منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نى: اووه راډيوګانې د مالي او امنيتي ستونزو په سبب بندې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 کابل(پژواک،٢٢ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ازادو رسنيو دملاتړ بنسټ(نى) يوه نظر پوښتنه څرګندوي چې د ١٧٥راډيوګانو له ډلې يې اووه راډيوګانې د مالي او امنيتي ستونزو په سبب بندې شوې او ګڼ شمېر راډيوګانې له دې دوو ستونزو شکايت کوي.

د افغانستان د رسنيو د څار ټولنې مشر صديق الله توحيدي، په کابل کې  د راډيو نړيوالې ورځې(١٣ فبروي) د نمانځنې مراسمو ته وويل چې د نى دفتر په ٣٤ ولايتونو کې د ټيليفوني خبرو له لارې د شاوخوا ١٢٠ سيمه ييزو راډيوګانو له چارواکو سره د راډيو ګانو د وضعيت ارزونه کړې، دا ارزونه څرګندوي چې د روان کال په ترڅ کې اووه راډيوګانې د مالي او امنيتي ستونزو له امله له کاره لوېدلې دي.

هغه په ډاګه کړه چې په دې وروستيو کې يوه په هرات کې د مالي ستونزو په سبب او يوه راډيو په غزني کې د امنيتي ګواښونو په سبب د طالبانو لخوا بنده شوې ده.

 توحيدي وايي چې په نظر پوښتنه کې شاملې ٧٥ سلنه راډيوګانې له مالي ستونزو سره مخ دي او ٦١ سلنه راډيوګانو چارواکي امنيتي ستونزې هم د خپلو راډيوګانو د فعاليت پر وړاندې عمده ننګونې بولي.

د هغه په خبره، د ښځينه کارکوونکو نشتوالى او اطلاعاتو ته نه لاس رسى، د راډيوګانو درېيمه او څلورمه درجه ستونزې دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په کابل کې ٢٦ راډيوګانې خپرونې لري چې ٨٤ سلنه يې له اقتصادي، ٨ سلنه يې له امنيتي او ٨ سلنه نورې د تخنيکي وسايلو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د هغه په خبره، د هېواد په مرکزي سيمو کې د راډيوګانو مشرانو له اقتصادي ستونزو شکايت کړى، په ارزونه کې د شاملو شاوخوا  ٥٢ سلنه راډيوګانې له امنيتي، ٢٦ سلنه نورو  د مسلکي ښځينه کارکوونکو او ٢١ سلنه نورې معلوماتو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخ  دي.

د نى معلومات څرګندوي چې په سويل کې په نظر پوښتنه کې ټولې شاملې راډيوګانې له اقتصادي ستونزو شکايت لري، خو ددې وزن د ٥٨سلنه راډيوګانو مديران له امنيتي ستونزو، ٢٦سلنه د مسلکي ښځينه کارکوونکو، ١٦ سلنه يې معلوماتو ته نه لاس رسى د خپل کار له عمده ننګونو بولي.

 توحيدي وويل چې د هېواد په شمال کې راډيو ګانې مالي او اقتصادي ستونزې د خپلي کار د دوام عمده ستونزي بولي او دېد راډيو ګانو ٧٦ سلنه امنيتي ستونزې، ١٤ يې د مسلکي ښځينه کارکوونکي له نشتوالي او ١٠ سلنه نورې يې معلوماتو ته د لاسي رسي له نشتوالي سر ټکوي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان په ختيځ کې هم په نظر پوښتنه کې ټولو شاملو راډيو ګانو مالي او اقتصادي ستونزې خپلې عمده ننګونې بللې او ددې راډيو ګانو نيمايي يې د مسلکي مېرمنو له نشتوالي، نيمې نورې يې د تخنيکي وسايلو او معلوماتو ته نه لاس رسى د ځان پر وړاندې ننګونې بولي.

 د هغه په خبره، د هېواد په شمال کې هم په نظر پوښتنه کې شاملو راديو ګانو اقتصادي او امنيتي ستونزې د ننګونو په توګه يادې کړې، په داسې حال کې چې نيمايي نورې يې بيا د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي او معلوماتو ته نه لاس رسى خپلې ستونزې بولي.

توحيدي څرګنده کړه چې ننګرهار، سمنګان، ارزوګان، هرات، پروان، غزني، جوزجان، کندوز، دايکنډي، زابل‎، کندهار، هلمند، خوست، وردګ او کونړ د مسلکي او ښځينه کارکوونکو نشتوالى عمده  او مهمې ننګونې بولي چې په باور يې ددې ستونزې له منځه وړل به وخت او لګښت ته اړتيا ولري.

 په دې ولايتونو کې د راډيو ګانو چارواکي وايي چې د جګړو او نا امنيو د پراختيا په سبب ورسره يو شمېر مسلکي ښځينه کارکوونکو کار پرېښى دى.

هغه وايي چې په کابل، شمال او ختيځ کې د راډيو مشرانو د برېښنا له نشتوالي هم شکايت کړى او ويلي يې دي چې په ځينو مواردو کې يې د برېښنا د لګښت ورکړه له توان لوړه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور