کابل (پژواک،٢٤ سلواغه ٩٤ ): د افغانستان کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ ودې پروګرام لومړۍ برخه، دملګرو ملتونو د پراختيايي صندوق د ٥٦ ميليونو امريکايي ډالرو په مرسته ، پنځو کلنو کې پلى کېږي.
د هېواد د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير؛ نن هغه ورکشاپ کې چې ددې پروګرام د معرفي کولو په موخه د ياد وزارت رييسانو هم په کې برخه اخيستې وه، وويل چې د دويم لومړيتوب ملي پروګرام (SNaPP2) به پنځلسو کلنو کې هېواد کې عملي شي.
د نوموړي په وينا، د ياد پروګرام لومړۍ برخه ددې ورکشاپ په جوړېدو سره پيل کېږي چې بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې پنځو راتلوونکو کلنو کې د ملګروملتونو د پراختيايي صندوق له لوري د ٥٦ ميليونو ډالرو په مرسته د کليو پراختيا وزارت په همکارۍ د کرنې وزارت له لوري پلې کېږي.
سرچينې زياته کړه چې ددې پروګرام له لارې کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو ته د کرنې، بڼوالۍ او مالداري په برخه کې د نوو لارو چارو روزنه ورکول کېږي او پرې د اړتيا وړ وسايل وېشل کېږي.
همداراز ضمير زياته کړه چې د ځمکو خړوبول او کرنيزو محصولاتو ته د بازارموندنې روزنه هم ددې پروګرام يوه برخه ده چې په ټوليز ډول به يادو دريو ولايتونو کې ٤٢٠ زره کسان ددې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.
نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې ددې پروګرام ډېر تمرکز پر مېرمنو دى چې د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې کار کوي.
د کرنې وزير وويل چې پاتې نور ولايتونه به هم ددې پروګرام د نورو برخو تر پوښښ لاندې راشي.
نوموړي و نه ويل ، چې له لويه سره ددې پروګرام د تطبيق لپاره څومره پيسو ته اړتيا ده؛ خو يادونه يې وکړه چې ياد صندوق ژمنه کړې ده چې د لسو نورو کلنو لپاره هم ددې پروګرام مالي ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د کرنې برخې پراختيايي صندوق مسوول قايم شاه نننۍ غونډه کې وويل چې ددې مرستې موخه د هېواد لرې پرتو سيمو کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ وده او د افغانستان خلکو د ژوند وضعيت ښه کول دي.
نوموړي هم وويل چې دا صندوق ژمن دى څو تر راتلونکو ١٥ کلنو پورې ددې پروګرام مالي ملاتړ وکړي.
هغه وويل چې د ملګرو ملتونو کرنې پراختيايي صندوق له ١٣٥٦ کال څخه وړاندې هم د افغانستان له کرنې برخې سره مرسته کول؛ خو وروسته له هغه يې د ناامنيو له امله تر ١٣٨٦کال پورې خپلې مرستې بندې کړې.
سرچينې يادونه وکړه چې دې صندوق له ١٣٨٦کال راهيسې د افغانستان کرنې برخه کې ١٣٦ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
د کليو پراختيا وزارت مرستيال محمدشريف، د دويم لومړيتوب ملي پروګرام ګټور او غوره وباله او ويې ويل چې ياد وزارت به ددې پروګرام د عملې کېدو په برخه کې اړينه همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه چې تر دې وړاندې د کرنې او کليو او پراختيا وزارت تر منځ اړينې همکارۍ شتون نه درلود نو ځکه د کرنې برخه کې ځينې پروګرامونه بريالي نه وو.
هغه په دې اړه جزييات ور نه کړل؛ خو زياته يې کړه چې د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره هڅه کېږي چې دا ډول پروګرامونه په همغږي او بريالي ډول تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اتيا سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په کار اخته دي؛خو لاهم د کرنيزو محصولاتو برخه کې ډيرى اړتياوې د وارداتو له لارې ترسره کېږي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي چې افغان دولت بايد د اقتصاد ودې او پراختيا لپاره د کرنې ميکانيزه کېدو ته پام وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










