خوست (پژواک ١٤ سلواغه ٩٤): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي، د خوست د شته ښې اب و هوا په درلودلو سره غواړي، په دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ برخې ته پاملرنه زياته کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير دغه څرګندونې نن د سلواغې په ۱۴مه خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې غونډې ته وکړې، چې د خوست والي حکم خان حبيبي ترڅنګ يو شمېر نورو چارواکو په کې ګډون کړی و.
د کرنې وزير وويل، دوی په پلان کې لري، چې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د خوست مرکز په ګډون په درېيو اسمعيل خيل مندوزي، نادرشاه کوټ او ګربزو ولسواليو کې دوه مهمې برنامې چې د باغدارۍ او مالدارۍ او د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا يا CARD-Fڅخه عبارت دي، پلې کړي.
ده زياته کړه، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامه کې د نورو پروګرامونو ترڅنګ په دوه زره پنځه سوه جريبه ځمکه کې د نويو باغونو له جوړولو سربېره يو شمېر پخواني باغونه هم له سره ورغول شي.
د هغه په وينا، د زراعت د نويو لارو چارو د معرفي کولو لپاره به د همدغې ملي برنامې له مخې په لس جريبه ځمکه کې نمايشي باغونه جوړ او په هغه کې به د نويو نيالګيو د ايښودولو روزنه او ترويج ترسره کېږي.
دى وايي، د دغې برنامې په ترڅ کې به د پنځوس سلنې په تخفيف سره په باغوانانو او بزګرانو باندې د باغدارۍ وسايل، شل زره کيلوګرامه کيمياوي سره او درې زره کيلوګرامه د ریشکې اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي.
د کرنې وزير وويل، بله مهمه برنامه چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې به په دې ولايت کې پلې شي، هغه د کرنې د ودې او د کليو پراختيا يا CARD-Fبرنامه ده.
د ده په خبره، په دغه برنامه کې د سلو شنو خونو جوړول، د ۱.۱۴ ميليونه هګيو د ظرفيت په درلودلو سره د چرګانو د زېږون د يوه فارم جوړول، د ۱.۸ ميليونه د چرګوړو د اېستلو د يوه تخنيکي فارم جوړول، د چرګانو د خوښې د توليد شلو فارمونو جوړول، چې د شپږ سوه زره د چرګانو د توليد ظرفيت به ولري، د ژونديو چرګانو او د هغوی د هګيو د بازار پيدا کولو لپاره په ښار کې د شلو دوکانونو جوړول، د چرګانو د روزنې په برخه کې د يوه روغتيايي مرکز جوړول او د شاتو د مچيو د سلو روزنيزو فارمونو جوړول شامل دي.
ضمير وايي: ((دا برنامه د خوست مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې پلې کېږي، چې درې برخو کې کار کوي؛ يو د سبزيجاتو يا د شنو خونو په جوړولو کې، دويم د چرګانو په روزنه او درېيم د شاتو د مچيو په روزنه کې. همدارنګه د کرنې او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د شاتو د پروسس او بسته بندی لپاره يوه فابريکه هم په خوست ولايت کې جوړه کړي)).
نوموړي يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامه د نړيوال بانک او د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا يا CARD-Fبرنامه د يو، کې، ايډ UKAID په مالي لګښت پلي کېږي، چې په پيل کې څلور ميليون امريکايي ډالر ورکول کېږي او که پايله يې ښه وه، نو ټولټال به پرې ۱۴ ميليونه امريکايي ډالر مصرف شي.
د خوست والي حکم خان حبيبي دې غونډې ته وويل، د يادو بنسټيزو برنامو په پلي کولو سره به دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې څه ناڅه په ځان بسيا شي او له بله پلوه به ورسره د خلکو اقتصادي وضعه هم يو څه ښه شي.
ده زياته کړه، خوست د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د نورو ولایتونو په پرتله ځانګړې اب و هوا لري او د کرنې او مالدارۍ وزير ته يې ډاډ ورکړ، چې د يادو برنامو د ښه تطبيق په موخه به جدي اقدامات ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې په ورته وخت کې د مېلمه کوټ د پخواني باغ چې د ښار په ختيځه برخه په شاوخوا لس جريبه ځمکه کې موقعيت لري، د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې چارې يې پيل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










