منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۱ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ کروندګر روان وچ ژمي اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢٣ مرغومی ۹۴): د بلخ ولايت کروندګر اندېښمن دي چې په روان ژمي کې د ورښت نه کېدو له امله به يې سږنۍ کروندې زيانمنې شي.

دوی وايي، د کښتونو لپاره د ژمي په لومړیو کې اورښت ته ډېره اړتیا وي؛ ځکه کښتونه یې په سلواغې او وري میاشتو کې اوبو ته ډېره اړتیا لری.

خو د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، تر دې مهاله روان موسم د کښتونو لپاره ډېر د اندېښنې وړ نه دی.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د جرکلا سيمې کروندګر محمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل، دمګړۍ کښتونه اوبو ډېره ته اړتيا نه لري، که ورښتونه ونه شي ټولې خوارۍ به یې پر اوبو لاهو شي.

نوموړي زياته کړه: ((د اوس وخت د شوو واورو اوبه جمع کېږي، د کب او وري مياشتو په اوږدو کې د کښتونو د اوبو اړتیا پرې پوره کېږي.))

د هغه په وينا، د بلخ کروندې په ټوله کې د کرنيزو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي چې هر کال کروندګر د بارانونو او واورو اوبو ته په تمه وي.

محمد خان وويل، اوسمهال په ځمکو کې غنم کرل شوي چې ښايي د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، خو له غنمو وروسته چې دوی پنبه کري، هغه بیا د واروې او باران اوبو ته ډېره اړتیا لري.

د چاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي قيوم پژواک ته وويل، اندېښنه لري چې د ژمي موسم لکه اوس چې همداسې وچ تېر نه شي.

نوموړي زياته کړه، اوسمهال کروندې نوې شنې شوې او باغونه د ګل کولو په حال کې دي او که همداسې وچکالي دوام وکړي ښايي زیانمن شي.

هغه په خبره، که واوره ونه شي، فصلونه یخ وهي او بیا حاصل نه کوي.

د بلخ بڼوال بيا وايي، که چېرې ژمی واورې ونه شي، په اوړي کې یې حاصلات زیانمنېږي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ بڼوال محمدرفيق پژواک ته وويل، بادام په همدې شپو ورځو کې ګل کوي، که چېرې په همدې مهال واوره وشي، نو وروسته بيا د يخ بندۍ وېره نه وي او غوټۍ روغې پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د سلواغې مياشت په اوږدو کې د ونو غوټۍ يخ ووهي، نو د بلخ باغونه به د ياد وړ توليد ونه لري.

د بلخ د کرنې رياست مسوولين که څه هم د کروندګرو اندېښنې پر ځای بولي، خو زياتوي چې تر دې دمه شوو بارانونو تر يوه ځايه د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړې ده.

د کرنې رييس کاتب شمس پژواک ته وويل، تر اوسه په بلخ کې ۸۸ ملي متره بارانونه شوي چې همدا مهال د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه هواروي.

خو نوموړي په ژمي موسم کې پر تودې هوا اندېښنه وښوده.

د هغه په وينا، د هېواد شمال برخې ځمکې واورو او ډېرو بارانونو ته اړتيا لري، که ژمی همداسې بې واورو او کم باران کې روان وي، نو د کروندګرو اندېښنې پر ځای دي.

شمس وويل، بلخ په عمومي توګه روانې اوبه کمې لري، چې هر کال يې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه تر يو ځايه د بارانونو او واورو ورښت هواروي.

نوموړي زياته کړه چې د همدې ستونزو له امله ډېر کروندګر خپلې ټولې ځمکې نه شي کرلی.

بلخ د افغانستان له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې ډېر اوسېدونکي يې په کروندو بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه