خوست(پژواک ٢ کب ٩٤): په خوست کې د سوېل ختيځ زون په کچه د ژورناليزم اخلاقي اصولو تر نامه لاندې په يوه ورځني ورکشاپ کې نيوکه وشوه چې ډېرې داسې رسنۍ موجودې دي چې د ژورناليزم اخلاقي اصول نه پېژني.
ياد ورکشاپ چې نن په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) له خوا په دې ولايت کې برابر شوی و، د خوست په ګډون د پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو څخه شاوخوا شپېتو خبريالانو په کې ګډون کړی و.
په خوست کې د هيلو کاروان راډيو مشر او د ياد ورکشاپ يوه تنظيموونکي افسر صادق، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ياد ورکشاپ څخه د دوی موخه د ژورناليژم د اخلاقي اصولو او معيارونو څخه د هغو خبريالانو خبرول دي، چې نوي دې ډګر ته داخل شوي دي.
دى وايي: ((دغه ورکشاپ د ژورناليزم د اخلاقي اصولو په اړه و، يعنې د دې لپاره چې يو خبريال څنګه کولی شي د خلکو پاملرنه ځان ته راجلب او د ټولنې له رسم او رواج سره سم ځان برابر کړي.))
د ياد ورکشاپ يوه ګډونوال او د لوګر ولايت د خبريالانو ټولنې مشر خان ولي احمدزي وويل، د دا ډول ورکشاپونو په جوړولو سره به له يوې خوا د خبريالانو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د دې ترڅنګ به هغو ستونزو او خطرونو ته هم د حل لار ولټول شي، چې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو پر وړاندې موجود دي.
خو د ورکشاپ ځينو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې ويل، چې په هېواد کې ډېر داسې خبريالان او رسنۍ موجودې دي، چې د ژورناليزم اخلاقي اصول له سره پېژني هم نه او د هغوی ټول راپورونه او خپرونې د هېواد د ملي ګټو په زيان دي.
دغه ورکشاپ ته له پکتيکا ولايت څخه راغلي يوه خبريال خيرالدين ذکي وويل، ټولې هغه رسنۍ او خبريالان چې په خپلو راپورونو او خپرونو کې په يو نه يو ډول د خپل هېواد تخريب کوي، دولت يې بايد ژر تر ژره د فعاليت مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((زما په نظر د ژورناليزم د اخلاقو يو مهم اصل دا هم دی، چې رسنۍ او خبريال بايد په ټوله معنا د خپل هېواد ملي ګټو ته ژمن وي، زموږ هدف دا دی، چې خپل هېواد له شته بحران څخه راوباسوو.))
د پکتيا ولايت يوه خبريال زيارت ګل اسير بيا وويل، زياتره هغه رسنۍ چې د بهرنيو هېوادونو له خوا تمويلېږي، د نظام په تخريب لګيا دي او د هغو رسنيو شمېر ډېر کم دی، چې د هېواد ملي ګټو ته ژمنې دي.
هغه وويل: ((دا ټولې د بهرنيو پروژې دي، يعنې هغه رسنۍ دي چې بهرنيان يې حمايه کوي، له هغوی څخه زياتره يې د نظام په تخريب لګيا دي او د هغوی پاليسي مخته وړي.))
د يادونې ده، چې په تېرو څوارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د سوېل ختيځ زون په کچه په خوست ولايت کې د خبريالانو لپاره دا ډول ورکشاپ جوړيږي.
login or register a new account.