هرات (پژاک، ١٩ مرغومى ٩٤): د هرات د ترافيکو ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولايت ښځينه موټر چلوونکې د نارينه و په پرتله ترافيکي مقررات په ښه ډول مرعاتوي او په روان کال کې څه باندې ٢٠٠ ښځو د موټر چلوونکې جوازونه ترلاسه کړي دي.
د هرات د ترافيکو د ښوونې او روزنې امر سمونيار محمداکبر پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې ښځې د موټر چلوونې له زده کړو سره ډېره لېوالتيا څرګندوي.
هغه وويل: ((په هرات ولايت کې د افغانستان د ټولو ولايتونو په پرتله ګڼې ښځې موټر چلوي او ښه والى يې په دې کې دى چې د نارينه و په پرتله درس زر يادوي او په ښار کې هم په غوره ډول موټر چلوي.))
د هرات د ترافيکو مدير عبدالحسين صفا د ښځينه موټر چلوونکو له خوا د ترافيکو مقرراتو رعايت ته په اشارې سره وويل چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په دې اداره کې ٢٠٣ ترافيکي پېښې ثبت شوې چې يواځې يوه پېښه يې د ښځينه چلوونکې له خوا وه.
نوموړي ونه ويل چې په وروستيو کلونو کې څومره کسانو د موټر چلوونې جواز ترلاسه کړى، خو ويې ويل چې يواځې په روان کال کې لږ تر لږه ٢٠٠ ښځې توانېدلې چې د موټر چلوونې جواز ترلاسه کړي.
د صفا په خبره، ١٠٠ نورې مېرمنې د موټر چلولو د زده کړې په حال کې دي او ټاکل شوې چې په څو راتلونکو ورځو کې په وروستۍ ازموينه کې تر ګډون وروسته جوازونه ترلاسه کړي.
د هرات د ترافيکو مدير زياته کړه: ((زموږ د موټر چلولو د زده کړې کورسونه تل فعال دي، د ښځو د روزنې لپاره کافي روزونکي لرو او له نېکه مرغه چې ښځې هم له دې ٢١ ورځينو کورسونو ډېر هر کلى کوي.))
دغه سيمه ييز چارواکي څرګنده کړه چې ښځې هم د نارينوو په څېر حق لري چې موټر وچلوي او د ترافيکو مديريت د هغوى دې حق ته پام سره ددې بهير د اسانتيا لپاره اړين امکانات چمتو کوي.
فرزانه منصوري يو له هغو ښځو ده چې په ښار کې موټر چلوي، هغې وويل: ((پنځه کاله کېږي چې موټر چلوم، خو له نېکه مرغه چې کومې پېښه مې نه ده کړې.))
هغه چې په ورته وخت کې د ښځو لپاره د موټر چلوونې د زده کړې يو مرکز هم لري، وويل چې ښځو په معمولي توګه خپل درسونه له نارينوو ښه يادوي او ډېر احتياط کوي.
مېرمن منصوري وويل، کله کله چې ښځې موټر چلوي، نو نارينه پرې مسخرې کوي او يا يې ځوروي.
د هغې په باور، تر څو چې په دغه ولايت کې د ښځو د موټر چلوونې موضوع بنسټيزه او پر يوه کلتور بدله نشي، دا ستونزه به همداسې دوام ولري.
د نرګس په نوم يوه ځوانه ښځه وايي چې له شپږو کلونو راهيسې په دغه ښار کې موټر چلوي.
هغه وويل: ((موټر چلول يوه اړتيا ده، نارينه دې هم دا درک کړي؛ ځکه چې دا ښځې نه شي کولى چې تل دې پر نارينه وو تکيه وکړي.))
د هرات يوه فرهنګي فعال نعمت الله سروري وويل چې ځيني خلک موټر چلول او يا نور ټولنيز فعاليتونه د ښځو لپاره شرم بولي او په دې برخه کې د ښځو مخنيوى کوي.
سروې په ډاګه کړه چې د ښځو ظرفيت جوړونه او حق ورکول لکه موټر چلول بايد د درناوي وړ شي، څو د دغه قشر له ونډې نه هم د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګټه واخيستل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










