منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان اوس هم له کړاو او درده ډک ژوند تېروي

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان وايي، د شاوخوا شپږو کلونو له تېرېدو وروسته يې هم ژوند له دردونو او کړاوونو ډک دى؛ ځکه چاودنې ورڅخه د خپلو کورنيو غړي بېل کړل او د هغوى روزګار يې زيانمن کړ.

هغوى ګيله کوي چې له هماغې پېښې وروسته هېر کړاى شوي دي؛ ځکه نه يې بيا دولت په حال ځان خبر کړى او نه هم نورو مرستندويه ادارو ورسره کومه مرسته کړې ده.

دغه چاودنه چې تر ټولو قوي او درنه يادېږي، د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په ٤مه د کندهار ښار اړوند په شپږمه ناحيه کې د احمدشاهي لوبغالي پر سړک سپوږمۍ سالون ته څېرمه شوې وه.

د مازدا موټر په وسیله دغې چاودنې تر ٤٠ ډېر عام وګړي ووژل او تر ٦٥ ډېر يې ټپيان کړل او دغه راز لسګونه دوکانونه او کورونه يې ويجاړ کړل.

سپين ږيري عبدالکريم د دې پېښې يو قرباني دى، چې په دې سيمه کې يې د خوراکي توکو دوکان درلود او له خپلو ٦ زامنو سره يو ځاى يې په کې کار کاوو.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغې پېښې يې مشر زوى- چې تر ټولو لويه تکيه يې وه- ورڅخه د تل لپاره جلا کړ او پنځه نور زامن يې ټپيان شول.

دى د یادې پېښې کيسه کوي او وايي: ((د روژې څلورمه وه، په هغه ورځ تر نورو ورځو ګرمي ډېره وه، تر اوږده انتظار وروسته د روژه ماتې وخت را رسېدلى و، پر دوکانونو د خلکو ګڼه ګوڼه وه، چا روژه ماتى کاوه، څوک د ماښام په لمانځه ولاړ وو چې ناڅاپه يوې ډېرې زوروې چاودنې هر څه په بل مخ واړول.))

هغه زياته کړه، د ده عادت و چې روژه ماتى به يې په کور کې کاوه او دوکان به يې خپلو زامنو ته پرېښود، په هماغه ورځ هم روژه ماتي ته څو دقيقې پاتې وې، چې يو څه خوراکي توکي او مېوه يې ورسره واخيسته او د کور په خوا روان شو، خو د کور دروازې ته لا نه و رسېدلى چې د يوې ډېرې زورورې چاودنې غږ يې واورېد.

د ده په خبره، سملاسي يې ټيلېفون ته لاس کړ، څو د خپلو اولادونو حال واخلي، خو ټیلېفون ځواب نه وايه، اندېښنه يې نوره هم ډېره شوه او پرته له دې چې کور ته لاړ شي، بېرته د دوکان په خوا روان شو.

عبدالکريم وايي: ((کله چې له فرعي کوڅې عمومي واټ ته داخل شوم نو هېڅ تصور مې نه کاوه ، چې د ژوند د څو دقيقو مخکې رنګيني دې په يوه لحظه کې تس نس شوې وې، لکه يوه زوروره زلزله چې شوې وې، هر څه وران ويجاړ شوي وو.))

دغه سپين ږېرى پلار څو شېبې غلى شو، په سترګو کې يې اوښکې وځلېدې او وروسته يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ، هر چا د خپلو شهيدانو او ټپيانو لټون کاوه، ځيني يو مخ ورک شوي وو، د چا نيم بدن نه و، د چا لاس او پښه نه وه او څوک تر دېوالونو او خاورو لاندې شوي وو.

ده زياته کړه: ((خپل پنځه زامن مې په ټپي حالت کې داسې وموندل چې د پېژندلو نه وو، هغوى مو د خلکو په مرسته تر روغتونه ورسول، خو د مشر زوى جسد مې په دويمه ورځ وموند چې د ګڼو نورو کسانو په څېر تر دېوال لاندې شوى و او ساه يې ورکړې وه.))

د ده په خبره، مشر زوى ته يې واده کړى و چې دوه اولادونه او يوه کونډه ورڅخه پاتې دي، چې يو اولاد يې د وينې سرطان لري او ټوله کورنۍ يې په درملنه ستړي او لالهانده ده.

د هغه په وينا، دغې پېښې د هغه د ژوند دنيا- چې په ډېر کړاو يې ودانه کړې وه، داسې ورانه کړه چې هغه به يې بيا هېڅکله ودانه نه کړاى شي.

نوموړى وايي، له هغې پېښې شاوخوا شپږ کلونه تېرېږي خو اغېزې يې لا هم پر ځاى پاتې دي چې د ده او د ده د اولادونو ژوند يې نيم کړ؛ ځکه د يوه کولمې پلاستيکي دي، د يوه پښتورګي نشته او د بل د سږي او ينې ځینې برخې نشته.

د ده په خبره، د اولادونو په درملنه يې ډېرې پيسې ولګولې، تر پاکستانه يې بوتلل خو جوړ نه شول او لکه د مات لاس په څېر د هغه په غاړه کې ولوېدل، ځکه کار او روزګار نه شي کولاى.

عبدالکريم زياتوي، دغې پېښې د ځاني زيان تر څنګ دروند مالي زيان هم ور واړاوه او د يو ميليون افغانيو په ارزښت دوکان يې په کې له منځه ولاړ او اوس د مزدورۍ توان هم نه لري.

ده وويل، د پېښې د نورو قربانيانو په څېر يې د وژل شوي په بدل کې سل زره او د ټپي په بدل کې پنځوس زره افغانۍ مرسته تر لاسه کړي، خو نور ورسره هيڅ راز مرسته نه ده شوې.

