خوست ښار (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): د خوست ښار لوېديځ لوري ته له ازادۍ مېنې د تېر شوي خوړ پر سر چې حلقوي سړک ته څېرمه پروت دی، د دوو پلونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدهارون د کار د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، پر دغو پلونو ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د خوست ښاروالي يې ورکوي.
هغه زياته کړه چې د يادو پلونو چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي او د کيفيت په برخه کې ترې جدي څارنه کوي.
نوموړي وويل: ((د لومړي پل عرض ۲۰ متره او د دويم پل عرض ۱۲ متره دی، دا د ښار د پراختيا او د خلکو د تګ راتګ په اسانتياوو کې مهم رول لري.))
د خوست والي حکم خان حبيبي د يادو پلونو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې پر جوړېدو سره به يې خوست ښار له ازادۍ مېنې، اداري کمپلکس او د خوست له ملکي روغتون سره ونښلول شي.
نوموړي وويل: ((دغه پلونه زيات اړين دي، د دغو پلونو په نشتوالي سره ازادۍ مېنه او نورې سيمې له ښار سره نه دي وصل. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.))
والي حبيبي دغه راز وويل چې د ښار په نورو سيمو کې هم د دې ډول اړتياوو د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي، تر څو د خلکو لپاره مهمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ازادۍ مېنې يو اوسېدونکي حاجي محمدګل پژواک اژانس ته وويل چې ښار ته د تلو لپاره په اوږده لاره راتاوېږي او دا د وخت د ضايع کېدو لامل ګرځېدلی.
نوموړي وويل چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به ښار ته د ازادۍ مينې اوسېدونکو په تګ راتګ اسانتيا رامنځته شي او هم به نور خلک وکولای شي چې اداري کمپلکس او روغتون ته په خپل وخت ورسېږي.
login or register a new account.