منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنيتي کسانو په فارياب کې د پژواک خبريال وواهه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

ميمنه(پژواک، ٩ کب ٩٤): د پژواک خبري اژانس خبريال قطب الدين کوهي په ميمنې ښار کې د امنيتي کسانو لخوا وهل شوى او د خبريالانو اجتماعي ټولنې دا عمل په سختو ټکو غندلى دى.

کوهي وايي چې نن له غرمې وړاندې ١١ بجې يې غوښتل چې د فارياب د والي خبري غونډې ته ورشي چې د ملي امنيت سرتېرو د والي د دفتر درازې مخکې تم کړ او د هغه د ننوتلو مخه يې ونيوله.

هغه وويل:((ورته مې وويل چې خبريال يم، خو هغوى ويل که هر څوک دې ملاتړ کوي، نه شي کولى چې ننوځې.))

 د پژواک خبريال زياته کړه چې هغوى ورته ښکځنل وکړل او د ملي امنيت درېيو ساتونکو د ټوپک په ميل په داسې حال کې ووهلم چې لوړ پوړو امنيتي چارواکو هم شتون درلود.

کوهي زياته کړه چې د ملا، اوږو او لاسونو په برخه کې پرې ګوزارونه شوي دي.

له نوموړي سره د ټېلېفوني خبرو پرمهال د پژواک له خبريال سره د امنيتي ځواکونو له غوسې ډک غږ هم اورېدل کېده چې له دې وضعيت نه ولې په کابل کې خپل دفتر ته شکايت کوي.

 په فارياب کې د خبريالانو د ټولنيز بنسټ مشر محمد حسن سرداش وويل چې د امنيتي ځواکونو دا عمل په کلکه غندي.

هغه زياته کړه، د فارياب خبريالان نه يواځې چې د وسله والو مخالفينو لخوا ګواښل کېږي، بلکې د امنيتي ځواکونو او زور واکو کسان هم د خبريالانو په وهلو ډبولو او سپکاوي کې ښکېل دي.

سرداش وويل:((که وضعيت همداسې له تاوتريخوالي سره دوام وکړي، نو نه شو کولى چې په خلاص مټ کار وکړو او خلکو ته کره معلومات ورسولى شو.))

  د خبريالانو لپاره د يادې شوې ټولنې مشر زياته کړه چې امنيتي ځواکونو يو سرتېرى چې کوهي يې وهلى و له ځان سره يووړ او ژمنه يې وکړه چې په دې پېښه کې دوه نور ښکېل سرتېري به هم ونيسي.

سرداش څرګنده کړه چې پخوا هم د فارياب خبريالان له ورته پېښو سره مخ شوي چې له دې ډلې د ايينه تلوېزيون يو خبريال په ميمنې روغتون کې د امنيتي ځواکونو لخوا وهل شوى او د فلم اخيستلو کمره يې ورته ماته کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور