مهترلام (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤) : د لغمان والي د پوهنې له وزير سره دليدنې پر مهال د دې ولايت د پوهنې په برخه کې د بنسـټيزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې وزير دوکتور اسدالله حنيف بلخي پرون په يوه ورځني سفر دې ولايت ته راغلى و.
هغه زياته کړه، د لغمان والي عبدالجبارنعيمي له وزير سره د ليدنې پر مهال هغه ته په دې ولايت کې د پوهنې په سکتور کې ټولې شته اساسي غوښتنې او ستونزې په ګوته کړې.
هغه زياته کړه، چې د لغمان ولايت ولسونه له پوهې سره زياته مينه لري ، لاهم د دغه ولايت د معارف په چوکاټ کې ګڼ شمېر ستونزې او غوښتنې شته چې اساسي کار او پاملرنې ته اړتيا لري.
نعيمي د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه چې د دغه ولايت د معارف هراړخيزه ارزونه يې بشپړه کړې او په دې برخه کې ټولې شته اساسي غوښتنې يې لوړو مقاماتو ته وړاندې کړې دي.
نوموړي د پوهنې له وزير څخهددغه ولايت د پوهنې رياست په چوکاټ کې د بنسټيزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې ددې ولايت اوسېدونکو د ١٢ ښوونځيو لپاره خپلې شخصي ځمکې ځانګړې کړې او له دولت يې وغوښتل چې دغه ودانۍ جوړې کړي.
والي دا هم په ډاګه کړه چې اوس په لغمان ولايت کې (۱۱۷) ښوونځي ودانۍ نه لري،همدا راز د ښوونکو کمښت ، د ښوونځيو د احاطو نشتوالی،د معارف رياست په رهبرۍ کې د ښځو نشتوالی،په خپل وخت د کتابونو نه رسېدل،د دارالعلوم لپاره د ليليې نشتوالی او يو شمېر نورې ستونزې يې هم په ګوته کړې .
د لغمان والي د معارف په چوکاټ کې سياسي مداخلې د هېواد له پرمختګ او د ځوان نسل له برخليک سره لوبه او خيانت ياد کړ، غوښتنه يې وکړه چې د معارف په سيستم کې دې هر ډول مداخلې بندې شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د پوهنې په سيستم کې ځينې ستونزې تاييد کړې او ډاډ يې ورکړ چې شته ستونزو او غوښتنو ته به رسيده ګي وکړي.
د پوهنې وزير خبر ورکړ چې ډېر ژر به د لغمان ولايت د پوهنې رياست په چوکاټ کې د مثبت بدلون او سمون لپاره ګام پورته کړي او د شته ستونزو په هواري کې به اساسي او عملي همکاري وکړي.
د پوهنې وزير هم د معارف په چوکاټ کې سياسي مداخلې زيان رسونکې وبللې او له ولسونو يې وغوښتل چې د معارف په پياوړتيا کې همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










