منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

ترينکوټ ( پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۴):  د کرنې او مالدارۍ وزير اسد الله ضمير وايي چې په راتلوونکي لمريز کال کې به په اروزګان ولايت کې ددغه وزارت له خوا د ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې پلې شي.

اسد الله ضمير چې د سلواغې په ٢٨مه په يوه ورځني سفر د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته راغلى و، له ځايي چارواکو سره د ليدنو ترڅنګ  يې په ترينکوټ ښار کې د درېيو پروژو د بنسټ ډبرې هم کېښودې.

هغه وويل، چې اروزګان ته يې د سفر موخه له تېرو پروژو څخه ليدنه او ارزونه او د نويو پروژو په اړه ددې ولايت خلکو ته خبر ورکول و.

ضمير زياته کړه چې وزارت يې په اروزګان ولايت کې د بېلا بېلو پروژو د پلي کولو پلان لري چې په کې د اوبو کوچني کانالونه،  استنادي دېوالونه، د مېوو لرونکو باغونو جوړول، داصلاح شويو تخمونو وېش، د سړو خونو او  شنو خونو جوړول، د کشمش خانو جوړېدل او نورې شاملې دي.

د کرنې وزير وويل چې د ١٣٩٥ لمريز کال په ترڅ کې به د دغه وزارت له خوا په دې ولايت کې د ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې پلې کړي.

هغه د اروزګان ولايت له اوسېدونکو وغوښتل چې د بيارغونې د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي او له امنيتي مسوولينو يې وغوښتل چې امنيت يې ټينګ کړي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به د يادو  پروژو د پلي کېدو په برخه کې په بشپړ ډول همکاري وکړي .

هغه زياته کړه، هڅه به وکړي  ترڅو هغه سيمې چې اوس مهال له نا امنۍ سره مخ دي ، په کې امنيت ټينګ کړي او د بيارغونې پروژو پلي کولو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره کړي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه