منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر سلګونو فارغ شوو محصلينو له حکومت څخه د کار غوښتنه وکړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل(پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۴): د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د لوګر ولايت فارغ شوو سلګونو محصلينو له حکومت څخه د کاري زمينې او نورو لوړو زده کړو د برابرولو غوښتنه وکړه .

دغه محصلين چې شمېر يې شاو خوا څلورسوه تنوته رسېده نن په کابل کې د فراغت په جوړه شوې  غونډه کې  پرحکومت نيوکې وکړې .

دوى ويل چې د حکومت د ناسمې تګلارې له امله لا هم ددې ولايت سلګونه فارغ شوي محصلين بې روزګاره ګرځي او حکومت ورته د کار زمينې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

 د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله صميم چې د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه فارغ شوی، پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېر ځوانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره سره پوهنتونونه وايي خو تر فارغېدو  وروسته کاري نه شي موندلى.

هغه وايي:" ناامنۍ، فقر او وزګاري اوج ته رسېدلي، کار نه شته؛ که چېرې کار پېدا هم شي هغه د واسطه دارو لپاره وي."

نوموړي پر افغان حکومت په ځانګړي ډول د لوګر ولايت په ولايتي چارواکو غږ وکړ  چې  ددې ولايت ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

صميم زياته کړه:" ډېر ځوانان چې له پوهنتونه فارغ شي او کاري فرصتونه ورته برابري نه شي بيا نو مجبور دي ، چې هر غلط کار ته لاس واچوي او ترسره يې کړي."

د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي سعدالله سعيدي چې د ننګرهار پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه فارغ شوی هم د کاري فرصتونو له نشتوالي سر وټکاوه او زياته يې کړه:" خلک خپل فراغت ته خوشحاليږي، خو اوس ماته خپل ځان پر خپلې کورنۍ بوج ښکاري؛ دوه نور مشران وروڼه مې هم له پوهنتون څخه فارغ شوي، خو لا تر اوسه يې دندې نه دي ترلاسه کړي."

د ده په وينا، حکومت بايد دوى ته د کار زمينې برابره کړي او که چېرې دوى او دوی ته ورته نور ځوانان همداسې بې روزګاره وګرځي نو اړ دي چې د مزدورۍ لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه زياته کړه:"د تحصيل پر مهال ستونزې ډېرې زياتې وي، د ليليې ستونزه، مسافري، اقتصادي مشکلات؛ خو بيا مو هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د زده کړو له پيل نه تراوسه په همدې سوچ او فکر کې يم چې څنګه وکړم او چا ته ورشم ترڅو وظيفه پيدا کړم."

سعيدي زياته کړه، دا مهال په هېواد کې زرګونه باسواده ځوانان کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او همدا بې روزګارۍ د دې لامل شوې چې ګڼ شمېر ځوانان وسله والو مخالفينو سره ځای کيږي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي هم د يادو فارغ شويو ځوانانو په نننۍ غونډه کې چې د"الحاج زمرک پادخوابي د ټولنيز بنسټ"  له خوا جوړه شوې وه، فارغ شوو ځوانانو ته يې ډاډ ورکړ چې دوی ته به کاري فرصتونه او د نورو لوړو زده کړو لارې چارې برابرې کړي.

فدايي وويل:" ژمن يو چې ستاسو د ماسټرۍ او دوکتورا د اخيستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، ما له يو شمېر پوهنتونونو سره خبرې کړي او ژمنه يې راسره کړې چې د خپلو سکالرشيپونو شاوخوا ۷۰ سلنه برخه موږ ته راکړي."

هغه زياته کړه، دغه فارغ شوي ځوانان به له خپلو رشتو سره سم د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې په دندو وګومارل شي.

د لوګر د ولايتي شورا مشر سيد قريب الله سادات دغو فارغ شوو محصلينو ته مبارکي وويله او د لوګر له ولايتي چارواکو يې وغوښتل چې د دغو ځوانانو لپاره کاري زمينې برابرې کړي.

هغه زياته کړه:"زموږ ځوانان د کار د نشتوالي له امله يا بهرنيو هېوادونو ته پناه وړي او ياهم د مخالفينو ډلو ته مخه کوي؛ حکومت بايد د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي."

خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي زمرک پادخوابي وويل:" ددې غونډې هدف داده چې د خپلو خلکو خدمت وکړم ، کوم محصلين چې فارغ شوي غواړم تشويق يې کړم او ټول لوګريان سره يو ځای راټول کړم."

هغه زياته کړه، په پام کې لري چې د دې بنسټ له لارې د خپلو خلکو د يوالي او اتحاد لپاره نورې موثرې کړنې هم ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه