منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پژواک مقالو د سيالۍ ګټوونکى ځوان وستايل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک،۱۰سلواغه ۹۴) د هلمند د ځوانانو لخوا هغه ځوان ليکوال وستايل شو، چې د پژواک خبري اژانس د مقالې ليکلو په سيالۍ کې يې لومړى مقام خپل کړى و.

د دغه ولايت ځوانان او د رسنيو مسوولين وايي چې د پژواک خبري اژانس په بې پرې خبرونو او راپورونو يې باور زيات شوی دی.

د پژواک خبري اژانس لخوا د مقالو او انځورو د سيالۍ د مقالو په برخه کې د هلمند ولايت يو اوسېدونکى اغا محمد قريشي  لومړى مقام خپل کړى و، چې پرون د هلمند مېشتو ځوانانو لخوا ورته د ستاينې غونډه جوړه شوې وه.

د هلمند ولايت د بست راډيو مسوول عبدالسلام  زاهد غونډې ته وويل، پژواک  يواځينى اژانس دی چې له  سيمه  ييزو رسنيو سر بېره عام خلک پرې  باور لري ، راپورنه او څېړنې يې دقيقې  او کره بولي.

نوموړي زياته کړه، د پژواک دغه  سيالۍ چې د مقالو په برخه کې تر سره شوې، ډېرې رڼې او له هڅونې ډکې وې چې په ترڅ کې يې ليکوال او ژورنالېست اغامحمد قريشي لومړی مقام وګاټه.

د زاهد په وينا، پژواک له خپل خبري پوښښ سربېره ملي ، ټولنيزو، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې هم ښه فعاليت کوي او ښې پايلې يې لرلې دي.

د هلمند د استېناف څارنوال څارنمل فضل سلطان ساپي  په خپلو خبرو کې د پژواک له ادارې مننه وکړه چې د ځوانو  ليکوالو  د هڅونې په موخه يې دا ډول سيالۍ تر سره کړې .

هغه د ليکوال اغا محمد قريشي ستاينه وکړه او ويې ويل ، هلمند چې د نا امنيو او نشه يي توکو له امله بد نوم لري، خو په فرهنګي برخه کې هم ښې وړتياوې او استعدادونه لري او د قريشي بريا يې بېلګه ده.

د ساپي په وينا، پژواک د نورو برخو تر څنګ د فساد پر وړاندې ښه مبارزه کړې او کره معلومات يې د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولي دي.

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هم د پژواک له ادارې مننه وکړه چې له ژمنې سره سم يې ټولو اړينو مسايلو ته انعکاس ورکړی دی .

هغه زياته کړه،اوس ټول پوهېږي چې پژواک نورو رسنيو ته د معلوماتو ورکولو ښه وسيله او سرچينه ده.

د پژواک د مقالو په سيالو کې لومړي مقام ګټوونکي اغا محمدقريشي د پژواک له مشر دانش کړوخېل او ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه چې دغه ډول سيالي يې تر سره کړه چې ورسره ليکوالان او ځوانان ډېر وهڅول شول.

ده زياته کړه، چې په ټاپي پروژې باندې يې هر اړخيزه ليکنه کړې وه او د پژواک لخوا د رڼې پروسې په پايله کې يې لومړى مقام ترلاسه کړ.

قريشي وايي، پژواک تل هڅه کړې چې اړين موضوعات وڅېړي،سروې ګانې وکړي چې ښه بېلګه يې له فساد سره د مبارزې برخه، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې او نورو برخو کې  کارکول دي .

د پژواک دغه سيالي چې تېره مياشت ترسره شوه هلمند لومړى، کابل دويم او ننګرهار درېيم مقام خپل کړى و. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور