جلال اباد(پژواک،۲۰ سلواغه۹۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د اسيا د فرهنګي ميراثونو سازمان به د ننګرهار د هډې موزيم په رغولو کې مرسته وکړي او ۱۴ قلمه تاريخي آثار به يې ور وسپاري.
د ياد وزارت د ګرځندوی او اداري چارو مرستيال زردشت شمس د سلواغې په ۲۰مه، په جلا ل اباد کې د ياد سازمان له مشر تاکَهاشکي سره په خبري کنفرانس کې وويل، چې د توکيو په غونډه کې به په نړيواله کچه د دې موزيم د جوړېدو او لوټل شوو اثارو د بېرته سپارلو غوښتنه وشي.
د هډې موزيم ، چې د بودايانو ستر مرکز او عبادات ځای و، د جلال اباد ښار سوېل ته د هډې فارم په سيمه کې موقعيت لري.
دا موزيم د کورنيو جګړو پر مهال لوټل شوی او ډېرې ځمکې يې غصب شوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال وايي چې بېرته يې رغوي.
شمس وايي: ((د اپريل په مياشت کې د جاپان په توکيو کې د اسيا د فرهنګي ميراثونو سازمان غونډه ده، دا سازمان به په نړيواله کچه د هډې موزيم د بيا رغولو لپاره مرسته وغواړي.))
د نوموړي په وينا، په دې غونډه کې چې سلګونه تاريخي اثار نندارې ته وړاندې کېږي، ۱۴ اثار د هډې موزيم اړوند دي او بېرته به افغانستان ته وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه چارواکي يادونه وکړه، چې د دې موزيم کابو ټولې برخې له منځه تللي او د اثارو د لوټېدو ترڅنګ يې ځمکه هم غصب شوې ده.
هغه وايي: ((موږ به ډېر ژر ننګرهار ته خپل پلاوی راولېږو چې د موزيم ساحه معلومه کړي، بيا به يې غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړو.))
د اسيا د فرهنګي ميراثونو سازمان مشر تاکهاشکي په دې کنفرانس کې وويل: ((هډې موزيم د بودايانو معبد او مرکز و ، چې ډېر تاريخي قدامت لري دا موزيم په کورنيو جګړو کې له منځه تللی او اثار يې لټول شوي دي.))
تاکهاشکي وايي: ((موږ به ډېر ژر د دې موزيم د جوړولو پر چارو کار پيل کړو او په دې برخه کې به د نړيوالو مرستې هم راجلب کړو.))
د ختيځي سيمې د ليکوال او ژورنالېستانو د ټولنې مشر او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد لال پاجا ازمون پژواک اژانس ته وويل، چې د هډې موزيم د بودايانو عبادات ځای او د ګندهارا مرکز وو.
ازمون وايي: ((په خپله د بودايانو د مشر د سر کوپړۍ هم دغلته موندل شوې، ځکه خو ورته د هډې سيمه وايي. د اسلام په راتګ سره بودايانو خپل معبدونه او بوتان چې له ګټو جوړ وو دلته په خارو کې پټ کړل، له ۱۳۵۰کال نه وروسته په کورنيو جګړو کې دا موزيم ولوټل شو او بوتان يې نورو هېوادونو ته قاچاق شول.))
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ژمنې هرکلی وکړ او يادونه يې وکړه چې د ولايت مقام به په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
خوږياڼي زياته کړه: ((چې وزارت معلومه کړي په کومه برخه کې د ياد موزيم ځمکې غصب شوي، د ولايت مقام به جدي اقدام وکړي او ځمکې به يې راوګرځوي.))
پر دې سربېره په سره رود ولسوالۍ کې د اهل هنود د مذهبي مشر ګروه نانک چينې، په جلال اباد کې د سراج العمارت لرغونې ماڼۍ او ورته سلګونه نور تاريخي ابدې او فرهنګي ميراثونه شته، خو ډېر يې په کورنيو جګړو کې زيانمن شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










