ترينکوټ (پژواک، ٢٢ سلواغه ۹۴): په اروزګان ولايت کې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې شبکه فعاله شوه څو په دغه ولايت کې ورسره مېرمنې وکولى شي خپلو حقونو ته لاسرسى پيدا کړي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي د دې شبکې پر فعالېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې له دې وروسته به اروزګانۍ مېرمنې وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي او د يادې شبکې له لارې به عدالت ته لاسرسى پيدا کړي.
هغه وويل چې د دغه ولايت د ښځو پر وړاندې ګڼې ستونزې شته او د لرې کولو لپاره يې د ولايت مقام بېلابېل پروګرامونه په پام کې نيولي دي.
خروټي پر اروزګانيانو غږ وکړ، هغه حقوق چې ښځو ته په اسلام کې ورکول شوي، مخنيوى يې ونه کړي.
په دې غونډه کې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې شبکې يوې غړې پري ګل صميمي مموزۍ وويل چې دا شبکه د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې فعاليت کوي او موخه يې د عدالت ورکول او د ښځو غږ پورته کول دي چې ښځې وکولاى شي د همدې شبکې په مرسته خپلې ستونزې هوارې او د هېواد په سرنوشت سازو موضوعاتو کې د ګډون په موخه د خپلو حقونو ننګه وکړي.
د اروزګان د ملي امنيت رييس جنرال ذکريا عزيزي وويل چې ښځو ته په اسلام کې ډېر حقوق ورکول شوي او دغه حقوق معلوم دي.
د اروزګان د ښځو چارو رييسې رڼا سميع وفا وويل، اسلام چې ښځو ته کوم حقوق ورکړي، بايد دوى له هغو حقونو څخه برخمنې شي.
هغې زياته کړه چې اوس مهال د ښځو په برخه کې د ستونزو د هواري لپاره ډېرې ادارې فعاليت لري او تر ډېره به د ښځو هغه ستونزې چې اوس مهال ورسره مخ دي، هوارې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










