په کرښه کې دې ودرېږي."
ځاځي زياته کړه چې موخه يې د سولې په اړه د روزنې ورکول دي او هڅه کوي، چې د دې کنفرانس له لارې داسې لارې چارې ترلاسه کړي، څو رسنۍ د سولې او ټولنيز امنيت رامنځ ته کولو ته وهڅېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي په دې کنفرانس کې وويل چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دى چې وګړي يې سولې ته زياته اړتيا لري، ځکه خلک له جګړو څخه ډېر زيانمن شوي دي.
هغې زياته کړه: "يواځينۍ پديده چې جګړه کابو کولى شي، رسنۍ دي، د رسنيو کارکوونکي بايد تر ډېره ټولنيز احساس ولري، د خلکو او ټولنې ستونزې او ننګونې را برسېره کړي او په له منځه وړلو کې يې کوښښ وکړي."
مېرمن مصطفوي وويل، يو شمېر رسنۍ هره ورځ د مړو کسانو د جسدونو خپرولو تر څنګ د جګړو او تاوتريخوالي پېښې هم خپروي، چې همدا تاوتريخوالى د دې لامل شوى، څو ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته وهڅېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيالې وويل، خبرونه بايد په داسې ډول چمتو شي، څو پر ذهنيتونو لږ منفي اثر پرې باسي چې دا پديده کولى شي د سولې خبرو اترو په برخه کې اساسي رول ولري.
هغې زياته کړه، په تېرو درېيو لسيزو کې هېچا د جګړو قربانيان ياد نه کړل؛ خو يواځې هغو کسانو د حقايقو په راښکاره کولو کې کار وکړ، څو د جګړې د ويجاړيو په اړه عدالت غوښتنه وکړي، هغه همدا رسنۍ وې.
مېرمن مصطفوي وويل: "افغانستان هغه هېواد دى چې د امنيت ټينګښت په برخه کې رسنيو ته اړتيا لري، خبريالان بايد د سولې استازي وي او د سولي ادبيات دې د جګړې ادبياتو ځاى ناستي شي."
ميډيوټيک په ١٩٩٣ زېږديزکال کې په المان کې مېشت د يو شمېر افغانانو، د المان يو شمېر متخصصو او د افغانستان چارو کارپوهانو په ملاتړ رامنځ ته شو.
دا مرکز په ٢٠٠٣ کال کې افغانستان کې فعاليت پيل کړ چې تراوسه يې ٤٧٠٠ افغان خبريالانو ته په مختلفو کچو کې مسلکي او د ظرفيت جوړونې پروګرامونه ورزده کړي دي.
ميډيوټيک په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ټولنيز او رسنيز مرکزونه، روزنيز کارځايونه، چاپي او برېښناييزې خپرونې، ګردې مېزونه او د سيمه ييزو بحثونو پروګرامونه لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