دى وايي، په هغو ورځو کې د حکومتي ادارو او پي ار ټي مسوولينو ورسره ژمنه وکړه چې د اوښتي مالي زيان بدل به هم ورکوي، خو داسې کله هم ونه شول.

د نوموړي په وينا، له ګڼو نورو زيانمنو شوو سره په لسګونه ځله تر ولايت مقام او ولايتي شورا وځغاست، خو هر ځل يې يوازې يو ځواب ترلاسه کاوه چې نن ولاړ شئ او سبا راشئ.

دى دا هم وايي چې حکومت ورسره د حج د ادا کولو ژمنه هم کړې وه، خو له هماغه وخته يې دا ارمان هم پر زړه پاتې دى.

هغه له حکومته اوږدمهالى لاسنيوى او مرسته غواړي او وايي په داسې حال کې چې هېڅ ګناه يې نه لرله ژوند يې په تيارو کې ډوب شو او بيا يو مخ هېر کړاى شو.

د سپين ږيري عبدالکريم په څېر فضل محمد هم د دې پېښې بل قرباني دى چې په دې پېښه کې يې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي او درې نور يې ټپيان شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې پېښه کې مې د ترور زوى او د هغه دوه زامن شهيدان شول او زما د ورور په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.))

ده زياته کړه، هغه ډېره دردوونکې پېښه وه، د لسګونو کورنيو ژوند يې داسې په غم ولاړه چې تر ننه يې بيا خوشحاله ورځ نه ده ليدلې.

دى وايي، د ده د کورنۍ د ټپيانو له ډلې يو اوس فلج دى چې د پر له پسې درملنې وروسته هم جوړ نه شو.

فضل محمد هم ګيله کوي چې هېر شوى دى؛ ځکه نه ورسره اوږدمهالې مرستې وشوې او نه هم ورته د اوښتي مالي زيان په بدل کې څه ورکړل شول.

د ده په خبره، د نورو په څېر له ده سره هم ژمنه شوې وه چې د ويجاړ شوي دوکان په بدل کې به مرسته ورسره کېږي، خو تر شپږ ډېر کلونه کېږي چې د مرستې هېڅ درک ونه لګېده.

دى وايي، اوس د خوارۍ او مزدورۍ لپاره بل څوک نه لري او نه کومه دارايي لري چې خپل ژوند ورباندې وکړي، مجبور دى چې په يوازې ځان د ټولې کورنۍ بوج ته اوږه ورکړي.

د کندهار د ولايتي شورا غړى او په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار حاجي اغالى لالى دستګيري هم وايي، چې د دې پېښې له قربانيانو سره چې څومره لازمه وه، هغسې مرسته نه ده شوې.

دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې پېښې قربانيانو د خپلو قربانيانيو په بدل کې سل زره افغانۍ او د ټپيانو په بدل کې پنځوس زره افغانۍ ترلاسه کړې، خو هغوى ته د اوښتي مالي زيان بدل ور نه کړاى شو.

ده زياته کړه، هغه مهال د اوښتي مالي زيان د ارزولو کمېسيون هم جوړ شو او د شوې څېړنې راپور مرکز ته ولېږل شو، خو له خلکو سره مرسته ونه شوه چې پر لامل يې دى هم نه پوهېږي.

د ده په خبره، په ټوليزه توګه د هېواد ډېرى اوسېدونکي بې وزلي دي، کله چې دغسې پېښې کېږي نو د هغوى ژوند هومره ورسره متاثره کېږي چې د عمر تر پايه د خپل ژوند د بيا جوړولو جوګه نه پاتې کېږي.

نوموړى ټينګار کوي چې په ملي کچه حکومت بايد داسې يوه لړۍ پيل کړي چې د جګړې د قربايانو غږ واورېدل شي، له هغوى سره د هغوى د زيانمن شوي ژوند په بيا جوړولو کې مرسته وشي او د عدل له مخې چلند ورسره وشي.

په امنيتي برخه کې د دې پېښې د تعقيب په اړه دستګيري وويل: ((زما د شخصي معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو پلان درلود چې د چاودېدونکو توکو د دغه ټانکر په وسيله پر کندهار هوايي ډګر بريد وکړي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې وچاودېد او ګڼه مرګ ژوبله يې واړوله.))

دى وايي، تر کومه ځايه چې دى معلومات لري امنيتي ارګانونو د دغې پېښې عاملين نه دي نيولي.

خو نوموړى ټينګار کوي، د دې تر څنګ چې د دغسې پېښو عاملين وپېژندل شي او مجازات شي بايد له قربانيانو سره يې اوږدمهالې مرستې وشي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، پوليسو تل هڅه کړې چې د دغسې پېښو عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري، چې په دې لړ کې د ډېرو پېښو عاملين نيول شوي او تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دى زياتوي، د هغه مهال امنيتي مسوولينو په ياده شوې پېښه کې د ښکېلو کسانو د پېژندلو او نيولو ډېرې هڅې وکړې، خو څوک ونه نيول شول.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولايتي ادارې د هغه مهال مسوولينو د خپل واک او صلاحيت سره سم د پېښې له قربانيانو سره مرسته وکړه، خو دا چې نوره مرسته د مرکزي ادارې صلاحيت و، له هغوى سره و نه شوه.

هغه زياته کړه، په دې اړه څو ځلې مرکزي ادارې ته وړانديزونه شوي، خو عملي شوي نه دي.

نوموړي يادونه وکړه چې ولايتي اداره به يو ځل بيا به په دې اړه مرکزي ادارې ته ليکلى وړانديز ولېږي، څو د دې پېښې له قربانيانو سره مرستې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه