فراه (پژواک، ٣ کب ٩٤): څېړنې ښيي چې فراه د خرما ونو د ودې لپاره مناسبه ځمکه، اوبه او هوا لري او که اړين ګامونه واخيستل شي، فراه به په سيمه کې د خرما صادرولو پر يو مرکز بدل شي.
دا مطلب د فراه کرنې رييس انجينر عبدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته څرګند او ويې ويل چې دا څېړنه په تېرو دوو کلنو کې د دغه رياست له لوري بشپړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دا څېړنه ښيي چې د فراه ځمکه، اوبه او هوا د خرما ونې (نخل) د ودې لپاره ښه مساعده ده؛ ځکه د دغه ولايت اوبه او هوا د عربي هېوادونو په څېر ده.
د نوموړي په وينا او د تحقيق پر بنسټ، د دغه ولايت ځمکې د خرما د ودې لپاره ټول اړين مواد لري او سوځوونکى لمر هم د خرما په پخولي کې نقش لوبولى شي.
نوموړي زياته کړه چې پخوا زمانو کې (څلور پنځه پېړۍ وړاندې) د فراه ولايت مرکز په ځينو سيمو لکه (خرمالق) کې د خرما باغونو شتون درلود چې د وخت په تېرېدو سره له منځه تللي دي، خو نښې نښانې يې لا هم شتون لري.
انجينر متين زياته کړه چې د فراه کرنې رياست په دغه ولايت کې د خرما بڼوالۍ دودولو لپاره پروګرام تر لاس لاندې لري او له څه مودې راهيسې يې په دې برخه کې ګامونه اخيستې دي.
نوموړي زياته کړه چې شاوخوا يو کال وړاندې، د قطر هېواد د"الغرافه" خيريه بنسټ په همکارۍ د دغه ولايت مرکز شمال لور ته د "کافرکلا" سيمې په ٣٠٠ جريبه ځمکه کې د خرما يو څېړنيز فارم رامنځته شوی دى چې څه باندې ٣٠٠ زره د خرما نيالګي په کې کېنول شوي دي.
متين وويل چې دې برخه کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او "الغرافه" بنسټ تر منځ تړون لاسليک شوى دى.
نوموړي وويل چې د دغه تړون له مخې، د خرما ياد فارم به د ٢٥ کلونو لپاره د "الغرافه" بنسټ په واک کې وي او وروسته له هغه به د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.
نوموړي وويل چې ياد فارم لس مياشتې وړاندې جوړ شوى دى او دا مهال يې د خرما نیالګي يو نيم متر جګ شوي دي چې څلورو کلونو کې به حاصل ورکړي.
د خرما ونې نږدې سل کاله عمر کوي، خو په مناسبو شرايطو کې ښايي ٢٠٠ کاله عمر وکړي، په مجموعي ډول د خرما ونه له سلو کلونو څخه وړاندې ايستل کېږي، ځکه د عمر په زياتېدو سره يې حاصل کمېږي او ساتل يې دومره ګټه نه کوي.
نوموړي وويل چې په دغه فارم کې د "اخلاص" په نوم يو ډول د قطر هېواد خرما نيالګي اېښودل شوي دي.
متين وويل چې د فراه مرکز تر څنګ، د دغه ولايت جوين او بکواه ولسواليو کې هم د خرما باغونو جوړولو ته چاپېريال مساعد دى.
همداراز د نوموړي په وينا، ټاکل شوې چې د امريکا د شل ميليونه ډالرو په مرسته د الغرافه موسسه ستر کرنيز او مالدارۍ فارم د فراه مرکز په ٢٠ زره جريبه ځمکه کې جوړ کړي چې يوه برخه به يې د خرما باغونه وي.
هغه وويل چې ډېر ژر به د دې پروژې کار پيل شي.
د فراه والي مرستيال محمد يونس رسولي هم وويل چې د فراه اوبه او هوا د خرما باغونو جوړولو لپاره مساعده ده.
د نوموړي په وينا، د فراه د والي د دفتر په انګړ کې د خرما څو سترې ونې شتون لري چې څه باندې ٣٠ کاله عمر لري او هر کال له هرې ونې څخه څو کيلو خرما ترلاسه کوي.
هغه وويل: "د فراه خرما ډېره خوندوره ده."
د فراه مرکز د چهارباغ کلي يو بڼوال علي احمد هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغه په بڼ کې د نورو مېوو لرونکو ونو تر څنګ د خرما درې سترې ونې هم شتون لري چې هر کال ترې څو منه خرما ترلاسه کوي.
هغه هم وويل چې د دې ونو مېوې لوړ کيفيت لري.
نوموړي زياته کړه: "دا بڼ له پلار او نيکه څخه راته په ميراث پاتې دى، نه پوهېږم چې دې نخلونو څرنګه وده کړې ده، خو که د کرنې رياست د خرما نيالګي کرلو او ساتلو روزنه راکړي، موږ چمتو يو چې د خرما ځانګړي باغونه رامنځ ته کړو."
د خرما ونې د هېواد په ځينو ختيځو ولايتونو کې هم شتون لري؛ خو دومره زياتې نه دي.
د راپورونو له مخې، خرما د نړۍ په ٣٣ هېوادونو چې ١٤ يې اسياسي هېوادونو کې لکه ايران، عرب متحده امارات، سعودي عربستان، پاکستان، عراق، عمان، يمن، چين، ترکيه، بحرين،قطر، کويټ، سوريه او اوردن دي، زياته توليدېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










