کابل (پژواک،٢٩ سلواغه ٩٤): د افغان فلم پخوانى مشر وايي چې نامسلکي کسان د فلم ټولې برخې پر مخ وړي او سينما له ١٣٧١ لمريز کال وروسته نه ده توانېدلې، چې ډېر او غوره فلمونه توليد کړي.
انجينر لطيف، دا مطلب له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پرمهال څرګند کړ.
د طالبانو له واکمنۍ څخه وړاندې افغانستان کې فلم جوړونه په مسلکي ډول موجوده وه او غوره لاسته راوړنې يې هم درلودې؛ خو دې هنر د طالبانو رژيم پرمهال خپل رنګ له لاسه ورکړ.
د طالبانو واکمنۍ پرمهال "د ١٣٧٠ لسيزې نيمايي کې" د فلم جوړول او هر راز انځوريزې خپرونې بندې شوې او ښځو نه شو کولى چې له کور څخه بهر په ځانګړې توګه په رسمي دفترونو کې دنده ترسره کړي؛ دا خو خورا ګرانه وه چې ښځې او نجونې په فلمونو کې نقش ولوبوي.
د افغان فلم مخکيني مشر وويل چې د رژيم او حالاتو بدلېدو او بهرنيو هېوادونو ته د افغان سينماګرانو تېښتې سينما زيانمنه کړه او سينما له ١٣٧٠ لسيزې څخه وروسته و نه توانېده، څو ډېر او غوره فلمونه توليد کړي.
نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کلونو کې د "عروج" له فلم پرته چې ١٣٦٩کال کې جوړ شو، نوره نو سينما له منځه ولاړه او د ١٣٧٠ لسيزې په نيمايي کې د طالبانو له واک ته رسېدو څخه وروسته د سينما دروازې بندې شوې او هېڅ راز سينمايي فعاليت ته اجازه نه ورکول کېده.
د ياد پخواني سينماګر په باور، په تېرو ١٥ کلونو کې د ډيجيټلي انقلاب پرمټ بايد د سينما د ودې لپاره ډېر کارونه شوي واى؛ خو د دې ترڅنګ چې ترې سمه استفاده و نه شوه، سينما د داسې کسانو لاس ته پرېوته چې هغوى د مسلک، د دې پديدې، ډرامې، ادبياتو او ډيالوګ په اړه معلومات نه درلودل.
انجينر لطيف ادعا وکړه چې دا کسان د فلم جوړولو په ګډون د فلم ټولې برخې، د فلم اتل او داسې نور خپله پرمخ وړي؛ نو ځکه د هېواد سينما ته ناوړه فرهنګ دننه شوى دى.
نوموړي د دې مطلب په ډاګه کولو سره چې د هېواد سينما له خپل مسير څخه بې لارې شوې او خلکو هم له سينما څخه واټن نيولى دى، زياته کړه: "اوسمهال له ٢ – ٤زرو ډالرو پورې فلم جوړوي چې کيفيت، محتوا او ... نه لري."
دې مسلکي سينماګر وويل چې دولت دې د سينما شورا او مقررات رامنځ ته کړي، څو د هېواد سينما له دې ستونزې څخه خلاصه شي.
د افغان فلم مشر محمد ابراهيم عارفي وويل چې د طالبانو له رژيم وروسته سينما له خنډونو سره مخامخ شوه چې د لوړپوړو دولتي چارواکو له مداخلې پرته يې ژغورل ګران کار دى.
هغه زياته کړه: "داسې کسان وو او شته چې د طالبانو واکمنۍ له نسکورېدو وروسته يې سينما ته وده ورکړې، خو دا هڅې د ناسم مديريت له امله بې پايلې وې."
د افغان فلم مشر وويل چې سينما کولى شي ټولنه کې ستر بدلونونه راولي، فرهنګ بدل او د انسانانو په پېژندګلوۍ کې مرسته وکړي.
عارفي وويل: "نن د کندهار ولسونه د هرات نه پېژني او د کندوز خلک د زابل نه پېژني او لامل يې ناامني ده؛ موږ د سينما پرمټ کولى شو خپلې پولې ماتې کړو او خپل فرهنګ د نړيوالو نندارې ته وړاندې کړو."
نوموړي زياته کړه، خو سربېره له دې هم د افغانستان سينما خپل ځاى نړيوالو ته ثابت کړى دى او نن زيات افغان سينماګران د دې ترڅنګ چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي، بهرنيو محفلونو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي او فلمونه يې په ډېر عزت او درناوي نندارې ته وړاندې کېږي.
د افغان فلم مشر زياته کړه چې د ډاکټر نجيب رژيم پرمهال د يوه فرمان له لارې افغان فلم خپل استقلال له لاسه ورکړ او وزارتونو ته ووېشل شو؛ د ياد فرمان له مخې، سينما کې ټول مديريت، نظم او ترتيب له منځ ولاړ.
