منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر له کابل ښاریانو سره د جمعې لمونځ ادا کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۴) : ولسمشر اشرف غني  د جمعې لمونځ  د کابل ښار په حاجي عبدالرحمن جامع جومات کې ادا کړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر او ټولو لمونځ کوونکو د سولې او پخلاینې د اړتیا په هکله د حاجي عبدالرحمن جامع جومات د ملا امام او خطیب خطبه چې قراني ارشادات او نبوي ملغلرې یې بیانولې، واورېدله.

ولسمشر او نورو لمونځ کوونکو  د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د خدای تعالی په دربار کې په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین او د افغانستان د خلکو او ټول مسلمان امت د سوکالۍ، پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره دعا وکړه.

ولسمشر  له حاجي عبدالرحمن جامع جومات څخه د راوتلو پرمهال له یو شمېر هېوادوالو سره خبرې وکړې او هلته موجود ماشومان یې هم ونازول. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور