کندهار (پژواک، ١١مرغومى ٩٤) : د کندهار ولايتي ادارې ته د مشورې،د ټولنيزې اصلاح او عامه خدماتو لپاره د ځوانانو مشورتي بورډ جوړ شو.
دغه بورډ چې ۱۱ غړي لري، د کندهار له والي ډاکټر همايون عزيزي سره د ولايت په مقام کي وکتل.
ددې بورډ غړي جان محمد صالح د بورډ د تشکيل او د خپلمنځي غونډو په اړه والي ته معلومات ور کړل.
هغه وويل، تر دې مهاله يې څلور خپلمنځي غونډي کړي چې په کې يې تعليمي، روغتيايي، اقتصادي، سياسي، اجتماعي، فرهنګي، ورزشي، کاريابۍ او د عامه اړيکو کمېټې جوړي کړي او هره کمېټه درې-درې غړي لري چې د هرې کمېټې يو غړی د عمومي بورډ غړيتوب لري.
هغه ژمنه وکړه چې د احساس له مخې به له ولايت مقام سره ګډ کار کوي او په منسجم ډول به مدني فعاليتونه سر ته رسوي.
د کندهار والي همايون عزيزي د دې لپاره چې دغه مشورتي بورډ پايښت ولري، سپارښتنه وکړه چې د نورو نهادونو، ولسواليو او د اهل تشيع مدني فعالينو ته دې هم ځای په کې ورکول شي، تر څو د ټولنې په جوړېدو کې ټول ونډه واخلي.
نوموړي وويل چې بورډ دې ژر تر ژره خپل کاري پلان ولايت مقام ته وړاندې کړي، تر څو بورډ د خپل عملي کار چوکاټ ته ولويږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










