قلعه نو(پژواک، ١٨سلواغه ٩٤): د بادغيس ولايت ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې ددې ولايت د ابکمري او قادس ولسواليو په بېلابېلو تاريخي سيمو کې خپلسرې کيندنې روانې دي.
د بادغيس د سوېلي ولسوالۍ د (قرچغي) کلي اوسېدونکي محمد سرور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په(الماس) سيمه او د قرچغي په تاريخي کلا(ملک انتر) کې خپلسرې کيندنې روانې دي.
هغه په دې اړه چې کوم کسان دا کار کوي، د جزيياتو له ورکړې پرته وويل:((داسې کسان شته چې هر وخت د لرغونو سيمو د اثارو د ويجاړۍ او فرهنګي ميراثونو د لوټولو په هڅه کې دي.))
نوموړي په دې اړه چې کيندونکو تر اوسه له دې ځايونو څه تر لاسه کړي؟ وويل:((شايد تر لاسه کړي يې وي، خو زه معلومات نه لرم او له دولت غواړم چې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې پاملرنه وکړي.))
محمدسرور زياته کړه چې په تېرو کلونو کې په دې ځايونو کې د خپل سرو کيندنو په پايله کې مسجمې، خټينې کوزې او نور توکي تر لاسه شوي دي.
دا ستونزه ددې ولايت لوديځ ته په ابکمري ولسوالۍ کې هم شته ده.
د ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکي غلام يحيى وويل چې ددې ولسوالۍ په(سينه اردو، چيلانک، دهستان او قلعه نريمان) سيمو کې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې دوام لري.
هغه زياته کړه:((تاريخي او ګران بيه شيان ممکن را ايستل شوي وي، خو زه معلومات نه لرم او شرايط هم داسې شوي چې د خپل ځان د خونديتوب لپاره په کيندنو کې د ښکېلو کسانو شهرت نه شو ويلى.))
د هغه په خبره، هر کال په ژمي کې دا ډول کيندنې روانې وي، خو (( داسې هېڅوک هم نه شته چې د اثارو او ملي پانګې د ويجاړۍ مخنيوى وکړي.))
د هغه په خبره، د کال په نورو موسمونو کې کيندنې له دې امله درېږي چې خلک په کرکيله او نورو کارونو بوخت وي.
راپورونه څرګندوي چې دهستان يو مهال د بادغيس ښار تر ټولو مهمه او ګڼ مېشې سيمه وه چې د (چيلانک) غونډۍ يې له اسلام وړاندې شاوخوا زر کلن تاريخي قدامت لري.
غلام يحيى وويل چې په (سينه اردو) سيمه کې هم پخوا خپل سرې کيندنې شوې او ويل کېږي چې له دې سيمې نه خټينې کوزې او ځينې نور تاريخي اثار تل لاسه شوي دي.
همدارنګه د(نريمان) کلا د قلعه نود لوديځ شاوخوا ٧٠ کيلومترۍ کې پرته ده چې لرغوني بندونه او حيرانوونکې ودانۍ لري.
د بادغيس د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست عبدالخليل فروتن وويل د قادغس ولسوالۍ له(قرچغى او الماس) ولسوالۍ پرته د ابکمري په سينه اردو، چيلانک، دهستان او نريمان سيمو او د جوند په (اب پوده) سيمه کې هم له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې خپل سرې کيندنې روانې دي.
د جوند او اب ايستاده سيمې چې په ( اب پود) سره مشهورې دي، د بادغيس ولايت له طبيعي او تاريخي منظرو نه شمېرل کېږي.
د هغه په خبره، اکثره دا ډول سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو تر نفوذ لاندې دي او ځينې خلک ترې ناوړه کار اخلي او لرغوني اثار لوټوي.
فروتن وويل:((تر اوسه په دې کيندنو کې د تاريخي اثارو د ترلاسه کولو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.))
د هغه په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول کشفي ارګانونو ته خبر نه دى ورکړى، څو له دې خپل سرو کيندنو مخنيوى وکړي.))
د بادغيس امنيه قوماندانۍ د امنيه امرعبدالعزيز اماني وويل چې د لسواليو ټولو امنيه قوماندانيو او کشفي ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې ددې کيندنو مخنيوى وکړي.
نوموړي د بادغيس له خلکو غوښتنه وکړه چې د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې له دولتي ارګانونو سره مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، ددې ولايت امنيتي ادارو په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ٧ قلمه لرغونو اثارو د کشف او نيولو خبر ورکړى و او تر دې وړاندې هم د قادس ولسوالۍ پوليسو ٦لرغوني اثار ددې ولايت له اړوندو ساحو نه نيولي وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې پنځه زره تاريخي ساحې او ١٤٠٠ تاريخي بناوې ثبت شوې او له دې پرته په هېواد کې نا ثبت شوي تارخي اثار هم شته دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










