باميان (پژواک، ٥ کب ٩٤): د باميانو يو فرهنګي فعال چې پخوا يې د بايسکل له لارې ګرځنده کتابتون جوړ کړى و، اوس يې د زرګونه ټوکه کتابونو لرونکي کتابتون په جوړولو سره د کتاب ګڼ مينه وال راجلب کړي دي.
محمدصابرحسينې چې لوړې زده کړې يې کړې، د بېوزله ماشومانو د فکري ودې او هغوى سره د مرستې په موخه يې پر بايسکل د کتاب وېشلو ته مخه کړې.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړيو کې په يوه صندوقچه کې د بايسکل له لارې د باميان ښار لرې پرتو سيمو ته د ماشومانو لپاره کتابونه رسول، هر ماشوم ته به يې د يوه کتاب له ورکړې سره د خوښۍ احساس کولو، ځکه چې ماشومان دده په دې کار سره ډېره خوښي څرګندوله.
حسينې زياته کړه: ((وروسته له هغه چې د باميان ښار په لسګونو سيمو کې يې د کتابونو وېش پيل کړى، ټول ماشومان مې پېژني، راباندې را غونډېږي او زه د مطالعې لپاره پرې کتابونه وېشم، له دې لارې ښه احساس کوم.))
هغه زياته کړه چې له درېيو څلورو ورځو وروسته کتابونه بېرته ټولوي او په ماشومانو د مطالعې لپاره نوي کتابونه ويشي.
هغه زياته کړه چې په لومړيو کې د ماشومانو د فکري کچې سره برابر ٢٠٠ ټوکه داستاني کتابونه په خپلو شخصي پيسو وپېرل او وروسته فرهنګيانو او فرهنګپالو دده له دې ګرځنده کتابتون ملاتړ وکړ.
حسيني زياته کړه چې اوسمهال څه باندې درې زره توکه کتابونه لري چې ټول د مرسته کوونکو او علم پاله خلکو په مرسته چمتو شوي دي.
دې فرهنګپال زياته کړه، له چا نه د تنخوا او مرستې تمه نه لري، ځکه چې د ارباب زوى دى، خو که چېرته کوم کس د پيسو مرسته کوي، کتاب پرې اخلي او غوره ده چې مرستې مخامخ د کتاب ورکړه وي.
د صابر حسيني په نامه ګرځنده کتابتون اوس اوس په باميان ښار کې د بنياد کودک په نامه يو مرکز موندلى چې ماشومان هره ورځ د کتاب اخيستلو لپاره ورځي.
حسيني د ښار په لرو پرتو سيمو کې د کتابونو د ويش په اړه يوه خاطره کې وويل:((يوه ورځ د ښار يوې سيمې ته تللى وم، کله مې چې پر ماشومانو کتابونه وېشل، يوه پنځه کلن ماشوم هم ژړل او ويل يې چې ماته هم کتاب راکړه.))
هغه زياته کړه چې مور يې ماشوم د ځان خواته را کاږلو چې ته کتاب نه شې لوستلى، خو ماشوم ژړل او ده يې مور ته وويل چې ماشوم راروله چې يو کتاب ورکړم، وروسته مې يو داسې کتاب ورکړ چې ډېر عکسونه په کې وو.
دې فرهنګي زياته کړه چې همدې خاطرې هوډمن کړ چې کله د لرې پرتو سيمو ماشومان له کتاب سره دومره لېوالتيا لري او کتاب هم نه وي، نو بايد له هېڅ ډول همکارۍ او هڅو ډډه ونه کړي.
هغه وويل، هوډ لري چې د ښار په ټولو برخو کې د ماشومانو لپاره د کتاب شاخوا ١٥ مرکزونه جوړ کړي، څو ماشومان له فکري اړخه پياوړي شي، له هغوى سره مرسته وکړي او فرهنګي بېوزلي له منځه يوسي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې لسګونه مرکزونه هم جوړ شي، خو د بايسکل له لارې به ماشومانو ته د کتاب رسول هېر نه کړي او دوام به ورکړي، ځکه چې ډېرى ماشومان ده ته سترګې په لاره وي.
په لرو پرتو کلو کې د ماشومانو لپاره د کتابونو وېش خپلې ستونزې هم لري، په ځينو سختو لارو لرونکو سيموکې د کتابونو د لېږدولو لپاره له خرو کار اخيست لکېږي، ځکه چې هلته د بايسکل لاره نه شته.
د اسحق په نامه د پنځم ټولګي زده کوونکى چې بنياد کودک ته د کتاب اخيستلو لپاره راغلى و، وويل چې د(سپي او ټوپک) په نوم داستاني کتاب چې د يوه پلار، د هغه د لور او سپي کتاب دى، مطالعه کړى او اوس د مطالعې لپاره نوى کتاب وړي.
هغه زياته کړه چې له لوستلي کتاب نه يې دا زده کړي چې څه ډول چلند وکړي او له نورو سره په ځانګړي ډول له مشرانو سره څه ډول مودبانه چلند ولري.
د باميانو مرستيال والي محمد اصف مبلغ، د دغه کتابتون له بنسټګر صابر حسيني نه مننه وکړه چې دا نوښت يې کړى، دا د بامياني ماشومانو د راتلونکي لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده.
هغه زياته کړه چې باميان نورې ډېرې ښېکڼې او نوم لري، خو تر اوسه په کې فرهنګي مرکزونه په ځانګړي دول مډرن او مجهز کتابتونونه نه شته.
مبلغ زياته کړه: ((هڅه شوې او هڅه کېږي چې وکولى شو ځينو ستونزې حل کړو، له دې ډلې د يوه کولتوري مرکز جوړول چې لومړۍ طرحه يې لکه ځمکه چمتو شوې او په تمه يو چې ډېر ژر ملي او نړيوال همکاران د هغو د جوړولو لپاره اقدام وکړي، څو وکولى شو چې د خلکو د ستونزو يوه برخه حل کړو.))
په باميانو کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت په چوکاټ کې هم يو عامه کتابتون فعال دى.
د باميانو د اطلاعاتو او کولتور مشر وويل چې په دې کتابتون کې څه باندې ٢٦٠٠ ټوکه بېلابېل کتابونه شته چې هره ورځ ترې خلک استفاده کوي او ډېرى مراجعين يې د پوهنتون محصلين او د دارالمعلمين او ښوونځيو زده کوونکي دي.
هغه زياته کړه چې د باميانو په مرکز کې اووه دولتي او ١٠ خصوصي کتابتونونه فعال دي چې په ټوله کې له ٨٠ تر ٩٠ زره ټوکو بېلابېل کتابونه لري چې خلک يې لولي.
دادرس زياته کړه چې په دې وروستيو کې د ماشوم بنسټ په نوم يوه ګرځنده کتابتون هم کار پيل کړى چې له ښار پرته په لرو پرتو سيمو کې هم ماشومانو ته کتابونه رسوي او له ستاينې سره مخ شوى دى.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور مشر څرګنده کړه چې د باميانو په ټولو کتابتونونو کې ستونزې شته لکه د کتابونو کمښت، د عامه کتابتون د ودانۍ نشتوالى، د برېښنايي کتابتون نشتوالى او د کتابتونونو په برخه کې مديريتي کمزوري او د مور او پلار د پاملرنې کمښت چې خپلو ماشومانوته يې چندان پاملرنه نه ده کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










