کابل (پژواک ، ۳ کب ۹۴ ): د پښتو ژبې د وتلي شاعر غني خان د منتخبو شعرونو د انګريزې ژباړې د اثر مخکتنه وشوه.
دغه اثر انګرېزي ژبې ته امتيازاحمد صاحبزاده ژباړلى، چې نن يې په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د مخکتنې غونډه په کابل کې جوړه شوه او ځينو سياستوالو، د ملي شورا غړو، څېړونکو او ليکوالو په کې برخه اخيستې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د دې د کتاب په ژباړلو خوښي وښوده او غني خان يې يو ازادخياله او نړيوال شاعر وباله.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د دې کتاب له چاپ څخه مننه وکړه او هغه يې د پښتو ادب په بډاينه کې يو لوى او نېک ګام وباله.
د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر وويل، غني خان يو لوی، نړيوال او د يوه اصيل سبک او انداز خاوند شاعر دى، چې د دې کتاب په چاپ سره به نوموړى په پاکستان او افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې معرفي شي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال څېړندوى عبدالغفور لېوال وويل چې د ياد شوي اثر چاپ د غني خان د نړيوالتوب لپاره يوه لويه لاره خلاصه کړه.
غني خان د باچا خان مشر زوى دى، چې په ١٩١٤زېږديز کال کې پيدا او ١٩٩٦ کې مړ شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










