Language

مدني فعالانې: په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض کېږي

خوست (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د خوست يو شمېر ښځينه مدني فعالانې وايي چې په دولتي ادارو کې د دوی پر وړاندې له يو ډول تبعيض څخه کار اخیستل کېږي.

دوی دا څرګندونې د هغه دری ورځني ورکشاپ په لړ کې وکړې چې د ښځو د ظرفيت لوړونې نړيوالې ادارې (UNWOMEN) له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعيض د مخنيوي په موخه جوړ شوی چې د سړيو تر څنګ د دغه ولايت لسګونه ښځو هم په کې ګډون کړی دی.

د ياد ورکشاپ يوه تنظيموونکي باز ساپي وويل چې يوازېنۍ موخه له ياد ورکشاپ څخه په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض مخنيوی او په مدني، سياسي او تعليمي برخو د هغوی د ونډې په ارزښت ځانګړې شوې ده.

هغه وويل: ((ښځې هم د ټولنې يوه برخه ده، بايد چې له خپلو حقوقو څخه خبرې شي او له سړو سره  اوږه په اوږه په مدني، سياسي او تعليمي برخو کې ونډه واخلي.))

بلخوا د ياد ورکشاپ ښځينه ګډونوالې وايي چې د افغانستان اساسي قانون په سراحت سره ويلي چې د ژوند په ټولو چارو کې بايد ښځو پوره پوره ونډه ورکړل شي، خو له بده مرغه چې دغه اصل ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

د ورکشاپ يوې ګډونوالې مېرمن کاملې اکبري په تېر ديارلس کلن دولت او د ملي يوالي پر حکومت تور پورې کړ چې ګنې له ښځو سره توپيري چلند کوي او هغه حقوق چې دوی ته د افغانستان اساسي قانون او نورو وضعي قوانينو ورکړي، له هغې بې برخې دي.

هغې وويل: ((په دولتي ادارو کې د ښځو کمه ونډه هغه بېلګه ده چې له ښځو سره د تبعيض ښکارندويي کوي. يوازې د عامې روغتيا، د پوهنې او د ښځو چارو رياست هغه ادارې دي چې د دغه ولايت ګوتو په شمېر ښځې په کې دندې ترسره کوي.))

کاملې اکبري دغه راز وويل چې دولت دې د ښځو د ژوند د بهبود او د هغو د اقتصاد د پياوړتيا په موخه د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې لويې او وړې پروژې پلې کړي.

يوې بلې مدني فعالې مېرمن ناديه باوري د ياد ورکشاپ په لړ کې وويل، که چېرې نارينه د اسلام پر مقدس دين باندې پوره پوهه ترلاسه کړي، نو هغه زور زياتی چې دا مهال په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې موجود دی، له منځه ولاړ شي.

هغه وايي: ((په افغانستان کې له ښځو سره ډېر زياتی کېږي، په تېره په اطرافي سيمو کې، ديني عالمان بايد خلکو ته د ښځو د هغو حقونو په اړه پوره معلومات ورکړي چې د اسلام مقدس دين ورکړي دي.))

په ورته وخت کې د خوست د استيناف څارنوالۍ رييس محمد شعيب ثابت هم وايي چې د اسلام مقدس دين د سړيو په پرتله ښځو ته ډېر حقوق ورکړي او د هغوی پر وړاندې يې هر ډول تبعيض منع کړی دی.

نوموړي دغه راز وويل چې د دولت په جوړونه کې هم د ښځو ونډه ډېره مهمه ده، خو په دې شرط چې د هغوی ستر او پرده خوندي وي.

login or register a new account.

Related Topics