محمود راقي ( پژواک، ٣ مرغومى ٩٤): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ بڼوال وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دوی د انارو حاصلات ډېر دي، په لوړه بيه يې پلوري او اقتصاد يې ورسره ښه شوى دى.
د دوی په وينا، هر کال به يو خروار خواږه انار په دېرش پنځه دېرش زره افغانيو خرڅېدل او طبعي افاتو هم ورته زيانونه اړول.
خو اوس بڼوال وايي چې سـږکال يې انار له افاتو خوندي وو ، ځکه يې حاصلات ډېر او کيفيت يې هم ښه دى.
د تګاب ولسوالۍ د لنډا خېلو سيمې يو اوسېدونکى ملک فضل چې د انارو باغونه لري وايي: (( د تېرو کلونو په پرتله مو انارو سږکال ښه حاصلات درلودل، په لوړه بيه مو خرڅ کړل او ښه عايد مو ترلاسه کړ.))
هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا يې پر انارو ناروغۍ هم لګېدلې، چې له امله يې هم حاصل کم و او هم به يې کيفيت خراب و، خو سږکال د خداى په فضل دا ناروغي نه وه.))
ده زياته کړه : ((پخوا به پر انارو د پچک ناروغي ولګېده، د انارو په پوستکو به يو ډول تور رنګ او تور خالونه پيدا شول چې د انارو کيفيت به يې خراب کړ.))
د شاغاسي په نوم د تګاب د مرکز يو بل بڼوال وايي چې سږ کال د دوی د خوږو انارو حاصلات د تېرو لسو کلونو په پرتله يوه نمونه وه .
هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د جګړو، طبعي افاتو او ناروغيو له امله به يې انارو ښه حاصلات نه ورکول، خو سږ کال يې حاصلات ډېر ښه و .
نوموړی زياتوي : (( سږ کال هم د تېروکلونو په څېر جګړه وه خو په بڼونو کې د الوبخاراه حاصل کم و ،خو د خوږو انارو حاصل ډېر و او په لوړه بيه مو خرڅ کړل، که به يو چا درې منه بڼ درلود نو له يونيم لک افغانيو څخه ډېرې پيسې يې کولې او په همدې پيسو هم د يو شمېر کورنيو ښه ګزاره کېږي.))
د شاهين په نوم د تګاب ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى وايي، سره له دې چې دولت په دې برخه کې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، خو د انارو حاصلات يې ډېر شوي دي.
د تګاب ولسوالۍ يوتن سوداګر خليل چې د خپلې سيمې انار د پاکستان پېښور ښار ته صادروي وايي، چې په پېښور کې د تګاب انار ښه بيه لري او خلک يې هم خوښوي.
د هغه په وينا، د تګاب انار بيا له پېښور څخه د کراچۍ بندر او د لاهور د واګه بندر له لارې هند او نورو عربي هېوادونو ته استول کېږي.
خليل زياتوي چې د نورو کلونو په پرتله د تګاب انار په بازارونو کې ښه بيه لري، بڼوالو او سوداګرو ته يې ګټه رسېدلې.
دى وايي : ((که چېرې افغان حکومت يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته زمينه برابره کړي چې هلته خواږه انار صادر شي نو بيه به يې نوره هم لوړه شي او خلکو ته به ډېره ګټه وکړي ، خو په دې اړه هېڅ اقدامات نه دي شوي.))
د کاپيسا د کرنې رييس ولي احمد تسل بيا وايي چې دوى بڼوالو او کروندګرو ته ورکشاپونه او پروګرامونه جوړ کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ترڅنګ يې له بزګرو سره د کيمياوي سرو او اصلاح شويو تخمونو مرستې هم کړې دي .
ده زياته کړه، چې له بڼوالو سره يې ددرملو مرستې هم کړې ، څو د دوی باغونه او مېوې له نباتي ناروغيو څخه وژغورل شي چې دده په وينا، دې کار د حاصلاتو په ډېرولو کې مهم رول لوبولى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










