منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د حکومت سیاسي لوبې مو د بېکارۍ لامل شوې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ٩٤): د برېښنايي پېژندپاڼو ادارې هغه کارکوونکي چې دندې يې ځنډول شوې، وايي که حکومت ورته د کار زمينه برابره نه کړي، کډوالۍ ته به اړ شي.

د دې ادارې د شاوخوا زرو کار کوونکو دندې د روان کال د تلې په لومړيو کې وځنډول شوې.

چارواکي وايي، دغه کار يې ځکه کړى چې نړيوالې ټولنې له دې ادارې سره خپلې مرستې ځنډولې دي، خو کله چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شي، دغه کسان به بېرته دندو ته راوبلل شي.

د کورنيو چارو وزارت د روان کال د غبرګولي په ٢٣مه ويلي وو چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره يې اړين تدابير نيولي او د دې پېژندپاڼو وېش به د ولسمشر تر هدايت وروسته پيل شي.

نن د يادې ادارې شاوخوا ٣٠٠ هغو کارکوونکو چې دندې يې ځنډول شوې، د کابل د نوي ښار په پارک کې اعتراضيه غونډه وکړه او د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پر نه پيل يې نيوکه کوله.

اعتراض کوونکو د يادې لړۍ د پيل د غوښتنې تر څنګ، "کار زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو" او "موږ ناقانونه کډوالۍ ته مه مجبوروئ" شعارونه ورکول.

يوې اعتراض کوونکې سعديه سيفي وويل: "برېښنايي پېژندپاڼه د ټولو افغانانو د ملي هويت د تثبيت يو پرمختللی سند دی، چې له بده مرغه دغه ملي پروسه پر سياسي پروسې بدله شوه؛ له بده مرغه ډېر تحصيل کړي کارمندان بېکاره شوي دي."

هغه وايي که دغو کسانو ته کار پيدا نه شي نو ناقانونه کډوالۍ ته اړ کېږي او افغانستان به په دې توګه ډېر تحصيل لرونکي کسان له لاسه ورکړي.

بل اعتراض کوونکي ولي خان کارند وويل: "موږ د ملي وحدت حکومت د ناوړه سياسي لوبو قرباني شوي يو، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ دې نور د خپلو ناوړه سياسي لوبو نه قرباني کوي؛ کار کول زموږ حق دی، موږ ته بايد د کار کولو فرصتونه برابر شي."

هغه زياته کړه، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسې د پيل په موخه پر يادو کارکوونکو ميليونونه ډالر لګول شوي؛ حکومت بايد دغه پانګه له لاسه ورنه کړي او له ځنډ پرته د پېژندپاڼو وېش پيل کړي.

کارند وايي: "دغه پروسه کوم قانوني مشکل نه لري، که چېرې کوم قانوني مشکل وي بايد ژر تر ژره حل شي؛ دغه ملي پروسه بايد د سياسي شومو اهدافو ښکار نه شي."

د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه د ملي شورا له تصويب وروسته، تېر کال په لېندۍ مياشت کې د ولسمشر له لوري توشېح شوه؛ خو د ملي شورا، مدني ټولنو او سياسي ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي پېژندپاڼو کې چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه کوله.

خو ځيني نورو بيا ويل چې د پېژندپاڼې پر مخ "د افغانستان اسلامي جمهوريت" ليکل شوى او دا مفهوم رسوي چې پېژندپاڼه د افغان اړوند ده.

دا ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې او د پېژندپاڼو وېش هم نه دى پيل شوى.

د نننۍ اعتراضي غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم صادر شو.

په پرېکړه ليک کې راغلي: "د ملي وحدت حکومت مشران کولای شي چې د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې پرتې سياسي ستونزې هوارې کړي تر څو د زرګونو ځوانانو د بېکاريو مخنيوی وشي او همدارنګه نورو ځوانانو ته د کاري زمينو د برابرولو باعث وګرځي."

په پرېکړه ليک کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو غوښتنه شوې چې د هېواد ملي ګټې د خپلو شخصي غوښتنو قرباني نه کړي.

اعتراض کوونکي ليکي چې که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي، د خنډ او پلمو په صورت کې به خپلو سوله ييزو او مدني حرکتونو ته تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې يې ومنل شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړو، خو له بيا بيا هڅو سره سره اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست