منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ډاکټر عبدالوکيل په نوم د دولتي مډال جوړولو غوښتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل(پژواک،٣ مرغومى ٩٤): د کرنې د پخواني وزير "ډاکټر عبدالوکيل" د پنځلسم تلين په غونډه کې غوښتنه وشوه چې د ښه کرنيز چوپړ د ستايلو لپاره بايد  د هېواد د دې شخصيت په نوم دولتي مډال جوړ شي.

  ډاکټر عبدالوکيل د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکى و. هغه په ۱۳۰۲ لمريز کال کې زېږېدلی و او په ١٣٧٩ کال کې وفات شو.

ده د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې هغه د کرنې د وزير، هلمند د والي او د مشرانو جرګې د غړي په توګه دندې تر سره کړې دي.

 ډاکټر عبدالوکيل، له امريکا، چاپان، بېروت او د منځنۍ اسيا له هېوادونو د ځانګړو مڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاس او ناک نيالګي راوړل او د دې ميوو باغونه يې ترويج کړل.

نن د کرنې په وزارت کې د ميدان ځوانانو د خوځښت ټولنې په نوښت د ډاکټر عبدالوکيل يادغونډه جوړه شوه.

د دې ټولنې مشر ګل محمد پښتون په ياده ناسته کې وويل:" ډاکټر عبدالوکيل د کرنې په برخه کې د ټول هېواد لپاره خدمت کړی او په دغه کار سره ګڼ شمېر کروندګر،چې پخوا يې ګڼې اقتصادي ستونزې درلودې، د مڼو،زردالو او انګورو د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله يې دغه ستونزې له منځه تللې دي."

پښتون زياته کړه : " له بده مرغه لا تر اوسه د دې نوښتګر شخصيت په نوم حکومت هېڅ مډال نه دی جوړ کړی او نه يې هم کوم مهم ځای د دغه ستر شخصيت په نوم نومولى دی."

هغه د کرنې له وزارت نه وغوښتل چې د ډاکټرعبدالوکيل په نوم دولتي مډال جوړ کړي، تر څو هغه کسان پرې وستايل شي چې د کرنې په برخه کې يې غوره کړنې تر سره کړې وي.

ده زياته کړه:"موږ له دولته غوښتنه کوو چې يو شمېر مهم ځايونه، پوهنتونونه او واټونه د ده په نوم ونوموي اود ده علمي اثار دې راټول او چاپ ته دې وسپاري تر څو د دې خدمتګار شخصيت نوم ژوندی پاتې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ، د همدې ولايت په نرخ ولسوالۍ د کرنې مسلکي ښوونځی او د کرنې په وزارت کې د رسنيزو کنفرانسونو تالار د  ډاکټرعبدالوکيل په نوم، نومول شوي دي.

په نننۍ ناسته کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير د ډاکټر عبدالوکيل د مړينې د پنځلسم تلين پر مهال د ده د کړنو ستاينه وکړه او هغه يې په هېواد مين شخص وباله.

وزير وويل:" د کرنې پخوانی وزير مرحوم ډاکټر عبدالوکيل په هېواد مين شخص و، تل يې هڅه کوله چې د کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي."

ضمير زياتوي، د کرنې ډېرى متخصصينو د ډاکټر عبدالوکيل له زده کړو او تجربو ډېر څه زده کړي دي.

هغه وويل:"زما د اتو مياشتو کاري تجربې يوه خاطره داده، چې په هر ولايت کې به مې د کرنې د برخې له متخصصينو سره د کرنې د عصري کېدو په اړه خبرې کولې، نو ټولو به راته د ډاکټر صاحب کړنې او تجربې د بېلګې په ټوګه وړاندې کولې او ويل يې چې ډاکټر صاحب وکيل خان داسې ليدلوری درلود."

په دې غونډه کې د ولسمشر محمداشرف غني پيغام هم ولوستل شو.

ولسمشر محمداشرف غني هم د کرنې په برخه کې د ډاکټر عبدالوکيل د کړنو ستاينه کړې او هغه يې د هېواد رښتينی خدمتګار بللى دى.

په پيغام کې راغلي:"د هېواد د خدمتګارانو د کړنو نمانځل په اصل کې د هغوى علميت او کړنو ته د درناوي په معنی دى او ځوان نسل ته د دې پيغام ورکوي چې دوی هم د خپلو مشرانو په څېر د هېواد خدمت ته ملا وتړي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه