منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“طالبان په بدخشان کې له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

فيض اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٤): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، طالبان له ماشومانو څخه د سرتېرو او د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي او دوى ته پوځي او ويجاړوونکې ښوونې ورکوي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي ادعا وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې له اويا سلنه ماشومانو څخه په همدې موخه ګټه اخيستل کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان په وردوج او يمګان ولسواليو او د جرم ولسوالۍ په خُستک سيمه کې له ١٢ کلنو ماشومانو څخه تر ١٦ کلنو ماشومانو پورې د جګړې د وسيلې په توګه کار اخلي.

وسله والو طالبانو د وردوج ولسوالۍ د روان کال په تله مياشت کې او يمګان ولسوالۍ بيا د لړم په مياشت کې ونيوله.

مجددي زياته کړه: "بهرني ترهګر د سيمه ييزو طالبانو په مرسته تر خپل واک لاندې سيمو کې د بهرنيو هېوادونو د استخباراتو په لارښوونه سرتېري راجلبوي او له ماشومانو څخه د جګړې د وسيلې په توګه ګټه اخلي."

د ولايتي شورا ياد غړي وويل، دولت بايد دغه سيمې د طالبانو له ولکې خلاصې کړي، څو خلک او ماشومان له دغه ناوړه حالت وژغورل شي.

د وردوج ولسوالۍ د (پيش) کلي اوسېدونکي محمد امير وويل، خلک خپل ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله د سرتېرو په توګه طالبانو ته ورکوي.

د هغه په وينا، په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠٠ ماشومان په خپله خوښه له طالبانو سره يو ځاى شوي، دوى ته يې وسلې ورکړې او دغه لړۍ دوام لري.

يوه هټۍ وال له نوم  اخيستو پرته وويل، د طالبانو له لوري د وردوج ولسوالۍ له نيولو وروسته هټۍ تړل شوې او دلته پېر او پلور نشته او خلک د بې وزلۍ له امله خپل ماشومان د طالبانو په ليکو کې شاملوي.

د سرچينې په وينا، طالبان دغو ماشومانو ته يوه اندازه معاش هم ورکوي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، طالبانو د وردوج په دره کې پر ٤٠ سلنه ماشومانو پيسې وېشلې دي.

ده زياته کړه، د خلکو وضعيت د اندېښنې وړ دى او د وردوج ولسوالۍ له سقوط وروسته د دولت ٧٠٠ کارکوونکي بهارک ولسوالۍ ته تللي او د يو شمېر يادو کسانو کورنۍ چې په وردوج کې پاتې پاتې دي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخيداد حيدري وويل، خلک د طالبانو له تبليغاتو اغېزمن شوي او خپل ماشومان د سرتېرو په توګه طالبانو ته ورکوي، څو له هغوى څخه په ويجاړوونکو کړنو کې ګټه واخلي.

هغه زياته کړه، دغه راز ځينې ماشومان له نورو ماشومانو اغېزمن شوي او د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شوي دي.

بدخشان کې د بشر حقونو د سيمه ييز کميسيون دفتر د سرغړونې د څارنې او څېړنو برخې مسوول احمد نويد وويل، د امنيتي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، طالبان له ١٤ څخه تر ١٦ کلونو پورې ماشومان خپلو ليکو ته جذب او وسلې يې ورکړې او خپل دې کار ته دوام ورکوي.

وفا وويل: "د سرتېرو په توګه له ماشومانو څخه ګټه اخيستل د هېواد د نافذه قوانينو او نړيوالو ميثاقونو خلاف عمل دى، ماشومان بايد نه د دولت او نه هم د طالبانو له لوري د جګړې د وسيلې په توګه وکارول شي."

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وويل، د وردوج او يمګان ولسواليو د بيا نيولو موضوع يې د کورنيو چارو له وزارت او ملي امنيت شورا سره مطرح کړې او ډېر ژر به له وسله والو مخالفينو څخه د يادو ولسواليو د پاکولو په موخه عمليات پيل شي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو سره به خلک د بهرنيو طالبانو له شر، چې هغوى يې د ترهګرو په نوم ياد کړل؛ وژغورل شي.

سيمه ييز چارواکي وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د چيچنيايانو، ازبک، تاجک او پاکستانيو جنګياليو په ګډون له ٢٥٠ تر ٣٠٠ وسله وال فعاليت کوي.

طالبانو خپلو ليکو ته د ماشومانو د جذبولو په اړه څه نه دي ويلي، خو د يادې ډلې پخواني مشر ملا عمر مجاهد خپلو کسانو ته لارښوونه کړې وه، چې له ماشومانو څخه بايد د جګړې د وسيلې په توګه کار وانه خيستل شي.

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه