کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۴): نن چهارشنبې چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زوګړې له نېکمرغه نېټې سره برابره ده، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې په پرتمينو ناستو سره لمانځل کېږي.
ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ربيع الاول د مياشتې په ۱۲مه د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې دنيا ته سترګې وغړولې.
دغه نېکمرغه ورځ هر کال د نړۍ د مسلمانانو له خوا د قران کريم په ختمونو، صدقو او خيراتونو سره لمانځل کېږي.
د اسلامي نړۍ علما د دې ورځې په مناسبت د خوږ پيغمبر ژوند او سيرت په اړه معلومات ورکوي او خلکو ته بلنه ورکوي تر څو د اسلام د ستر پيغمبر د سنتو پيروي وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