عارفي زياته کړه، سينما داسې وزارتونو پورې تړاو لري چې قطعاً د سينما په توګه ترې استفاده نه کوي، د سينماګانو مديريت کابل ښاروالۍ، عدليې او ښځو چارو وزارتونو ته سپارل شوى دى چې ترېنه د کنفرانسونو د تالار او يا سوداګريزو سينماګانو په توګه ګټه اخلي.
نوموړي وويل: "د افغانستان سينما ټوټه ټوټه شوې ده، د فزيکي او معنوي جوړښت له اړخه ناسمى لارې ته کاږل شوې ده، يعنې يوې ځانګړې سينمايي ادارې ته چې افغان فلم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دى، نه ده سپارل شوې، که څه هم د يوه مکتوب له لارې د خپلې خپلواکې غوښتنه مو وکړه، خو د چارو ادارې زموږ مکتوب مسترد کړ او ويلي يې دي چې بايد د وزارتونو موافقه ترلاسه کړو."
هغه وويل: "زموږ سينما د سم مديريت له لارې يو ځاى ته رسېدله، دلته چې هر څوک واک ته ورسېږي، د دې پرځاى چې کار وکړي، خنډونه رامنځ ته کوي؛ د بېلګې په توګه ملي ټلويزيون بايد د افغاني فلمونو خپرولو ته زړه ښه کړي که لنډ وي او يا اوږده، اجازه ورکړي چې خلک وګوري افغانان څومره استعداد لري."
د افغان فلم مشر زياته کړه، فلمونه بايد له تبعيض څخه پرته د يوه کمېسيون له لارې خپاره شي، فلمونه خپرولو ته چمتو دي؛ خو ټلويزيونونه دې ته لېوال شوي نه دي، څو هغه ان په وړيا ډول له افغان فلم څخه ترلاسه او نندارې ته يې وړاندې کړي.
عارفي وويل: "د سليم شاهين په نوم فلمونه له ترکي او هندي سريالونو څخه غوره دي، بايد لږ پيسې له زړه څخه وباسي، خپل افغاني فلمونه وپېري او نندارې ته يې وړاندې کړي، دا پيسې کولى شي افغان فلم سره مرسته وکړي، څو افغاني فلمونه او سريالونه چمتو کړي."
دا په داسې حال کې ده چې خصوصي ټلويزيونونه ډېرى امريکايي، هندي او ترکي سريالانو خپروي او ډېر لږ تر سترګو کېږي، چې افغاني فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.
د افغان فلم مشر وويل، کله چې افغاني سينماګران غواړي خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، ښاروالۍ له هغوى څخه ډېره ماليه ٤٠زره افغانۍ د نندارې حق په نوم ترلاسه کوي.
خو د ښاروالۍ کلتوري مسوول وويل، هر فلم چې يو وخت نندارې ته وړاندې کېږي، ١٢زره افغانۍ ترې اخلي، بېلابېل فلمونه هره ورځ په سينما کې نندارې ته وړاندې کېږي؛ خو افغاني فلمونه چې هره چهارشنبې ورځ نندارې ته وړاندې کېږي، ښاروالۍ نيمې پيسي ٦٥٠٠ افغانۍ ترې ټکس اخلي.
نوموړي زياته کړه، کله چې افغانستان ٢٨ ولايتونه درلودل، ټول هېواد کې ٢٨ سينماګانې وې او کابل کې ٢٢ سينماګانې وې چې د پامير، اريانا، پارک فعالې او خيرخانې مېنې نيمه فعاله سينما هم په کې شاملې وې.
د افغان فلم مشر وويل چې د خيرخانې سينما ودانۍ او ځمکه هم د افغان فلم اړوند ده؛ خو نن هغه ښاروالۍ غصب کړې ده، يو فرمان ته اړتيا ده چې سينماګانې د افغان فلم اړوند شي چې سم مديريت يې وشي او سينما ته وده ورکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغان فلم رياست ١٣٤٧کال کې تاسيس شو او د فلم جوړولو لومړنۍ خصوصي کمپنۍ د "نذيرفلم" په نوم ١٣٥١کال کې هېواد کې رامنځ ته شوه.
د افغان فلم مشر وويل، د ښځو چارو وزارت د زينب سينما شاوخوا يو ستر دېوال جوړ کړى او له سالون څخه يې د خپلو کنفرانسونو تالار په توګه کار اخلي، په هره برخه کې له دې هېواد سره جفا کېږي او څوک يې شتمنيو ته پاملرنه نه کوي.
خو د ښځو چارو وزارت د خپرونو مشرې مېرمن هيلۍ نېکزاد پژواک ته وويل، چې زينب سينما د امان الله خان لور د ښځو وړتياوو لوړولو لپاره جوړه کړې وه، چې د ښځو لپاره په کې روزنيز، تدبيرمنزل، پخلي او خياطي ځينې فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل.
نوموړې زياته کړه چې همدې ځاى کې د "مېرمنو ټولنه" هم شتون درلود؛ د ښاروالۍ دا ادعا په بشپړه توګه تېروتنه ده، زينب سينما د ښاروالۍ نه، بلکې د ښځو چارو وزارت اړوند ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










