منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

باميانو کې ښځې د کورنيو او حيثيت له وېرې رسمي بنسټونو ته شکايت نه شي کولى

· ۱۰ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

باميان (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): په باميانو کې يو شمېر ښځې نه شي کولى چې د بشري حقونو، عدلي او قضايي ارګانونو ته د لاسرسي نه لرلو او خپل حيثت له وېرې شکايت وکړي او يا ادارو ته لاسرسى پيدا کړي.

ګڼ  ښځې شته چې حتى د خپل خاوند او خسرګنۍ له وېرې نه شي کولى چې ورباندې تپل شوی ظلم او تاوتريخوالي په اړه د ښځو چارو رياست او يا بشري حقونو سيمه ييز دفتر په څېر ادارو کې  شکايت ثبت کړي.

د ښځو چارو رياست وايي چې دا ډول موارد خورا زيات دي او حتى د باميانو په مرکز کې ښځې رسمي او ملاتړو ارګانونو ته لاسرسى نه لري او د بېلابېلو لاملونو په سبب ادارو ته مراجعه نه کوي.

د باميانو د ښځو چارو سرپرستې عزيزې احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ستونزه يواځې پر ښځو تپل شوو تاوتريخوالو کې نه ده، بلکې په ګڼو مواردو کې خپله ښځې د خپلو حقونو پر مساوي والي بارو نه لري او  ځانونو ته په کور او ټولنه کې د دويمې درجې انسان فکر کوي.

مېرمن احمدي زياته کړه: ((د ښځو ډېرې قضيې شته چې پام مو ورته اوړي، خو دا چې په يوه سبب د قضيو له ثبت وېره لري، موږ ورته لاسرسى نه شو کولى او تقبيولى يې نه شو.))

هغې زياته کړه چې له رياست سره يې ثبت شوې قضيې تر څارنې لاندې نيول کېږي او حتى په څارنوالۍ او محکمه يې هم څاري.

نوموړی وايي چې له دې مواردو يو هم د باميانو په مرکز کې د هغې مېرمنې قضيه ده چې نه غواړي شکايت وکړي؛ ځکه چې د کورنۍ فشار پرې زياتېږي.

مېرمن احمدي وويل چې دا مېرمن حقوقي ستونزه لري، خاوند او خسرګنۍ يې شتمني او مالونه ترې اخيستي او تل يې وهي ډبوي، دا مېرمن حتى د خپل کور له جامو او ګاڼو له کارولو هم محرومه ده.

د باميانو د ښځو چارو سرپرستې زياته کړه: ((د دې ښځې له حالت خبر يو چې دا ظلم زغمي، خو وايي چې که په ښځو چارو رياست کې خپله قضيه ثبت کړي، ستونزه به يې لا زياته شي.))

يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا د نفقې په نه ورکړه شکايت لري او وايي، څلور کاله کېږي چې د ځان او دوو اولادونو نفقه يې پر خپله غاړه ده او خاوند يې هېڅ د مسووليت احساس نه کوي.

دا مېرمن چې د باميانو د مرکز اوسېدونکې ده او د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل: ((خاوند مې مياشت کې يو يا دوه ځله لري، خو د نفقې لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې ومې ځوروي او راسره يو ځاى شي، د کور خرڅ مرڅ نه راکوي، وايي چې کار نشته.))

نوموړې چې دوه  اولادونه لري وايي چې د خلکو په کورونو کې جامي مينځي، په پسرلي کې په لرګي پلورنځيو کې د ونې پوستونه جلا کوي او پيسو پيدا کولو له لارې ځان او اولادونه مړوي.

دې مېرمنې په دې اړه چې ايا کومې ادارې ته يې مراجعه کړې که نه؟ وويل: ((شکايت کول مو ګټه نه لري بې عزته کېږو، طلاق راکوي، له طلاق وروسته ګرانه ده چې يوه ګونډه دې مېړه پيدا کړي، اړ يو چې همداسې ګوښه کې ژوند وکړو.))

هغې زياته کړه چې د دوى په سيمه کې شرم دى چې يوه ښځه له خاوند طلاق واخلي، د دې لپاره چې مور او پلار يې بې ابرو نه شي، نو اړه ده چې همداسې يوه ژوند ته چې له بدبختۍ پرته بل څه نه لري، غاړه ورکړي.

د نجونو پر وړاندې يوه بله ستونزه په کوڅو او لارو کې نه خونديتوب دى چې نه غواړي ورڅخه خپل شکايت ثبت کړي.

د باميانو پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي د درېيم کال محصله راضيه وايي: ((کله چې په لارو ځو هلکان او موټر چلوونکي راته بدې خبرې کوي، ځوروي مو، له نجونو غواړي چې موټر کې ورسره پورته شي، کله وايي چې عجب سټايل دې لري، ښکلې يې، ځينې ځوانان د پوهنتون په لاره کې نجونې ځوروي))

رضيه وايي، د دې ستونزې مخنيوی پوليس هم نه شي کولى؛ ځکه چې نه څوک شکايت کوي او نه نجونې او ښځې په شکات پسې ګرځي؛ ځکه دوى نه غواړي ځان ته جنجال وګوري.))

نوموړې وايي چې غوره لاره دا ده چې بايد د ټولنې کلتور کې سمون راشي، نارينه ښځې د يوه انسان او مساوي حقونو لرونکوپه توګه وپېژني او له ځورولو يې لاس واخلي.))

د افغان ښځو شبکه هم له دغه وضعيت نه اندېښنه څرګندوي.

په باميانو کې د دې شبکې مشرې صغرا عطايي وايي چې په باميانو کې د ښځو عمومي ستونزې، په بازار، لارو او کوڅو کې له لارويانو نه خونديتوب څخه عبارت دي چې بايد سيمه ييزه اداره دې برخې ته پاملرنه وکړي او مخنيوي يې وکړي.

هغې زياته کړه، نورې ستونزې دادي چې د ښځو وژونکي ازاد ګرځي او نه محاکمه کېږي.

عطايي د ښځو د ګومارنې په اړه وايي چې څه وخت وړاندې ٢٥کسه  په دولتي ادارو کې جذب شول، خو د دوى تر منځ يوه ښځه هم نه وه چې سيمه ييزې ادارې د هغوى د کاري تجربې او ليسانس نشتوالى د استخدام برخه کې بهانه کړى و.

د افغانستان ښځو شبکه له ځايي ادارې او حکومت غواړي چې د ښځو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او ښځو ته دې په بېلابېلو برخو کې زياته ونډه ورکړي.

د ښځو چارو سرپرسته وايي چې د باميانو په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه يواځې پنځه سلنه ده او ١٢ سلنه يې په موسساتو کې کار کوي.

هغه وويل چې په فرهنګي، ټولنيزه، سياسي، اقتصادي او پوځي برخه کې د ښځو ونډه ډېره د قناعت وړ نه ده؛ ځکه چې په دغه ولايت کې ښځو ته د کار زمينه نه ده مساعده او اړينه ده چې د ښځو ونډه زياته شي.

د ښځو چارو رياست وايي چې په باميانو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او دا د ښځو پر وړاندې يوه جدي ننګونه ده چې بايد ورسره مبارزه وشي.

د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د تېر کال شمېرې څرګندوي چې له ښځو او نجونو سره د تاوتريخوالي ٨٩ موارد ثبت شوي، خو سږ کال چې لا هم پاى ته نه دى رسېدلى، ٧٥ موارد ثبت شوي دي.

د باميانو د ښځو چارو رياست د حقوقو مديرې سفينه فهيمي وايي چې په روان کال کې يې بوږنوونکي تاوتريخوالي ثبت کړي چې درې وژنې، دوه د ټپي کېدو پېښې، دوې ځانې وژنې او د جنسي تېري پنځه قضيې په کې شاملې دي.

د روان کال په نورو تاوتريخوالو کې د وهلو ډبولو ٣١، د ځورولو ٩، د واده له قانوني عمر وړاندې نکاح دوې، د واده د مخنيوي اته، له يوې ښځې له زياتو سره د واده يوه، د تېر اېستنې يوه، د سپکاوي شپږ او د نفقې نه ورکولو دوې قضيې شاملې دي.

تېر کال  هم درې د وژنې، درې د ټپې کېدو او نورو تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې چې درې د جنسي تېري، ٣٤ د وهلو ډبولو، دوې د طلاق، د زور وادونو او نفقې د نه ورکولو پېښې په کې راځي.

د دې ترڅنګ د ځان وژنې د اقدام ٢٠ پېښې ثبت شوې چې څلور يې خپلې موخې ته رسېدلي دي.

د دوى په منځ کې يوه هغه مېرمن وه چې د روان کال د پسرلي په لومړيو کې يې ځان وژنه وکړه. نوموړې چې دوه ماشومان يې درلودل او خاوند يې د کار لپاره ايران ته تللى و، د کورني تاوتريخوالي له امله يې د باميانو د مرکز په دره فولادي سيمه کې ځان سوځونه وکړه.

د ښځو چارو رياست د حقوقو مديره وايي: ((ځيني قاتلين تښتېدلي او د مقتولينو دوسيې په سم ډول نه دي څېړل شوې.))

د هغې په څبره، په ورث او پنجاب ولسواليو او د باميانو په مرکز کې قتلونه شوي چې په پنجاب کې د يوې ښځې قاتل چې لېور يې کېده، تښتېدلى او د معلوماتو له مخې دا مهال په ايران کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده  چې د افغانستان د  بشري حقونو خپلواک کمېسيون د هېواد په کچه د ښځو سره د تاوتريخوالي شاوخاو ٢٦٠٠قضيې ثبت کړې چې ١٩٠ يې د قتل دي، ددې پېښو اکثره عاملين تښتېدلي چې بايد بندي او مجازات شي.

دا وژنې د خاوند، د خاوند کورنۍ، خپلوانو او وسله والو مخالفينو له خوا شوې دي.

د کمېسيون شمېرې څرګندوي چې د لفظي او رواني تاوتريخوالي ٩٠٠، د اقتصايد تاوتريخوالي ٥٥٠، د جنسي تاوتريخوالي څه باندې ١٨٦، د فزيکي او جسمي تاوتريخوالي ٧٠ پېښې ثبت شوې چې پاتې نور يې له کوره تېښته، طلاق، د نفقې نه ورکول او ... دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو برخې کمېشنره قدريه يزدان پرست وايي، د وژنو د ٥١ پېښو عاملين نيول شوي، خو د پاتې وژنو عاملين تښتېدلي او قضيې نه دي څېړل شوې. دولت بايد هغوى د قانون منګولو ته وسپاري او مجازات شي.

هغه زياتوي چې په هېواد کې د مسلط عمومي بحران په سبب سنتي قانون د پياوړي کېدو په حال کې دى او ښځې د ژوند له ګڼو ستونزو سربېره د خپلوانو له فشار سره هم مخ دي.

د باميانو د ښځو چارو سرپرستې وويل چې بېوزلي، د ښځو له حقونو خبرتيا، د زور ودونه، پر ټولنه حاکم بې ځايه دودونه د ښځو سره د تاوتريخوالي لاملونه دي. نوموړې وايي چې دوى د پوهاوي لپاره هره مياشت په ولسواليو کې په نوبتي ډول ٤٥ ښځو ته روزنه ورکوي.

مېرمن احمدي زياته کړه، همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره يې کمپاين عملي کړى چې له لارې يې ښځې د بل کلي ښځو ته روزنه ورکوي.

هغه وويل چې د ښځو سره د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په ١٦ ورځني کمپاين کې يې ځينو ولسواليو ته سفرونه کړي او د ښځو چارو رياست شمېره يې ښځو ته وېشلې، څو د ستونزو پرمهال له لګښت پرته اړيکه ونيسي او خپلې ستونزې ووايي چې د حل لپاره يې مشوره ورکول کېږي.

مېرمن احمدي زياتوي چې ښځې يواځې په اقتصادي برخه کې درانه کارونه لکه کرنه، مالداري او شپڼي کوي چې عوايد يې هم په ښځو پورې اړوند نه دي او ښځې ترې ګټه نه شي اخيستلى.

د ښځو چارو سرپرستې وويل: ((که چېرته د ښځو لپاره په هره برخه په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې پر ځان بساينه رامنځته شي، نو ښځې به د نارينه وو په محتاج خلاصې شي، همدا سبب دى چې له ځان بسياينې پرته ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي.))

په باميانو کې له ښځو سره د عدالت غوښتنې شبکې يوې غړې حليمه رضايي  په باميانو کې يوه ښځينه وکيله هم نه لرو، عدالت ته دښځو نه لاس رسى، په عدلي او قضايي ادارو کې د ښځو سرګرداني، په دولتي ادارو او موسساتو کې ځور او ازار، په ادارو کې سمبوليک رول، د ښځو د مدافع وکيلانو کمښت او د معلولو ښځو د ستونزو نه حل کول، د ښځو پر وړاندې عمده ستونزې بولي.

هغه وايي: ((موږ په باميانو کې د ښځو يوه مدافع وکيله هم نه لرو چې د ښځو حقوقي ستونزې ورسره مطرح شي او شايد ښځې خپلې ډېرې ستونزې له نارينه وکيلانو سره شريکې نشي کړلى.))

رضايي زياته کړه چې نه يواځې په باميانو، بلکې په ټول هېواد کې له ښځو سره د دويمه درجه او حتى له نارينه وو په کچه د ټيټو انسانانو چلند کېږي چې بايد دا ذهنيت هم له نارينه وو او هم له

خو د باميانو د والي وياندعبدالرحمن احمدي وايي چې سيمه ييزه اداره تل دې ته ژمنه ده چې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي، په همدې موخه د باميانو والي تل د جنډر په موضوعاتو کې هڅه کوي چې ښځو ته په ټولو برخو کې ډېره ونډه ورکړي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په دولتي ادارو او موسسو کې د کارکوونکي څه باندې شل سلنه ښځې دي او هڅې روانې دي چې دا اندازه نوره هم لوړه شي.

احمدي په کوڅو او واټونو کې د ښځو او نجونو د ځورولو په اړه وويل چې سيمه ييزه اداره له امنيتي ځواکونو سره ناستې لري، څو په دې ستونزې ته يوه حل لارې ومومي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې