کابل(پژواک، ٨ کب ٩٤): د کابل ښاريان وايي چې په ځينو سنوکر کلپونو کې د سالمو لوبو پرځاى، ځوانان شرطونه تړي او ترڅنګ يې له الکولي څښاک ګټه اخلي چې دا کار د هغوى ترمنځ د شخړو، جګړو او جنجالونو لامل ګرځي.
سنوکر کلپونه د کابل په بېلابېلو برخو لکه ده افغانان، شهرنو، قلعه فتح الله، ميرويس ميدان ، خيرخانه مينه، احمدشاه بابامينه او ... کې موقعيت لري چې له دې ورزش د شخړو او ناسمې ګټې اخيستنې ډېرې پېښې د ښار په شاوخوا سيمو کې رامنځته کېږي.
سنوکر د نړۍ په کچه يو ورزش دى، خو هره ورځ په سلګونو کسان په ځانګړي ډول ځوانان په ځينو کلپونو کې قمار وهي او خپله ورځ د سنوکر ميزونو تر شا بې ځايه تېروي.
د کابل ښار اوسېدونکي شبير احمد عارف پژواک خبري اژانس ته وويل چې سنوکر يوه رسمي او نړيواله لوبه ده، خو ځينې لوبغاړي او د کلپ مالکان ورڅخه منفي ګټه اخلي.
پنځه ويش کلن عارف وويل چې د سنوکر له مينه والو دى، خو نږدې يو نيم کال کېږي چې له دې لوبې سره يې مخه ښه کړې، ځکه چې ددې لوبې چاپيريال ګډوډ او غير سالم شوى دى.
هغه زياته کړه:((يوه ورځ په کوټه سنګي کې د سنوکر يوه کلپ ته ورغلم، څو له خپلو ملګرو سره سنوکر لوبه وکړم، دوه نيم ساعته انتظار مې وکړ، خو يو کس هم پيدا نه شو چې له شرط تړلو پرته راسره سنوکر وکړي، له همغه ورځې مې دا لوبه پرېښوده، ځکه چې د ورزش کلپ په قمارخانه بدل شوى و.))
سنوکر داسې يوه لوبه ده چې په معياري ډول د يوه داسې ميز له پاسه ترسره کېږي چې اوږدوالى يې ٣،٧ او پلنوالى يې ١،٨ متره وي.
ددې ميز مخ د موکيت په يوه شنه رنګه ټوټه پوښل شوى او ټول ټال شپږ سوري لري.
د لوبې په پيل کې د ميز په منځ کې ٢١ توپونه د مثلث په بڼه اېښودل کېږي چې ١٥ توپونه يې سور رنګ لري او يوه سوري ته د يوه توپ غورځول يو امتياز لري.
شپږ نور توپونه يو- يو(تور، ګلابي، اسماني، قهوه يي، زرغون او زېړ) توپ له ځان سره چې خپل کور ته په اچولو په ترتيب سره له اوو تر دوو پورې امتياز لري.
دا توپونه د يوه ځانګړي لرګي په وسيله چې (کيو) نومي، سوريو ته غورځول کېږي. د لرګي څوکه نازکه ده او د قطر اندازه يې په تدريجي ډول لوېږي.
کله کله داسې هم کېږي چې سنوکرلوبغاړي د لوبې پرمهال او شرط تړلو له امله ټپيان شي.
د ده افغان اوسېدونکي احمد فرشاد وويل چې دوه اوونۍ وړاندې يې يو ملګرى د سنوکر لوبې له امله په چاقو ووهل شو او يوه اوونۍ په روغتون کې بستر و.
هغه زياته کړه، دده د ټپي کېدو لامل د پيسو په سر جنجال و، ځکه چې دواړو خواوو د پيسو په سر شرط تړلى و.
دې ځوان زياته کړه:((په اسلام کې قمار وهل، شراب څښل او جګړه کول حرام دي، خو يو شمېر کسان په ځانګړي ډول ځوانان سنوکر ځايونه د شراب څښلو، قمار وهلو او جګړو په مرکزونو بدل کړي دي.))
د خيرخانه مينې د غلام حيدرخان لېسې د ١٢ ټولګي زده کوونکي وحيدعزيزي ادعا وکړه چې د سنوکر يو شمېر خاوندانو خپل کلپونه د شرابو او نشه يي توکو په پلورځايونو بدل کړي دي.
هغه زياته کړه چې پخوا به يې هره ورځ يو ساعت په سنوکر لوبه تېراوه، خو اوس ددې وضعيت په لېدو ورنه ستړى شوى او له دې لوبې سره يې مخه ښه کړې ده.
عزيزي زياته کړه چې تېره اوونۍ د سنوکر کلپ يوه مالک د خيرخانې پنځه سوه فاميلي ساحه کې د شرابو او چرسو د پلور له امله د پوليسو لخوا ونيول شو او هټۍ يې تړل شوې ده.
دې ځوان وويل چې له سنوکر نه دې مثبته ګټه واخيستل شي، خو امنيتي ځواکونه بايد هغه کلپونه وتړي چې غير قانوني کارونه په کې کېږي او له مالکانو سره دې قانوني چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبريال د کابل ښار د نوي ښار، حضوري چمن، ميرويس ميدان او د خيرخانه مينې له څو سنوکر کلپونو ليدنه کړې او کلپونو ته په ورننوتلو سره يې ليدلي چې د هر مېز شاته له دوو تر څلورو کسان ولاړ وو چې د ځينو په لاسونو کې سګرېټ لېدل کېده او په لوړ غږ او ناوړه الفاظو او خنداګانو سره يې شور او وېره خپره کړې وه.
د پژواک خبريال زياته هڅه وکړه چې په سنوکر او شرط تړلو بوختو کسانو سره خبرې وکړي، خو هغوى مرکو ته حاضر نه شول او ويل يې:((له شرط تړلو پرته نو د سنوکر لوبه څه خوند لري.))
يوه کس له خپل مقابل لوري غوښتنه وکړه چې پيسې يې ورکړي، مقابل لوري يې وويل چې دويم ميز لوبه هم کوو او وروسته به پيسې ورکوي.
ددې سنوکر مالکان هم مرکو ته حاضر نه شول، خو په ميرويس ميدان کې د يوه کلپ مالک له نوم اخيستلو پرته وويل:((موږ د سنوکر هر يو ميز د ساعت په سر دوه سوه افغانۍ کرايه ورکوو، نور ددې حق نه لرو چې د هغوى په کار کې لاسوهنه وکړو.))
هغه وويل، کله چې سنوکر ميز دوو کسانو ته په کرايه ورکول کېږي، بيا نو اصولا ښه نه ده چې د هغوى په کار کې لاسوهنه وشي.
په قلعه فتح الله کې د "کلپ کيوبال" کلپ مالک سيدناصر په ځينو کلپونو کې له شرط تړلو اندېښنه وښوده او ويې ويل چې سنوکر لوبه ګڼ مينه وال لري، خو له بده مرغه چې يو شمېر کسان ترې ناوړه ګټه اخلي او د ټولو کلپونو نوم يې بد کړى دى.
هغه وويل چې خپلو مراجعينو ته د قمار وهلو او ناسمو کارونو اجازه نه ورکوي:((زموږ کلپ اصول لري، سره له دې چې چاته د قماروهلو او شرط تړلو اجازه نه ورکوو، خپل پېرونکي ته په کلپ کې د سګرټ څکلو اجازه هم نه ورکوو، څوک چې عمل لري، بايد له کلپ يې بهر وڅکوي او بيا دې کلپ ته راننوځي.))
د کلپ مالک زياته کړه چې په کلپ کې يې يو کس د امنيتې ناظم په توګه ګومارلى او که چېرته کوم کس ورته ستونزه جوړه کړي، پوليس پرې خبروي او د هغوى په مرسته يې مخنيوى کوي.
هغه وويل چې شرط تړل، قمار وهل، شراب څښل او سګرېټ څکل د سنوکر په مالکانو پورې اړه لري، که چېرته هغوى اجازه ورنه کړي، نو هېڅوک هم نه شي کولى چې په کلپ کې د دننه دا غير قانوني کارونه وکړي.
سيد ناصر د سنوکر کلپونو له مالکانو غوښتنه وکړه چې په ورته ورزشي ځايونو کې د خلاف کارونو مخنيوى وکړي او له روا لارې يوه مړۍ حلاله روزي پيدا کړي، ددې اجازه دې نه ورکوي چې يو شمېر کوڅه ډبي اشخاص په غير قانوني کارونو سره د سنوکر کلپونو نوم بد کړي.
د سنوکر بليارد فدراسيون سرپرست وحيدالله اصغري هم په ځينو کلپونوکې د دا ډول ستونزو پخلى وکړ، خو ويې ويل چې په هېواد کې د سنوکر ټولو کلپونو ته په جدي ډول ويل شوي چې شرط تړل، قمار وهل او نور خلاف کارونه به نه تر سره کوي.
هغه زياته کړه چې د مقررې له مخې، شرط وهل او تر قانوني عمر ښکته تنکيو ځوانانوته اجازه نشته چې سنوکر ته ورشي او د سنوکر مالکان اړ دي چې دا قانون پلى کړي.
نوموړي زياته کړه:((له څو ورځو راهيسې د ښه کېدو او ورته ستونزو د مخنيوي لپاره کلپونو ته لاړ او له هغوى مو وغوښتل چې خپل نوى جواز واخلي.))
د اصغري په خبره، سنوکرکلپونه د فدراسيون د مقررې له مخې فعاليت لري، د کار جواز ورکول کېږي، خو که چېرته يې فعاليت له مقررې سره سم نه وي، د يوه رسمي مکتوب له لاې به د کابل امنيې قوماندانۍ ته ور وپېژندل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه وويل چې په کابل کې څه باندې ٩٠ سنوکر کلپونه فعاليت لري چې له دې ډلې يې ٥٠ له فدراسيون سره ثبت شوي او پاتې نورو ته يې څلور ورځې وخت ورکړل شوى چې فدراسيون ته مراجعه وکړي او جواز واخلي.
د هغه په خبره، سنوکر فدراسيون اوسمهال ١٦ لوبغاړي لري چې ټول يې د هېواد د ملي لوبډلې غړيتوب لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










