منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ارباب طاهر: وسله وال دې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ سلواغه ۹۴): د خيبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند غړو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له وژنو لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د ياد ګوند يوه چارواکي ارباب محمدطاهر دا څرګندونې په جلال اباد کې د سلواغې په ۸مه، د پاچا خان د اته ويشتم تلين په نمانځغونډه کې وکړې.

له نوموړي سره د ياد ګوند ځينې نور غړي دې غونډې ته راغلي وو، چې له سيمه ييزو چارواکو او فرهنګي شخصيتونو سره يې د پاچا خان پر جدو جهد خبرې وکړې او پر مزار يې ورته د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

ارباب محمدطاهر وويل: ((موږ د ولسمشر غني د هغې غوښتنې هرکلى کوو، چې له طالبانو يې غوښتي، څو د سولې بهير ته راشي؛ موږ غواړو وسله وال نور ټوپک کېږدي او  له حکومت سره خبرو ته کېني.))

نوموړي يادونه وکړه، چې وسله وال په لر او بر کې د پښتنو وينه تويوي، مشران يې وژني او بچيان يې يتيمان کوي، خو د ده په ټکو، دښمن به په دې کار سره خپلو موخو ته ونه رسېږي.

ده له پښتنو وغوښتل چې د پاچا خان فلسفه تعقيب کړي او عدم تشدد ته مخه کړي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ولسمشر پيغام ولوست، چې په کې د پاچا خان د هڅو او جدو جهد ستاينه او يادونه شوې وه.

د ولسمشر په دې پيغام کې راغلي: ((د پاچاخان هيله دا وه، چې موږ بايد تعليم ته مخه کړو، الحمدالله نن د افغانستان سوونه زره ماشومان ښوونځيو ته ځي.))

د ننګرهار والي برې او لرې پښتونخوا ته په اشارې وويل: ((هلته هم زما بچی او زما مشر وژل کېږي او دلته هم زما بچی او زموږ مشران په نښه کېږي.))

هغه د کوزې پښتونخوا مشرانو ته په اشارې وويل، د پاچا خان پر پوهنتون شوی بريد غندي، خو زياته يې کړه: ((د وژنو مخنيوی په تسليو نه کېږي، دا بريدونه چې هر څوک کوي، بايد له دې عذابه ځان خلاص کړو.))

وروسته د ننګرهار د پوهنتون رييس ببرک مياخېل، يو شمېر فرهنګيانو او ليکوالو په خپلو خبرو کې د پاچا خان د کړو په اړه خبرې وکړې او هغه يې د عدم تشدد سرلاری وباله.

د پاچا خان مزار په جلال اباد کې په پنځه جريبه ځمکه کې اباد دی، چې د مقبرې د جوړولو کارونه يې کابو ۶۰ سلنه پای ته رسېدلي او د چارواکو په وينا، پر نورو برخو يې هم کار روان دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور