منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۸ غ.و
۸°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار والي د ځنګلونو د قطع کېدو د مخنيوي امر کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۴): د ننګرهار والي په جلال اباد کې د نيالګيو کېنولو کمپاين د پيل پر مهال وويل چې د ځينو ولسواليو امنيه قوماندانانو او ولسوالانو ته يې امر کړی چې د ځنګلونو د پرې کېدو مخه ونيسي.

په ننګرهار ولايت کې د سلواغې په ۱۷مه د نیالګیو اېښودو کمپاين پيل شو چې د سيمه ييزې ادارې په وينا  په ترڅ کې به یې یونيم ميليون مېوه لرونکي او زينتي بوټي کېنول شي او د ۱۲ سوو باغونو بيارغونه به وشي.

والي سليم خان کندوزي د ننګرهار د پښتورګو په روغتون کې د څو نيالګيو په اېښودو سره پر ننګرهاريانو غږ وکړ چې د ښه چاپېريال لپاره بوټي کېنوي او پالنه يې وکړي.

هغه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په ځينو سيمو کې ځنګلونه قطع کېدل؛ خو وړمه ورځ مې امنيتي غونډه کې څينو ولسولانو او امنيه قوماندانانو ته سپارښتنه وکړه چې مخه يې ونيسي.))

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير شاکر پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال به له خصوصي سکټور سره په ګډه د پسرلي په موسم کې درې نيم ميليونه بوټي کېنوي.

د نوموړي په خبره: ((تر ځلورنيم سوه زره يې مېوه لرونکي او پاتې يې زينتي بوټي دي، موږ دا بوټي په ۱۰۰۰جريبه ځمکه کې ږدو او پالنه يې کوو.))

د کرنې رييس هم په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې د شينوارو زون په ځينو سيمو کې ځنګلونه قطع کېدل، خو يادونه يې وکړه چې اوس په سيمه کې د قومي تړونونو پر بنسټ نه قطع کېږي.

انجنير شاکر وايي: ((موږ د قطع شوو ځنګلونو لپاره پلان لرو چې بېرته په کې بوټي کېږدو څو قطع شوي ځايونه يې خالي پاتې نه شي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري بيا يادونه وکړه چې د ننګرهار په هغو سيمو کې ځنګلونه قطع کېږي چې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي.

زمری وايي: ((په پچيراګام، اچين، هسکې مېنې او ځينو نورو ولسواليو کې موږ ډېر ځنګلونه لرو، په هغو سيمو کې چې د حکومت حاکميت نشته، ځنګلونه يې وهل کېږي، هيله ده چې د سيمې خلک د دې کار مخه ونيسي.))

د ولايتي شورا دا غړی په ننګرهار کې د نيالګيو اېښودو پر کمپاين خوښي يښيي او له خلکو غواړي چې د ښه چاپېريال لپاره بوټي کېنوي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي سنګر بيا نيوکه وکړه چې هر کال حکومت لسګونه زره نيالګي کېنوي، خو بيا يې پالي نه کوي.

هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه  چې د نوو کېنول شوو نيالګيو، ونو، بوټو سمه څارنه او ساتنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه