منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۹ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د نوي سيستم په کارولو سره د کانکور ازموينه کې د ستونزو مخه نيول شوې”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل(پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴):د لوړو زده کړو وزارت وايي، د نوي سيستم په کارولو سره د کانکور په  ازموينې کې د ستونزو مخه نيول شوې او راتلونکی کال به ۱۱۸ زره کسان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

د دې وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال  د کانکور ازموينې د کمېټې لپاره داسې ماشينونه لګول شوي چې  په کانکور کې يې د درغليو مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه:" په تېرو کلونو کې به چې د کومې حوزې لپاره د کانکور ازموينې د پوښتنو کتابچې چاپېدې نو درې ډوله به وې، خو اوس چې په هره حوزه کې هر څومره ګډونوال وي د هغو لپاره ځانګړې کتابچې ورکول کيږي، په داسې ډول چې د کانکور د ازموينې په کتابچه او ځوابونو په پاڼه کې د ځانګړي ای ډي (ID) نمبر ليکل شوی دی."

دى وايي چې د ځينو کتابچو پوښتنې يو شان خو د ډېرو سوالونو ځايونه سره  توپير لري تر څو د نقل مخه ونيول شي.

د ده په وينا، تر دې وړاندې به د کانکور د ازموينې له صحنې د ازموينې د پوښتنو د يوې او يا دوو کتابچو په وتلو سره   ټوله ازموينه له ستونزو سره مخ کېده، خو اوس د هر شخص لپاره يو ځانګړې د پوښتنو کتابچه په پام کې نيول شوې چې د دې کتابچې په وتو سره د شخص ازموينه له منځه ځي.

د ده د معلوماتو له مخې، سږ کال به  شاوخوا ۳۰۰ زره کسان  د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او له دې شمېر څخه به راتلونکی ۱۳۹۵ کال څه باندې ۵۸ زره کسان د لوړو زده کړو  دولتي موسسو او ۶۰ زره  به د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شي.

هغه وايي تر اوسه  د بادغيس، غور، دايکنډي، باميان، بدخشان، غزني، لوګر، ميدان وردګ او پکتيکا په ولايتونو کې ازموينه اخستل شوې  او ډېر ژر به په پاتې ولايتونو کې هم  واخيستل شي.  

امين زياتوي، کوم کسان چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې اعلانيږي يو شمېر به يې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

خو په دې  اړه يې جزئيات ورنه کړل.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه