منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرنې وزارت د ننګرهار کانال د ځمکو غير قانوني قراردادونه څېړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۴): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي چې د ننګرهار ولايت د کانال پروژې د ځمکو اوږدمهاله قراردادونو څرنګوالی څېړي.

د کرنې وزير اسدالله ضمير د مرغومي په ۱۷مه ننګرهار ولايت ته سفر وکړ او  د ولايت په مقام يې د يوې غونډې پر مهال د کرنې او مالدارۍ په برخه پر ځينو مسايلو او چارو له ځايي چارواکو سره خبرې وکړې.

ضمير، د ننګرهار والي او د ولايتي شورا غړو  له لوري د کانال پروژې د ځمکو د "اوږدمهاله غير قانوني قراردادونو" څرنګوالی د څېړنې  تر غوښتنې وروسته وويل، چې " دا مسئله څېړم او څرنګوالی يې معلوم."

وزير زياته کړه: ((د کرنې وزارت اړوند د ځينو ځمکو قراردادونه شوي چې د پخواني ولسمشر د فرمان پر بنسټ يې تر ۱۲ پورې هغه لغوه شوي، همدا شان د لسو دغسې قراردادونو د بيا وړانديز غوښتنه شوې، خو موږ نه دي تمديد کړي.))

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په ياده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت دې د ننګرهار کانال پروژې په بيارغونه کې کوټلي ګامونه واخلي او خراب شوي فارمونه دې  ورغوي.

د ننګرهار د کانال پروژه زرګونه هکټاره ځمکه لري چې  پر کرنيزې ځمکې سربېره پرې د ستروسو او زيتونو باغونه ولاړ دي خو په کورنيو جګړو کې يې د ځينو برخو د خرابېدو له امله اوس بيارغونې ته اړتيا لري.

د ځمکو غصب، د فارمونو خرابېدل او د څو تنو ملي سوداګرو له لوري يې په ۹۰ کاله د ځينو ځمکو اوږدمهال قراردادونه د دې کانال تر ټولو سترې ستونزې بلل کېږي.

د ننګرهار والي د کرنې له وزيره وغوښتل: ((د کانال پرژوه بايد بيا ورغول شي، د قراردادونو مشکل يې حل شي او څينې خراب فارمونه بايد جوړ شي.))

والي په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه چې د کرنې وزارت دې په ننګرهار کې مالدارۍ ، کرنې او د سبزيجاتو د کرکيلې او مارکيټ په تړاو ځانګړې پاملرنه وکړي.

د وزيرانو شورا د دارلانشاء رييس نصرالله ارسلايي د ورته غوښتنو تر څنګ وويل: ((د کانال پروژې سلګونه جريبه ځمکه غېرې قانوني په قرارداد ورکړل شوې، دا مسئله به د وزيرانو په شورا کې بحث شي.))

ارسلايي يادونه وکړه چې لا هم د کانال په ګډون په جلال اباد کې ځمکې غصبېږي او بايد د دې چارې مخنيوی وشي.

د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني بيا يادونه وکړه: ((د کانال د پروژې ځمکې غصب شوي بايد پوښتنه يې وشي او همدا شان د قراردادونو مسله يې هم بايد جدي ونيول شي.))

دراني وويل چې د کرنې وزارت د نه پاملرنې له امله د ننګرهار کرنيز محصولات پاکستان وړل کېږي او بېرته يې هغوی پير افغانستان په لوړه بيه پلوري.

د ولايتي شورا مرستيال وويل: ((پاکستان کله کله د ننګرهار د برګزو ډېر پياز وپيري په ورپسې کال چې بزګر ډېر پياز وکري نو پاکستان يې نه اخلي همدا لامل دی، چې فصلونه يې په پټو کې خراب شي.))

د ولايتي شورا بل وکيل اسرا الله مرارد وويل: ((د يو څو تنو لخوا د کانال ځمکې د ۹۰ کلونو لپاره پر قرارد ورکړل شوي او د قرارد خلاف يې پر خپلو د کورونو د جوړلو لپاره پلورلي دي، دا قرارداد پخواني ولسمشر حامد کرزي لغوه اعلان کړی خو چا يې مخنیوی ونه کړي.))

نوموړي وويل چې ياده مسئله دې وڅېړل شي.

بلخوا د کرنې وزير يادونه وکړه چې يادې ستونزې يې واورېدې او د حل لپاره به يې هڅې وکړي.

وزير دا هم وويل چې راتلونکی کال د ننګرهار د کرنې لپاره پلان لري چې له امله به يې د کرنيزو توکو د مارکېټ تر څنګ بزګرو ته اسانتياوې برابرې شي.

اسدالله ضمير ژمنه وکړه چې د مالدارۍ به برخه کې پانګونه وشي، د چرګانو فارمونه به ډېر شي، د چرګانو د ناروغيو واکسين به تطبيق او د باغدارۍ په برخه کې به پروژې پلي شي.

د ننګرهار د کانال پروژې اوړند د کابل هډې په سيمه کې  سلګونه جريبه ځمکه د حاجي ګل مراد او خاجي فاروق له لوري د دوی په وينا د ۹۰ کلونو لپاره   قرارداد شوې ده.

که څه هم اوس پر دغو ځمکو شخصي کورونه جوړيږي، خو دا ملي سوداګر وايي، چې قرارداد يې قانوني دی او ځمکې يې د قرارد د موادو پر بنسټ خلکو ته ورکړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه