منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت با استعداده ځوانانو ته د کار زمينه برابروي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت ژمنه کړې، چې يو شمېر با استعداده ځوانانو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د ځوانانو چارو معينيت نن له يو شمېر دولتي، خصوصي شرکتونو او ملي پانګوالو سره ځينې هوکړه ليکونه لاسليک کړل، چې په هغه کې د ځوانانو لپاره د کاري زمينې د برابرولو ژمنه شوې ده.

دغه هوکړه ليکونه، د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا)، د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د ستاره درخشان خصوصي شرکتونو، د اغا خان پراختيايي شبکې او د (ATDC ) موسسې لاسليک کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين کمال سادات نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د هېواد ٦٧ سلنه نفوس ځوانان تشکيلوي او ډېرى ځوانان د دندو د نشتون له امله شکايتونه کوي.

هغه زياته کړه، چې نن د دغو هوکړه ليکونو لاسليک کوونکو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ژمنه وکړه، چې د يادو ستونزو د هواري په موخه به له خصوصي سکتور، ملي پانګوالو، دولت او ملګرو ملتونو سره يو ځاى کار وکړي، څو هغه ځوانان چې د کارموندنې په هڅه کې دي، له هغوى ملاتړ وکړي او کوم کسان چې په کار او کسب نه پوهېږي، هغوى ته به د زده کړو زمينه برابره کړي.

سادات په ياده غونډه کې چې د "ځوانانو عدالت غوښتنې جلسې" په اړه د ATDC موسسې په همکارۍ تر سره شوه؛ زياته کړه چې هغو ځوانانو ته چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، روغتيايي کارتونه چمتو کړي دي.

هغه وويل، د کومو کسانو نوم چې په معينيت کې ثبت وي، هغوى ته به کارتونه ورکول کېږي او له يو شمېر روغتونونو سره قرارداد شوى چې بې وزلو ځوانانو سره د فيس د اخيستو او عملياتو په برخه کې ډېره مرسته وکړي، خو هغه د هغو ځوانانو شمېر چې کاري زمينه به ورته برابريږي، د هغوى کره شمېر په ډاګه نه کړ.

دغه راز د ATDC موسسې، چې د ځوانانو د کار موندنې، ظرفيت جوړونې، د ځوانانو او ښځو د پياوړتيا او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کې فعاليت کوي، دريو کسانو ته د ځوانانو لپاره د عدالت غوښتنې د سفيرانو افتخاري ستاينليکونه ورکړل.

په دغو دريو کسانو کې د ايسا مشر قربان حقجو، د ولسي جرګې غړې ناهيد فريد او د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى شامل و.

د يادې موسسې مرستيال احمدالله بهروز پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ستاينليکونه هغو شخصيتونو ته ورکړل شول چې تر اوسه پورې يې ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هلې ځلې کړې او له دې وروسته هيله مند دي، چې ځوانانو ته به لا ډېر خدمتونه کوي.

حقجو وويل، چې د ستاينليک ورکړه يو مسووليت دى او نوي نسل ته بايد له ډېر کارونه تر سره شي.

هغه زياته کړه، چې د يوه هېواد اصلي پانګه جمعيت يا خلک دي، ځکه د افغانستان ډېرى نفوس ځوانان تشکيلوي، نو د هغوى ژوند ته بايد پوره پام وشي او هغه فرصتونه چې د دوى د ودې او پراختيا لامل ګرځي، ورته برابر شي.

حقجو ژمنه وکړه، چې راتلونکى کال د ايسا سياسي او مديريتي ميکانيزم چمتو کېږي او پر بنسټ به يې زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

ناهيد فريد وويل، کوم هېوادونو چې د پرمختګ لوړو څوکو ته رسېدلي، پر ځان د نيوکې منلو ترڅنګ، ځان ته يو مهربانه جمعيت روزلى دى.

د هغه په وينا، د هېواد ستونزه د کار په ورکړې سره نه حل کېږي، په افغانستان کې شته ننګونې د يوه داسې نسل په رامنځته کېدو سره حل کېږي، چې د ځان په اړه پوهاوى ولري.

مېرمن فريد زياته کړه، چې يو شمېر ځوانان د سياسي، پوشالي او سمتي لوبو وسيلې ګرځېدلي او ځوانان بايد د سياسيونو د لاس الې ونه ګرځي.

د ولسي جرګې يادې غړې ځوانانو ته په خطاب کې وويل: "پارلمان کې د ځوانانو شمېر ډېر کم دى او په همدې موخه ستاسو ستونزو ته ځواب نه ويل کېږي."

د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين حسام الدين تالقاني وويل، چې يو مهمه موضوع د يوه هېواد د بشري سرچينو د ظرفيت لوړول دي چې په يوه ټولنه کې د پرمختګ اصلي لامل کېږي.

هغه زياته کړه: "کله چې د يوه هېواد ډېرى نفوس ځوان نسل وي، هغه نسل ته بايد ډېره پاملرنه هم وشي او ورته مهال هغوى ته ډېرې سترګې ور اوړي، که غواړو چې هيلي مو عملي شي، بايد له ځوانانو ملاتړ وکړو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور