ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سعودي کې د تاوتريخوالي خلاف نړيوال کنفرانس جوړ شو

په سعودي کې د تاوتريخوالي خلاف نړيوال کنفرانس جوړ شو

author avatar
8 Feb 2016 - 11:19
په سعودي کې د تاوتريخوالي خلاف نړيوال کنفرانس جوړ شو
author avatar
8 Feb 2016 - 11:19

رياض (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د څلوېښت هېوادونو د استازو په ګډون د تاوتريخوالي او دا چې اسلام د رحمت دين دی، په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شوى دى.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دغه نړيوال کنفرانس په رياض کې د ملک سعود پوهنتون له خوا جوړ شوى چې په کې د نړۍ له څلوېښت هېوادونو څخه علماوو او پوهانو برخه اخيستې ده.

د سعودي عربستان ستر مفتي شيخ عبدالعزيز ال الشيخ دغه کنفرانس ته په خپله وينا کې ويلي چې اسلام د رحمت او د تاوتريخوالي خلاف دين دی.

هغه زياته کړه چې په اسلام کې ځانمرګى يا انتحار نشته، اسلام د سولې او پخلاينې درس ورکوي.

دا دوه ورځنى کنفرانس چې پرون پيل شوى، د سعودي عربستان د رياض والي يې مشري کوي او له افغانستان څخه په دغه کنفرانس کې د جماعت الدعوة مشر شيخ سيمع الله، ليکوال او ژورنالېست حکمت ساپي ګډون کړى دى.

د افغانستان د جماعت الدعوة مشر شيخ سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول کنفرانسونه د تاوتريخوالي او تشدد د له منځه وړلو لپاره مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه چې ډېر خلک د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او له دغو کنفرانسونو څخه د اسلام اصلي روح خلکو ته روښانه کېـږي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.