منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۰ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تخار کې د ليمو حاصلات ډير شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

تالقان(پژواک،٢٩مرغومى٩٤):په تخار کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د ليمو د باغونو شمېر زيات شوى او  د حاصلاتو کچه يې هم لوړه شوې ده.

د تخار ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر سيديحيى د مرغومي په٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په ینګي کلا، خواجه بهاءالدین، دشت کلا او ځينو نورو ولسواليو کې د ليمو باغونه ډير او د حاصلاتو کچه يې لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي:((شاوخوا ۶ کاله مخکې د لیمو اصلاح شوي نیالګي مو له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه راوړل خو  د تخار سړې هوا ته په کتو سره موږ دا فکر نه کاوه چې نتیجه به ورکړي  خو اوس چې ګورو ښه نتيجه يې ورکړې ده.))

د هغه په وينا، سږ کال د تخار ولايت د ليمو له باغونو څخه سلګونه کيلو ليمو بازار ته وړاندې شوي دي.

ده وويل چې که د دې ولايت د ليمو په باغونو اړينه پانګونه شي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به تخار د هېواد په کچه د ليمو له سترو توليدونکو ولايتونو څخه وي.

په تالقانو ښار کې د تازه ميوې سوداګر جمال الدين هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دې ولايت کې د ليمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه وايي چې ددې ولايت له ينګي کلا، خواجه بهاءالدين او دشت کلا ولسواليو څخه هره ورځ  بازار ته ليمو راوړل کيږي.

هغه زياته کړه: (( درې کاله مخکې چا د تخار د ليمو په نوم څه نه پېژندل خو اوس بازار پرې ډک دى او د تخار ليمو هم غټ دي او هم ښه کيفيت لري.))

د جمال الدين د معلوماتو له مخې، د ليمو سوداګر له بڼوالو څخه ٧ کيلو ګرامه ليمو په پنځه سوه افغانيو پيري او بيا يې پر هټۍ والو په شاوخوا شپږ سوه افغانيو   پلوري.

د دشت کلا ولسوالۍ د ليمو بڼوال عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د ليمو له حاصلاتو او عوايدو ډير خوښ دى.

ده وويل: (( په ژمي کې لږه خواري غواړي له يخنۍ څخه بايد وساتل شي نور کوم خاص زحمت نه غواړي او ښه ګټه لري.))

دى وايي څلور کاله کيږي چې د ليمو کار وبار يې شروع کړى اوسږ کال يې د پنځوسو منو په شاوخوا کې ليمو خرڅ کړي دي.

ده وويل: (( اوس مې هم په ونو کې پنځه يا شپږ منه ليمو شته، خپله يې هم خورو او دوستانو ته يې هم ورکوو.))

هغه وايي چې سږ کال يې ٧ کيلو ليمو په بازار کې په پنځه سوه افغانيو پلورلي دي.

دغه راز د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالديان پژواک ته وويل چې حکومت او نور بنسټونه بايد د ليمو له بڼوالو سره مرستې وکړي.

دى وايي چې د ليمو روزل ډيره خواري نه غواړي نو هرڅوک کولى شي چې د ليمو بڼوڼه جوړ کړي خو له سړو يې بايد وساتي.

دغه راز د تخار ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په مرکز تالقانو کې د ليمو يو څېړنيز بڼ جوړ وي.

تخار د افغانستان د کرنيز ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډيرى اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي او خپلې اقتصادي ستونزې له دې لارې حل کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه