کابل(پژواک، ٥ کب ٩٤): په کابل ښار کې د نجونو لپاره د دينې زده کړو د مرکزونو شمېر مخ پر زياتېدو دى او بلخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې له دې مدرسو نه د اسلامي ارزښتونو په بنا سمه څارنه کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت شمېرې څرګندوي چې تېر کال په کابل ښار کې د ښځينه دينې مدرسو شمېر ١٠٤ و چې شاوخوا ٤٠ زره زده کوونکې يې لرلې، خو سږ کال دا شمېر ١٢٠ مدرسو ته رسېدلی چې څه باندې ٤٩ زره زده کوونکې لري.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپرونو مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مدرسې په وزارت کې ثبت شوې او درسي نصاب ورکول کېږي.
هغه ټينګار وکړ چې په درسي نصاب کې د قاعده، قرائت او صوت اللحن، د قرانکريم حفظ، د قرانکريم لفظي ژباړه او تفسير، تفسير ايات الاحکام، د عربي ژبې ګرامر، علمي او تخصصي فقه تدريس شامل دي.
عابد زياته کړه چې د مدرسو استادان د ځايي خلکو او يا هم د اسلامي هېوادونو د موسسو په ځانګړي ډول ترکيې له خوا تمويلېږي او ډېرى استادان چې د جوماتونو ملا امامان دي، خپلو زده کوونکو ته په وړيا توګه درس ورکوي.
د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د ارشاد القران په نوم دينې مدرسې زده کوونکې او د قرانکريم قاري ښايستې وويل چې له درېيو کلونو راهيسې په دې مدرسه کې د تفسير، فقهې، قرائت، تجويد او عربي ژبې زده کړه کوي.
نوموړې چې په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د لومړي کال محصله هم ده، زياتوي چې بايد ټولې خويندې راشي، د دين لار ونيسي، فکري جګړه چې اوس په هېواد کې شته، د ګڼو خويندو او وروڼو ذهنونو ته يې بدلون ورکړى دى.
هغې زياته کړه: ((په دې وروستيو کې يو شمېر بنسټپالې ډلې را پيدا شوې چې خپل ځان په دين پورې تړلى بولي، په داسې حال کې چې د اسلام دين د افراط او تفريط، وحشت او جګړې دين نه دى، اسلام د اعتدال دين دى چې د سولې، دوستۍ او خواخوږۍ پيغام ورکوي.))
هغې وويل: ((په دينې مدرسو کې له ديني زده کړو سره د نجونو زياته لېوالتيا خپله د دې څرګندونه کوي چې په هېواد کې د روانې فکري جګړې سربېره هم ګڼ شمېر نجونې د دې ښکارندې تر اغېز لاندې نه دې راغلې او خپلې ديني روزنه پياوړې کوي.))
د دې تر څنګ د ښځو لپاره ځانګړې الفلاح مدرسه کې چې له يوې لسيزې راهيسې د ارشاد، حج او قافو وزارت د کابل ښار د امامانو او دينې زده کړو رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي، ١٢ زره زده کوونکې لري.
د دې مدرسې مدير مطيع الله صافي وويل چې له جوړېدو تر اوسه پورې يې ١٥٠٠زده کوونکې په بېلابېلو برخو کې فارغې کړې او اوس په دې مدرسه کې شاوخوا ٤٥٠٠ نجونو ته د ٦٨ استادانو له خوا تدريس کېږي.
صافي وويل چې د دې مدرسې تعليمي نصاب ١٤برخې لري چې قاعده خواني، قرائت و صوت اللحن، د قران حفظ، د قران لفظي ترجمه، د قران ترجمه او تفسير، د عربي ژبې ښوونه، علمي او تخصصي فقه په کې شامل دي.
د دې تر څنګ د لوړ عمر لرونکو مېرمنو لپاره د ليک لوست زده کړه او روضه الاطفال (وړکتون) هم شته چې ماشومانو ته په کې له ٤ نه تر ٦ ټولکي پورې زده کړه ورکول کېږي.
د خياطۍ برخه هم شته او کوښښ کوي چې خويندې له دې لارې پر ځان بسيا شي.
صافي وايي چې ځينې زده کوونکې چې له دې مدرسو فارغېږي، کولى شي چې په دې برخه کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او د پوهنې په چوکاټ کې د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړي.
د نوموړي په خبره، همدا اوس د دې مدرسې فارغانو ته په دولتي او خصوصي مدرسو کې د استادۍ لپاره ٨٠ وړانديزونه راغلي دي.
هغه زياته کړه چې د دوى مدرسې معياري ودانۍ نه لري، څو په کې ښوونيز او روزنيز معيارونه په پام کې ونيول شي، کتابتونه او چاپېريالي ستونزې هم لري چې کله کله کوڅه ډبي زياتېږي او نجونې ځوروي.
د هغه په خبره، ځينې نجونې وايي چې د دې ستونزو سربېره، له ديني زده کړو سره ځانګړې لېوالتيا لري او غواړي چې د قاري و قران کريم د حافظانو په توګه خپل دين او مسلمانانو ته خدمت وکړي.
صافي وويل چې د کورنيو له خوا د خويندو لپاره يو لړ خنډونه رامنځته کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((دوى ته ويل کېږي چې نجلۍ يې، همدومره زده کړه دې بس ده، امنيت ښه نه دى، چېرته ځې، درس مه وايه، په درد دې نه خوري، تر څو به نارينه ورته خدمت کوي، خپله بايد پر ځاى بسيا شي او خپله برخه کې دې مسلکي مدرسينې ولري.))
دا په داسې حال کې ده چې د ارشاد، حج او اقافو وزارت د نشراتي مرستيال په خبره، له ثبت شوو مدرسو نه په رڼه ډول څارنه کېږي، څو خداى مه کړه د اساسي قانون او اسلامي ارزښتونو خلاف کوم کار په کې ونه شي.
دې سرچينې د دينې مدرسو د تشکيل او تجهيز د يادو مدرسو عمده ننګونه وبلله او زياته يې کړه چې وزارت يې له بدغه مرغه د ديني مدرسو د استادانو لپاره تشکيل نه لري؛ ځکه چې د دينې مدرسو مديريت له يوې مرجع نه کېږي او د دوو ارګانونو (حج او اقافو او پوهنې وزارت ) سره دى.
عابد وويل، ګڼې مدرسې چې په اکاډميک ډول فعاليت کوي، له پوهنې وزارت سره اړيکه نيسي او هغه وزارت له اساسي قانون سره سم، د اصلي او ديني علومو د تعليم او تدريس مسووليت پر غاړه اخلي.
د پوهنې وزرات وياند مجيب مهرداد وويل چې د دغه وزارت تر چتر لاندې په ټول افغانستان کې شاوخوا ٤٢ زره نجونې په ٤٨ مدرسو کې د دينې علومو پر زده کړو بوختې دي چې له پوهنې وزارت سره ثبت شوې.
هغه په ډاګه کړه چې په کابل ښار کې د نجونو لپاره يوه ديني مدرسه د پنځو سوو زده کوونکو په لرلو سره او د کابل ولايت په کچه د نجونو لپاره څلور مدرسې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعاليت لري.
د مهرداد په خبره، د دې مدرسو ښوونيز نصاب د پوهنې وزارت له خوا ترتيب شوى چې د دغه وزارت د ديني زده کړو او تفتيش رياست تر څارنه لاندې فعاليت کوي.
هغه وويل: ((موږ د خپلې څارنې له لارې د قانون خلاف د هر ډول شکمن حرکت څارنه کوو، ځکه چې د پوهنې وزارت له هر ډول سياسي خوځښت نه منع شوى دى.))
د پوهنې وزارت وياند وايي، يو شمېر داسې دينې مدرسې شته چې د خپلې خوښې سره ځان نه ثبتوي، خو هر وخت که دا مدرسې کوم غير قانوني حرکت ترسره کړي، کشفي ارګانونه حق لري چې له هغوى سره اصولي چلند وکړي.
نوموړي زياته کړه چې په ټول افغانستان کې تر اوسه سلو مدرسو خپل ځان نه دى ثبت کړى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










