منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تخار کې د ديني زده کړو لپاره زمينه برابره شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

تالقان(پژواک،٢٨سلواغه٩٤):په تخار ولايت کې د ديني زده کړو لپاره زمينه برابره شوې او تر دې وروسته ددغه ولايت اوسېدونکي اړ نه دي چې د ديني زده کړو لپاره پاکستان او يا هم نورو هېوادونو ته  لاړ شي.

د تخار ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست وياند عبدالقدوس مخلص د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ديني مدرسو شمېر ٢٤٦ ته لوړ شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه شمېر  مدرسې کولى شي د ديني زده کړو په برخه کې د تخار د اوسېدونکو اتيا سلنه اړتياوې پوره کړي.

هغه زياته کړه: (( د دې مدرسو فارغينو ته موږ اسناد ورکوو او خوښ په دې يو چې ددې مدرسو په فعاليت سره نور د تخار اوسېدونکي اړ نه دي چې نورو هېوادونو ته د ديني زده کړو لپاره سفرونه وکړي.))

د هغه په وينا، تر دې وړاندې يو شمېر افغانان د ديني زده کړو لپاره پاکستان ته ورتلل چې هلته ورته د ديني زده کړو ترڅنګ د ترهګرۍ په برخه کې هم زده کړې ورکول کېدې.

دى ادعا کوي: ((پاکستانۍ مدرسې د ځانمرګو بريدګرو په کار خانو بدلې شوي او هغه کسان چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه تر سره کوي او يا هم د افغان دولت خلاف فعاليت کوي په پاکستان کې يې ديني زده کړې  کړې دي.))

ده وويل چې د ارشاد، حج او اوقافو رياست هڅه کوي ترڅو د تخار ولايت ټولې مدرسې راجستر او په معيارونو يې برابرې کړي.

دغه راز د تخار په مرکز تالقانو کې د ديني مدرسې تحسين القران بنسټ اېښودونکي منصف الرحمن منصف پژواک ته وويل چې نورو هېوادونو ته د افغانانو دتګ د مخنيوي په موخه يې دغه مدرسه جوړه کړې ده.

ده هم وويل چې يو شمېر افغانانو ته د پاکستان په ديني مدرسو کې د ديني زده کړو پرځاى د ترهګرۍ زده کړې ورکول کيږي.

منصف الرحمن په خپله هم په پاکستانيو مدرسو کې دينې زده کړې کړې دي.

هغه وايي: (( کله چې پاکستان کې مدرسې ته ولاړم، د مدرسې ځينو استادانو راته وويل چې څه کوې نورې زده کړې کوې، ځه افغانستان کې جهاد وکړه او فدايي حملې وکړه، ما ورته وويل چې د قران کريم په کوم ځای کې راغلي چې څوک دې انتحار وکړي؟ دا خو د اسلام د دين خلاف عمل دی.))

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

ده وويل چې د پاکستاني استادانو يادې غوښتنې خواشينى کړ نو ځکه يې په تخار ولايت کې مدرسه جوړه کړه.

هغه وايي چې اوسمهال لسګونه کسان يې په مدرسه کې زده کړې کوي چې له بيوزلو څخه نه ، خو له نورو کسانو څخه د مياشتې درې سوه افغانۍ د فيس په توګه اخلي.

منصف زياته کړه: (( له همدې پېسو څخه د کور کرايه او د استادانو معاش ورکوم.))

د تحسين القران ديني مدرسې زده کوونکې نسيمې تقوا پژواک ته وويل چې په دې مدرسه کې په تجويد سره د قران کريم زده کړې کوي.

هغې زياته کړه: (( زه ډيره خوشحاله يم چې زموږ په کوڅه کې مدرسه جوړ شوې ځکه زده کړه په په ټولو فرض ده.))

د تقوا په وينا، له ديني زده کړو څخه ناخبري په ټولنه کې د تاوتريخوالي اصلي لامل ګنل کېداى شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي شورا غړو او نورو چارواکو هم ويلي چې افغان ځوانانو ته د پاکستان په مدرسو کې د ديني زده کړو پرځاى د ترهګرۍ زده کړې ورکول کيږي.

دوى ټينګار کوي چې په هېواد کې بايد مدرسې جوړې شي ترڅو د ديني زده کړو لپاره پاکستان ته د افغان ځوانانو د تګ مخنيوى وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور